ناسم - اپریل 4, 2021

طبي پوهان: د کرونا ناروغۍ لپاره د تریاکو له شيرې استفاده علمي اساس نه لري

کابل (پژواک،۱۴ وری ۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو ځیني کاروونکي او هېوادوالو په داسې حال کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره خلک د تریاکو له شیرې استفادې ته هڅوي چې طبي پوهانو دغه خبر رد کړې او خلکو ته سپارښتنه کوي چې له داسې موادو د استفادې پر ځای چې علمي اساس نه لري، روغتیايي لارښوونې مراعات کړي.

تریاک (Opium) د روږدي کوونکو نشه يي توکو له ډلې دي چې غوټو (غوزو) له نېښ وهلو ترلاسه کېږي او هوا ته د اېښودو له لارې پر قهوه یی رنګ لرونکو موادو بدلېږي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي: هغه کسان چې د تریاکو شیره یې استفاده کوله، پر کرونا نه دي اخته شوي

د «پروانک» په نوم فېسبوک پاڼې د تریاکو د شیرې په اړه د یوه کس ویډیو خپره کړې، ویلي یې دي چې له تریاکو استفاده پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخه نیسي.

هغه وايي:”غواړم د تریاکو ګټو په اړه درته ووایم، هغه کسان چې له ۵۰ کلونو ډېر عمر لري، که هره ورځ له دوو تر درې ګرام تریاک استفاده کړي، له کرونا یې ژغوري؛ ځکه د تریاکو لوګی کرونا ویروس نه پرېږدي چې د سږو دېوالونه تخریب شي. دا په تایید سره وایم، هغه کسان چې تریاک استفاده کوي، پر کرونا نه دي اخته شوي.”

د ټویټر مجازي شبکې ځینو کاروونکو هم په دې وروستیو کې «د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د تریاکو له شیري استفاده» اړوند مطالب خپاره کړي.

د ایران هېواد تبعه مهدي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، یوه ګاونډي یې چې افغان دی، ویلي، هېوادوال یې د کرونا ویروس درملنې او پر دې ناروغۍ له اخته کېدو د مخنیوي لپاره د تریاکو له شیرې استفاده کوي.

هغه زیاته کړې: “دی وایي،ي هلته (افغانستان) کې یو یوناني (سنتي) طبیب د تریاکو له شیرې د کرونا ضد درمل جوړ کړي او ډېر خلک (پر کرونا ویروس اخته کسانو چې ترې استفاده کړې) ورسره ښه شوي دي!”

د ټویټر ټولنیزې شبکې بل کاروونکي ابوحسن لیکلي:” رښتیا ده، دروغ نه ده، افغانان پر کرونا نه اخته کېږي یا ژر ترې ښه کېږي!”

د باران په نوم بل ټویټر کاروونکي لیکلي: “ځینې کورنۍ وايي چې د تریاکو شیره وخورئ چې د کرونا ناروغۍ لپاره ښه ده.”

د کابل اوسېدونکي: د تریاکو شیره بدن قوي کوي او له کرونا یې ژغوري

د کابل ښار د خیر خانې سیمې اوسېدونکي روح الله چې په کور کې هر مهال د بدن د غړو د درد، د سینې درد د کمښت او ټوخي د درملنې لپاره د تریاکو له شیرې استفاده کوي پژواک ته وویل: “ډېره ګټه لري.”

نوموړي زیاته کړه: “کله چې کرونا راغله، زموږ کورنۍ تصیم ونیو چې د تریاکو له شیرې استفاده ډېره کړو، له همدې امله مو هېڅ کس پر کرونا ناروغۍ اخته نه شو؛ ځکه چې د بدن مقاومت مو لوړ شوی و. ”

په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکي نصیراحمد پژواک ته وویل، د کرونا ویروس د شدت پر مهال خلکو له نباتي درملو د استفادې ترڅنګ د تریاکو له شیرې هم استفاده کوله.

نوموړی ادعا کوي چې اوس مهال هم ځيني کسان د بدن بېلابېلو غړو د درد لپاره له یادو موادو استفاده کوي.

په ورته وخت کې په کابل ښار کې د یوناني درملو پلورونکي فیض محمد پژواک ته وویل، د تریاکو شیره د درد ضد ده، له همدې امله د کرونا ناروغۍ د شدت پر مهال کابل ښاریانو ترې استفاده کوله.

هغه د دې په روښانولو چې خپله د تریاکو شیره نه پلوري خو وايي، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د تریاکو د شیرې پلور د پام وړ ډېر شوی و.

د یادونې ده، په روغتیايي برخو کې پر پرمختګ سربېره لا هم سنتي طب او نباتي درملو د عامو خلکو، په ځانګړې توګه ډېر عمر لرونکو کسانو ترمنځ خپل ځای ساتلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې عامې روغتیا وزارت له دې مخکې ویلي وو چې د ازمایشونو نتیجې ښودلې چې د حکیم الکوزي له خوا د ډېرو جوړ شوو درملو په ترکیب کې چې پر خلکو د کرونا واکسین په ډول پلورل کېږي، له نشه یي توکو «مورفینو او تریاکو» استفاده شوې ده.

روغتیا پالان: د کرونا درملنې لپاره د تریاکو شیره استفاده علمي اړخ نه لري.

روغتیاپالان وایي چې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د تریاکو له شیرې د کټې اخیستنې په اړه تر اوسه کوم علمي شواهد نشته.

د رابعه بلخي روغتون کې د داخله ناروغیو اسوشیټ پروفیسور ډاکتر نبیل پاکطتین د دې په پخلي سره چې د تریاکو له شیرې مسکن دارو جوړېږي، وویل، کله چې د مسکن لپاره معیاري درمل شتون ولري، د تریاک له شیرې استفادې ته اړتیا نشته.

هغه زیاته کړه: “د تریاکو له شیرې استفاده د اسانتیاوو په پرتله ستونزې ډېر رامنځته کوي او یوازې دردونه اراموي او د نورو نارغیو په کنټرول کې هم رول نه لري.”

بلخوا یوه بل روغتیایي متخصص ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وول چې د کرونا درملنې لپاره له تریاکو ګټه اخیستل علمي اړخ نه لري او له دې توکو دوامداره استفاده د بدن دفاعي سیستم فعالیت کمزوری کوي او له نورو ویروسونو سره مبارزه نه شي کولی.

نوموړي دې ته په اشاره چې ضعیف وجوده کسان ژر پر کرونا اخته کېږي، وایي چې نشه یي توکي په ځانکړې توګه افین د درد ضد، تبې ضد او لنډمهال خوښي راوړونکي خاصیتونه لري او نه شو کولای د اساسي درملو له ډلې یې حساب کړو.

دغه راز عامې روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه په نړۍ کې نه ده ثابته شوې چې د کرونا ناروغانو لپاره د تریاکو شیره ګټوره ده.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میروس علیزي پژواک ته وویل چې کووېډ- ۱۹ درملنه مشخصه ده او ځانکړی غذایي رژیم لري خو د دې ناروغۍ درملنې لپاره د تریاتو له شیرې ګټې اخیستنې په اړه تر اوسه هېڅ کوم روغتیایي بنسټ لارښوونه نه ده کړې.

هغه د دې په یادولو چې خپور شوی مطلب علمي اړخ نه لري، وویل چې د دې ناروغۍ درملنې په اړه څېړنې روانې دي؛ خو تر اوسه له واکسین پرته د یادې ناروغۍ درمنلې لپاره په نړۍ کې هېڅ درمل نه دي جوړ شوي.

هغه د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د تریاکو له شیرې د استفادې د ښه او بد اغېز په اړه معلومات ورنه کړل.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال له هېوادوالو وغوښتل څو د کرونا ویروس مخنیوي لپاره روغتیاي لارښوونو ته پام وکړي.

علیزي له هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ صفر ته راټیټولو لپاره باید حفظ الصحه مراعات او له عامې روغتیا وزارت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

بلخوا، دیني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن پژواک خبري اژانس ته وویل چې که ثابته شوې وې چې له تریاکو استفاده نه یوازې اغېزناکه نه ده، بلکې نشه راوړونکې او ناتوان کوونکې ده، نو په اسلام کې دا ډول درملنه ناسمه بلل شوې ده.

نوموړی وایي:” په هغه صورت کې چې متخصصو ډاکترانو نظر نه وي ورکړی چې د تریاکو شیره موثره ده، نه شو کولای ګټه ترې واخلو او که یې د موثریت په اړه هم نظر ورکړی وي، بیا یې هم بدیل موجود وي باید له حلال بدیله یې ګټه واخیستل شي.”

هغه څرګنده کړه: “نبي کریم ص فرمایي چې الله ج زما د امت شفا په مضرو او حرامو شیانو کې نه ده ښودلې.”

هغه زیاته کړه چې دغه موضوع تر اوسه د متخصصینو د کوم روغتیایي کمېسیون له خوا نه ده تایید شوې او یوازې اوازې دي چې د ټولنیزو شبکو کاروونکو خپرې کړې او د باور وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې له اوږده ځنډ وروسته په هېواد کې یو ځل بیا د کرونا ویروس پېښې ډېرې شوې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسي تر دې مهاله په افغانستان کې ۵۶۴۵۴ کسان پرې اخته، ۵۱۳۷۲ رغېدلي او ۲۴۸۴ یې مړه کړي دي.

د یادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ١٢٨ میلیونه کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې تر ۹۱ میلیون ډېر یې بېرته رغېدلي خو له ۸،۲ میلیونو ډېر مړه شوي دي.

عزیزالله همدرد

پایله: د روغتیایي سرچینو څرګندونو په پام کې نیولو سره، د کرونا ناروغۍ لپاره د تریاکو له شیرې استفاده، علمي اساس نه لري او ګمراه کوونکې ده.

پرېکړه: د کرونا ناروغۍ لپاره د تریاکو له شیرې استفاده علمي اړخ نه لري او ناسمه ادعا ده.

عزیزالله همدرد

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 3496

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…