ناسم - مارچ 15, 2021

د انتقالي حکومت په اړه د امریکا له طرحې سره د طالبانو د مخالفت خبر ناسم دی

کابل(پژواک، ۲۵ کب ۹۹): الجزیرې راپور ورکړی چې طالبانو افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د امريکا له نوې طرحې سره مخالفت ښودلى، خو د طالبانو ویاند دغه څرګندونې ناسمې بولي، وایی دغه طرحه یې تر ارزونو لاندې ده.

د امریکا متحده ایالتونو وړمه اوونۍ په افغانستان کې د سولې لپاره د ټولشموله او انتقالي حکومت طرحه د افغانستان له حکومتي چارواکو او ځینو سیاسیونو سره شریکه کړه. د خبرونو له مخې، د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارښوونې اصول، انتقالي حکومت، د سیاسي لارې نقشه او تلپاتې اوربند د دې مسودې درې مهمې برخې دي.

دغه راز، د یادې طرحې له مخې، طالبانو ته هم په دغه حکومت کې ونډه ورکول کیږي او د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې به د با نفوذه هېوادونو، د افغانستان حکومتي چارواکو، له حکومته بهر سیاسي مشرانو او طالبانو په ګډون په لوړه کچه ناسته جوړه شي. ټاکل شوې یوه ناسته د روانې کب میاشتې په ۲۸ مه په روسیه او بله په اپرېل میاشت کې په ترکیه کې جوړه شي.

ادعا

الجزیره: طالبان د امریکا له خوا د لنډمهاله حکومت د طرحې په تړاو وایي چې دا ډول حکومتونه اغېزمن نه دي ثابت شوي.

د الجزیرې شبکې تېره ورځ (د کب ۲۴مه) یو راپور خپور کړی، چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت لپاره د متحده ایالتونو د وړاندیز په اړه شک څرګند کړی.

سرچینه لیکي، نعیم ویلي چې انتقالي حکومتونه اغېزمن نه دي ثابت شوي او د دې ډلې لیدلوری د هېواد لپاره یوه قوي مرکزي اداره ده چې وکولی شي د یو اسلامي نظام حکومتولي تعریف کړي.

ځینو نورو رسنیو هم د الجزیرې په حواله راپور خپور کړی چې د افغان سولې په تړاو د امریکا تر نوې طرحې وروسته وسله والو طالبانو هم په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښودلی دی.

سپیناوی

خو په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمدنعيم تېره ورځ پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، هغه طرحه چې څو ورځې مخکې طالبانو تر لاسه کړې، لا هم د دوی تر غور لاندې ده او وروسته به یې په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

هغه وايي:«په ځینو مطبوعاتو کې چې زما په حواله نورې خبرې کېږي، هغه حقیقت نه لري.»

پایله: الجزیرې یاد راپور د طالبانو د قطر دفتر د ویاند محمد نعیم له خولې خپور کړی، خو محمدنعیم وایي، چې داسې څه یې نه دي ویلي.

پرېکړه: د الجزیرې هغه خبر ناسم دی چې وایي طالبانو د امریکا له خوا د وړاندیز شوې لنډمهاله حکومت له طرحې سره مخالفت کړی.

احمدشاه عرفانیار

 

Hits: 4243

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…