ناسم - جنوري 6, 2021

“د هدفي وژنو نوملړ د عامه اذهانو د ګډوډلو لپاره خپور شوی”

کابل (پژواک ۱۶ مرغومی ۹۹): حکومتی سرچینو تر اوسه نه ده موندلې چې د هدفي وژنو نوملړ د کومو سرچینو له خوا ترتیب شوی دی، خو طالبان دغه نوملړ د دوی اړوند نه بولي او وايي، خبریالان او مدني فعالان د دوی په نظامي موخو کې نه دي شامل.

د کورنیو چارو وزیر وايي، دغه نوملړ د عامه اذهانو د ګډوډلو لپاره خپور شوی، خو د امنیتي چارو ځینې پوهان وايي، ښايي دغه نوملړ د ځينو کسانو له خوا په بهرنیو هېوادونو کې د منلو لپاره د قضیې د جوړېدو په موخه برابر شوی وي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې یو شمېر خبریالان «په کابل کې یما سیاوش، فردین امیني او رفېع صدیقي؛ په هلمند کې الیاس داعي؛ په ننګرهار کې ملاله میوند؛ په غزني کې رحمت الله نېکزاد او په وروستۍ پېښه غور کې عادل ایماق» ترور شوي دي.

دغه راز په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوي رییس یوسف رشید په کابل کې او د ښځو د حقونو فعاله فرشته کوهستانۍ په کاپیسا کې وژل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دوی د وژلو مسوولیت نه دی منلی.

تېره ورځ په رسنیو کې «د هدفي وژنو لومړی لېست او د ابو عبیده کاروان کړۍ» په نوم د خبریالانو او مدني فعالانو سل کسیزه لېست لاس په لاس کېږي. دغه نوملړ نېټه، لاسلیک یا ټاپه نه لري او سرچینه یې هم نه ده روښانه.

د راپورونو له مخې، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د روان کال په لړم میاشت کې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و، طالبانو له امریکا سره تر تړون وروسته خپل لوی بریدونه کم کړي او د «ابو عبیده کاروان» په نوم یې د پاکستان په وزیرستان کې پر هدفي وژنو تمرکز کړی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد د طالبانو لخوا د سل کسیز نوملړ جوړول ردوي او ادعا کوي چې «دغه نوملړ د کابل ادارې د استخباراتو له خوا جوړ شوی» څو د نړیوالو توجه جذب کړي او د طالبانو پر ضد په پروپاګند کې ترې ګټه واخلي.

مجاهد وايي: ((زموږ موخې مشخصې دي، د دښمن نظامي هستې او کسان دي او هر ځای زموږ تر څار لاندې دي او له منځه یې وړو، خو خبریالان، سیاسي او مدني کسان زموږ په نظامي موخو کې نه دي شامل.))

خو د ولسمشر لومړي مرستیال پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: ((په ټولنیزو رسنیو کې یو نوملړ خپور شوی چې ګواکې طالبان غواړي یاد کسان ترور کړي. هڅه کوو د دې رواني جګړې ريښې پیدا کړو. د کره یا نه کره توب په اړه یې څه نه لرو. طالب له هر هغه چا سره دښمن دی چې طالب نه دی. طالب له هر هغه ارزښت او جوړښت سره چې پر بام یې درې رنګه بیرغ رپيږي، دښمني او کینه لري. فرض کړئ دا نوملړ رښتیا دی، نو د تعجب وړ څه دي؟))

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین له جزئیاتو پرته په دې اړه پژواک ته وویل: ((نوملړ زموږ تر ارزونو لاندې دی.))

خو د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د یاد نوملړ په اړه پرون د ولسي جرګې ناستې ته وویل: ((… له هېڅ استخباراتي سرچینې نه مو دومره لوی نوملړ نه دی ترلاسه کړی، هغه کس چې تر ګواښ لاندې راولي، خپ او چپ یې کور ته ورځو او لاره ورته ښیو او دا تمه هم نه لرو چې فېسبوک بازي دې وشي او هر څوک ووايي چې له ګواښ سره مخامخ دی، طالبان هم دا وړتیا نه لري چې دومره کسان دې هدف وګرځوي، د دغو حرکتونو موخه په تدبیر سره نیسو، دا لېست له استخباراتي سرچینې نه دی، یاد لېست د عامه اذهانو د ګډوډولو لپاره خپور شوی دی.))

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند سوني لګېت تېره ورځ ویلي، طالبان باید د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره د دولتي کسانو، مدني فعالانو او ژورنالېستانو د وژلو بهیر بند کړي.

طالبانو د یادو څرګندونو په ځواب کې پر خپله انټرنېټي پاڼه لیکلي: ((امریکايي ځواکونه باید پوه شي چې دا ستاسو مسوولیت دی چې د خپلو سرغړونو په اړه ځواب ورکړئ، نه دا چې له سند پرته د ژورنالېستانو او مدني فعالانو د وژلو تور په غیر مسوولانه ډول په مجاهدینو پورې وتړئ.))

طالبانو لیکلي: ((مجاهدین هېڅ وخت پر ملکي کسانو برید نه کوي، بلکې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره یې له تېرو شلو کلونو راهیسې ستاسو (امریکایانو) په مقابل کې خپله سینه سپر کړې ده. حقیقت دا دی چې په هېواد کې د ملکي کسانو وژل که د ترور په شکل وي یا د هوايي بریدونو، چاپې او هاوان یوازې د اشغالګرو او قاتلانو کار دی. د دغو ترورونو سلسله چې د داعش په لېبل ترسره کېږي، په حقیقت کې د ارګ د جنرالانو په لارښوونه د ارګ او ملي امنیت له خوا ترسره کېږي.))

دغه ډول ادعاوې تل د افغان حکومت او په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو له خوا رد شوې دي.

استخباراتي کمزورتیا

متقاعد جنرال عتتیق الله امرخیل د یاد سل کسیز نوملړ د خپرېدو په اړه وايي، په افغانستان کې د استخباراتي کمزورۍ له امله دغه ډول لېستونه خپرېږي.

د هغه په باور، دغه ډول لېستونه د دوو ډلو له خوا جوړ او خپرېدای شي، اول هغه ډله چې غواړي د دغه ډول لېستونو په خپرېدو کشفي ارګانونه په ټولنیز ډول حکومت کمزوری کړي او دویمه خپل نومونه په داسې لېستونو کې ځای پر ځای کوي او ځکه یې خپروي چې د ځان لپاره قضیه جوړه کړي او په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه ومنل شي.

هغه زیاتوي: ((طالبان داسې نه دي لکه ځينې کسان یې چې په اړه فکر کوي، پوه کسان لري، ولې داسې لېست خپور کړي چې ګواکې یاد کسان وژني، دا له عقل لرې خبر ده، طالبان داسې واړه ملکي موخې نه په نښه کوي، دوی شل کاله د نړۍ له لویو قدرتونو سره جګړه کړې او په دې ښه پوهېږي.))

د یادو سرچینو څرګندونو ته په کتو تر اوسه داسې ثبوت نشته چې یاد نوملړ د کومې سرچینې یا کوم کس له خوا ترتیب او خپور شوی دی.

د دغه ډول اوازو د خپرېدو منفي اغېزې

جنرال عتیق الله امرخېل وايي، د دغه نوملړ خپرېدل منفې اغېزې لري.

هغه زياتوي، د دغه ډول اوازو خپرېدل د خلکو د تشویش او پر حکومت د خلکو د بې باورۍ لامل کېږي او کېدای شي ځينې کسان یې له امله هېواد پرېږدي.

د یاد متقاعد جنرال په خبره، حکومت باید د کسانو د ترور او دغه ډول لېستونو د خپرېدو مخه ونیسي، خو د استخباراتي کمزورتیا له امله د یاد کار په ترسره کېدو نه دی بریالی شوی.

شاوخوا پنځه میاشتې مخکې هم په ټولنیزو رسنیو کې د څو تنو کسانو نوملړ خپور شو چې ګواکې طالبان یې په نښه کوي، خو وروسته روښانه شوې چې اساس نه لري.

حکومت د خبریالانو او مدني فعالانو د وژنو په مقابل کې څه کړي دي؟

د ملي امنیت رییس احمد ضیاء سراج تېره ورځ د ولسي جرګې ناستې ته په دې اړه په خبرو کې ادعا کړې وه چې هدفي وژنې طالبان ترسره کوي. د ده په خبره، د خبریالانو د هدفي وژنو د اتو پېښو له ډلې د پنځو قضیو عاملین نیول شوي او درې قضیې تر تعقیب لاندې دي.

هغه له جزئیاتو وړاندې کولو پرته زیاته کړه، په کابل، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د درېیو خبریالانو د ترور هڅو مخه نیول شوې ده.

سراج وویل، په دې اړه ځکه جزئیات نه ورکوي چې امنیتي ارګانونه د درېیو کسانو د نیولو په لټه کې دي چې له دې ډلې دوه کسان ډېر مهم او کلیدي دي.

احمد صهیب حسرت ،احمدشاه عرفانيار

Hits: 6424

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…