یو څه سم - جنوري 6, 2021

اړوندې سرچینې له مرکچي پلاوي د غیرت بهیر نوم لرې کولو له رد او تایید ډډه کوي

کابل (پژواک،۱۶مرغومى ۹۹): ځینې سرچینې وایي، ولسمشر د سولې په مرکچي پلاوي کې د غیرت بهير غړیتوب لغو کړی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ او نورې اړوندې دولتي سرچینې په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

ډاکټر غیرت بهیر د حزب اسلامي له مهمو کسانو او د دغه ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوم دی. هغه د حزب اسلامي په استازیتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د غړي په توګه غوره شوی، خو تر اوسه یې د یاد پلاوي په غونډو کې برخه نه ده اخيستې؛ ځکه چې دغه ګوند د سولې پر روانې پروسې نیوکې لري او حکمتیار هم د مصالحې عالي شورا په غونډو کې برخه نه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې غیرت بهیر مخکې د مشرانو جرګې انتصابی غړی و، خو ولسمشر محمد اشرف یې په دغه جرګه کې غړیتوب شاوخوا دوه میاشتې مخکې لغوه کړ. یوې سرچینې ویلي و ولسمشر مشرانو جرګه کې د بهیر غړیتوب ځکه لغوه کړی چې هغه له اجازې پرته پاکستان ته د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره پاکستان ته تللی و او هلته یي د حکمتیار وینا له پښتو څخه انګریزي ته ژباړلې وه.

خو له شاوخوا درېیو ورځو راهیسې ځینو رسنیو او یو شمېر کسانو پر خپلو فېسبوک پاڼو لیکلي چې ولسمشر د سولې په مرکچي پلاوي کې هم د غیرت بهېر غړیتوب لغو کړی دی.

کابل نیوز، د «عزم» په نوم یوې وېبپاڼې لیکلي چې ولسمشر غني د سولې مذاکراتي پلاوي کې د غيرت بهير عضويت لغوه کړی دی. د «هشت صبح» ورځپاڼې د نننۍ ګڼه په یوه مطلب کې هم راغلي چې ولسمشر له مرکچي پلاوی د غیرت بهیر او خالد نور پر لرې کولو ټینګار کوي.

یو شمېر نورو کسانو هم په ټولنیزو رسنیو کې ورته څرګندونې کړې، خو د معلوماتو سرچینه یې نه ده په ګوته کړې.

د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر غړی فضل غني حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سولې د یاد مرکچي پلاوي له نوملړ څخه د بهیر د نوم د حذف کولو په اړه باید ولسمشرۍ ماڼۍ څرګندونې وکړي، خو بهیر مخکې هم په یاد پلاوي کې ګډون نه و کړی او اوس هم ګډون نه په کې کوي؛ ځکه چې د هغه په وینا دغه پلاوی دولتي دی او د هغو ګوندونو او ډلو استازیتوب نه کوي چې په حکومت کې شامل نه دي.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سکرتر جمال الدین اسحاقي پژواک ته وويل دوی د سولې مذاکراتي پلاوي څخه د غيرت بهير عضویت د لغوه کېدو په اړه تر اوسه کوم رسمي مکتوب له ارګ څخه نه دی ترلاسه کړی خو د رسنيو څخه خبر شوي چې د بهیر عضویت ځنډول شوی دی.

اسحاقي وویل: “موږ د سولې د مرکچي پلاوي په ترکيب ملاحضات درلودل د همدي امله غيرت بهير تر اوسه په قطر کې د طالبانو سره په مذاکراتو کې برخه اخیستي نه ده.”

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي چې په دې اړه دې د سولې په چارو کې د دولت  له وزارت څخه پوښتنه وشي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وایي چې په دې اړه دې له ولسمشرۍ ماڼۍ وپوښتل شي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون، بیا د مرکچي پلاوي له نوملړ څخه د غیرت بهیر د نوم لرې کولو په اړه بې خبري وښوده، خو ویې ویل چې پلاوی نن قطر ته ځي او بهیر ورسره نشته.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په قطر کې له شاوخوا اتیا ورځو بحثونو وروسته د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه وکړه او بیا یې له مشرانو سره د سلا مشورو لپاره درې اوونۍ خبرې ودرولې، په دې لومړی مرحله کې غیرت بهیر حضور نه درلود.

دغه پلاوی نن د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د سولې خبرو د دویم پړاو لپاره دوحې ته ولاړ.

له مرکچي پلاوي د غیرت بهیر د غړیتوب د لغوه کولو څرګندونې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې د جمعیت اسلامی د اجرایي مشر عطامحمد نور د زوی خالد نور په اړه هم ویل شوي و چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مرکچي پلاوي کې یې غړیتوب لغوه شوی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه څرګندونې ناسمې وبللې او خالد نور نن د پلاوې نورو غړو سره یو ځای قطر ته لاړ.

یوې باوري سرچيني پژواک ته وویل چې غیرت بهیر له لومړی ورځې لیوالتیا درلوده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي غړی اوسی، خو د ګلبدین حکمتیار په غوښتنه د یاد پلاوي سره لا تر اوسه نه دی یو ځای شوی، حکمتیار  په دې اعتراض لري چې  د بهیر د غړیتوب په اړه ورسره مشوره نه و شوي او ولسمشر په خپل سر بهیر د مرکچي پلاوي غړی ګرځولی و.

یاده سرچينه وايي، حکومت به مجبور وي چې د نوموړي عضویت او امتیازات وځنډوي.

یادو ټکو ته په پام ویلی شو چې په مرکچي پلاوي کې د غیرت بهیر د غړیتوب لغوه کول، یوه داسې ادعا ده چې تر اوسه اړوندو سرچینو په رسمي ډول رد او یا تایید کړې نه ده؛ او له غیرت بهیر څخه مو هم د واټساپ له لارې په دې اړه وپوښتل، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

احمد صهيب حسرت

Hits: 12505

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…