ناسم - جنوري 10, 2021

د خلیلزاد له خوا غني ته د لیک استول بې اثباته ادعا ده

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومى ٩٩): د افغانستان حکومت، خلیلزاد ته منسوب هغه لیک ردوي چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او په لیک کې ولسمشر غني ته ویل شوي: «اړ یو د سولې پروسې لپاره که په زور وي او که په خوښه، تاسو له دندې لرې کړو.»

ادعا او اوازه

له تېرې ورځې راهیسې په خواله رسنیو کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته منسوب د یو لیک متن لاس په لاس کېږي.

دغه متن چې ادعا کېږي خلیلزاد د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته لیکلی- نارت پرېس، ژوندون ټلوېزیون او ځینو نورو سرچینو پر خپلو فېسبوکپاڼو خپور کړی دی.

په متن کې راغلي: «زه په دې حیران نه شوم؛ ځکه زه پوهېدلم چې ته به زما له ملاقات څخه ډډه کوې، خو خوښ پر دې یم چې زما وخت ضایع نه شو او پر یوه لنډ لیک خپل کار رانغاړم، ستاسو د حکومت په وروستیو ورځو کې چې د کابل هوا څومره سړه شوې ده، همداسې د امریکا د حکومت، سیاسیونو او افغانانو زړونه هم له تاسو ساړه شوي، ډېر زیات وړاندې نه ځم، پخوا مو په دې اړه ډېر بحثونه کړي دي.

ښاغلی ولسمشره، اوس راځم اصلي خبرې ته، موږ مجبور یو د افغانستان سولې پروسې لپاره که په زور وي او که په خوښه، باید تاسو له دندې لرې کړو، اوس له تاسې څخه غوښتنه کوو چې په ډېر په عزت سره موږ چې څه غواړو هماغه باید ترسره کړئ.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف له «سي ‌اېن ‌اېن» ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي چې واک به یوازې یو منتخب حکومت ته سپاري.

هغه دا هم ویلي چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو روان بهیر باید د افغان حکومت او افغانانو په مالکیت وي، خو په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې د پای لپاره د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو ضمانت هم مهم دی.

خلیلزاد ته د منسوب لیک متن وروسته له هغه خپرېږي چې خلیلزاد د روانې مرغومي میاشتې په ۱۶مه کابل ته راغلی و او ځیني داسې راپورونه خپاره شول چې  ولسمشر غني له خليلزاد سره د لیدنې غوښتنه رد کړې ده.

د پژواک خبري اژانس یو راپور له مخې، د امريکا سفارت شازدافير راس وېلسون او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر هڅه وکړه چې دا ليدنه وشي، خو ولسمشر نه ده منلې او لامل یې هم د سولې په بهير کې د خليلزاد يو اړخيز قضاوتونه ياد شوي دي.

د افغانستان حکومت د رسنیو مرکز بیا د خلیلزاد له خوا ولسمشر غني ته د یاد لیک استول ردوي او دغه ادعا بې بنسټه بولي.

کابل د امریکا متحده ایالتونو سفارت له مطبوعاتي دفتر سره مو هم په ټولنیزو رسنیو کې خلیلزاد ته د منسوب یاد شوي لیک موضوع شریکه کړه، خو تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تحلیل: د سیاسي چارو پوه ودیر صافي، خلیلزاد ته د یاد منسوب شوي لیک په اړه وویل: «زه فکر کوم دا د مخالفینو خوشبیني ده، کابل ته د خلیلزاد راتګ لپاره، خلیلزاد به دومره غیر ډیپلومات سړی نه وي چې ولسمشر یې ونه ګوري او هغه بیا یو داسې لیک ورته ولیکي.»

د ده په اند، ځیني خلک غواړي د داسې اوازو او ليکنو په خپرولو سره د سولې روان بهیر پر وړاندې د ولسمشر غني احساسات را وپاروي.

پایله: د افغانستان حکومت د رسنیو دفتر د خلیلزاد له خوا غني ته د یاد لیک استول ردوي او شنونکي یې هم ناسم بولي، خو په کابل کې د امریکا سفارت په داسې حال کې په دې اړه څه نه وایي چې د راپورونو له مخې، غني له خلیزاد سره لیدنه هم رد کړې وه. خو د امریکا سفارت له خوا د ځواب نه ویلو او د ادعا د رد لپاره د ثبوت د نه شتون له امه په پرېکنده توګه نه شو ویلای چې د یاد لیک په اړه شوې ادعا سمه او یا ناسمه ده.

پرېکړه: د زلمي خلیلزاد له خوا ولسمشر غني ته د لیک استول یوه ناثابته شوې ادعا ده.

احمد صهیب حسرت 

Hits: 4632

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…