ټویټري اوازې - جنوري 4, 2021

حکومت: د مرکچي پلاوي غړو ته د ۱۴زره ډالرو معاش ورکولو اوازه ناسمه ده

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۹): حکومت هغه اوازې چې ګواکې د افغان دولت د مرکچي پلاوي هر غړی تر ۱۴زره امریکايي ډالرو میاشتنی معاش لري، ناسمې بولي خو د مرکچي پلاوي د غړو د معاش اندازه نه مشخصوي.

اوازه:

له تېرې ورځې راهیسې ځينو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د افغان دولت د مذاکراتي ټېم هر غړی تر ۱۴۰۰۰ امریکايي ډالرو میاشتنی معاش او یو شمېر امتیازونه هم لري، خو هیڅ یوه د دغو معلوماتو سرچینه نه ده مشخصه کړې.

د افغانستان ملت ګوند مشر جعفر مهدوي پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: “د مرکچي پلاوي هر غړي ته میاشتنی ۱۴زره امریکايي ډالر معاش او ۳۵۰ ډالره ورځنۍ سفر خرڅه ورکول (البته د ځينو ادرسونو له خوا د مذکراتو بهیر اوږدولو لپاره مادي امتیازات ردوو!) به د سولې خبرو بهیر اوږدېدو او د یادو خبرو سرعت لپاره د انګېزې کموالي لامل نه شي؟! په داسې حال کې چې په افغانستان کې «کربلا» جوړه ده.”

احمد ختیځ پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: ” د سولې په نوم خبرو دویم پړاو د فاسدې ادارې لاش خورو غړو په ۱۴زره امریکايي ډالر میاشتني معاش او د ۳۵۰ ډالرو په ورځني لګښت سره راتلونکې اوونۍ په دوحه کې پیلېږي.”

محمد حسین یعقوبي پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: “که دا خبر رښتیا وي، د سولې خبرو اوږدېدل یې مسلم حق دی. بابا! ۳۵۰ ډالره ورځنۍ خرڅه او ۱۴زره امریکايي ډالره میاشتنی معاش. ”

د ټولنیزو رسنیو ځینو نورو کاروونکو هم لیکلي چې د یاد پلاوي غړي ۱۴زره امریکايي ډالر میاشتنی معاش او نور امتیازونه لري.

د اوازې رد:

د ولسمشرۍ ریاست مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان دولت مذاکراتي پلاوي غړو د معاش اړوند اوازې ناسمې او بې اساسه دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي: “په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان اسلامي جموریت د مرکچي پلاوي غړو د معاشونو اړوند اوازې په بشپړه توګه ناسمې دي او حقیقت نه لري. په داسې شرایطو کې چې خلک د سولې تمه لري او دغه دروند مسوولیت د مذاکراتي ټېم د غړو پر غاړه اچول شوی، د پلاوي پر وړاندې منفي تبلیغات، د سولې د دښمنانو په ګټه دي او په هېواد کې ثبات ته زیان رسوي، دغه کار د خلکو او مذاکراتو پر مېز د خلکو د استازو ترمنځ د واټن رامنځته کولو لپاره ترسره شوی. تمه ده چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان شریف ملت د سولې د دښمنانو د رواني جګړې قرباني نه شي.”

پژواک د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ویاندې ناجیې انوري د یاد پلاوي د معاش د اندازې په اړه وپوښتل خو نوموړې په دې اړه معلومات ورنه کړل.

د مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي هم له اماج نیوز سره په خبرو کې د یاد پلاوي غړو ۱۴۰۰۰ ډالر میاشتني معاش اوازې رد کړې او له جزئیاتو پرته یې ویلي: ” موږ ډېر معاش نه لرو او امتیازات مو هم د دولت له یوه مامور سره برابر دي.”

د یادونې ده، د طالبانو او افغان دولت مرکچي پلاوو، له ۸۰ ورځو خبرو وروسته د سولې پر طرزالعمل موافقه وکړه او دواړو لورو د مشورې لپاره یادې خبرې د درېیو اوونیو لپاره وځنډولې، ټاکل شوې د یادو خبرو دویم پړاو د مرغومي په ۱۶مه په دوحه کې پیل شي.

احمد شاه عرفانيار

Hits: 6562

Check Also

ولسمشر غني ته د کاناډا له خوا د سياسي پناهندګي ادعا ناسمه ده

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۹): د کاناډا لومړي وزیر له خوا ولسمشر غني ته د سياسي پناهندګي موضوع…