ناسم - دسمبر 24, 2020

طالبان: پر بهرنيانو د بريد په اړه د طالبانو په نوم خپرې شوې پاڼې جعلي دي

کابل (پژواک، ۴ مرغومى ٩٩) : طالبانو هغه خپرې شوې پاڼې جعلي بللې دي چې ګواکې طالب وسله والو ته ويل شوي چې په افغانستان کې پر مېشتو امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو دې بريدونه وکړي.

پژواک اژانس داسې پاڼې او يو غږ ترلاسه کړي چې په کې په فراه او کندهار ولايتونو کې طالب وسله والو ته ويل شوي چې پر بهرنيانو بريدونه پيل کړي، ځکه چې هغوى پر طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

په ځينو پاڼو کې د طالبانو د فراه ولايت د نظامي کمېسيون له خوا ليکل شوي: “و ټولو مجاهدينو ته اسلام عليکم ورحمته الله و برکاته: هر مجاهد بايد چې هر رقم کولای سي و امريکايانو ته کار جوړ کړي، په نښه دې کړي زموږ د خوا پوره اجازه ده.”

دغه راز، په يو بل مکتوب کې د طالبانو د فراه ولايت د نظامي کمېسيون له خوا ليکل شوي: “د فراه ولايت ټولو مجاهدينو ته خبرتيا! د مشرتابه د هدايت پر اساس ټول مجاهدين دې بهرني ځواکونه خپل تر وسه پورې په نښه کړي. ”

د دغې پاڼې په وروستۍ برخه کې د مولوي عبدالصمد فاروقي ترڅنګ دوو نورو کسانو هم لاسليکونه کړي دي.

دغه راز په يوه غږ کې چې پژواک اژانس ترلاسه کړى، يوکس طالبانو ته وايي چې په کندهار کې امريکايانو پر دوى بمبارۍ کړې دي، اوس دې دوى هم پر امريکايانو بريدونه پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيوکې امريکايي ځواکونو په فراه، هلمند او کندهار ولايتونو کې پر طالبانو هوايي بريدونه وکړل او زياته مرګ ژوبله يې ورته واړوله.

امريکايي ځواکونو ويلي چې دا بريدونه يې د دوحې له تړون سره سم له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه کړي دي.

خو طالبانو د دغو هوايي بريدونو په غبرګون کې ويلي چې دا له دوحې تړون څخه په سرغړونه په غير نظامي او غير جنګي سيمو کې ترسره شوي چې د طالبانو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله په کې اوښتې ده.

د يادونې ده چې د ١٣٩٨ کال د کب په ١٠مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شو، په دغه تړون کې راغلي چې امريکايي ځواکونه به د يوه مهالوېش له مخې له افغانستانه وځي او طالبان به پرې بريدونه  نه کوي.

دغه راز د تړون له مخې، امريکا به هم پر طالبانو بريدونه نه کوي، خو د اړتيا پر مهال به له افغان ځواکونو څخه دفاع کوي.

ټولنيزې رسنۍ

د مرسل نظامي په نوم يوې مېرمنې په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي: “د جګړې دوام، تاوتريخوالى او د طالبانو له خوا د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د مرګونو شب نامو خپرول د دې لامل شوي چې لسګونو کسانو خپل کورونه پرېيښي او د دغه ولايت نورو سيمو ته کډوال شوي دي.”

هغې زياته کړې: “جګړه زموږ د رزګونو وطنوالو د بې ځايه کېدو لامل ده.”

د طالبانو رسمي څرګندونې

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دوى په نوم پورته يادې شوې پاڼې او خپور شوى غږ ټول  جعلي وبلل.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ” زموږ اعلاميې زموږ له رسمي ادرسونو څخه نشرېږي ”

پژواک اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د امريکايي ځواکونو نظر هم واخلي، خو په دې کار کې بريالى نه شو.

بلخوا بي بي سي راډيو د روان لمريز کال د لېندۍ په ٢٤مه، په قطر کې د دوو طالب سرچينو په حواله خبر ورکړى و، چې که امریکا په پاتې شپږو میاشتو کې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه ونه باسي، نو دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.

احمدشاه عرفانيار

Hits: 4850

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…