سم - دسمبر 26, 2020

«د کرونا ناروغي د دولت تبلیغات نه، بلکې واقعیت دی»

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ٩٩): ځينې افغانان اوس هم په دې باور دي چې کوویډ ــ ۱۹ د زکام ناروغۍ نوی نوم دی او دولت یې خطرناکه معرفي کوي، خو متخصصین کرونا ناروغي له عادي زکام سره متفاوته ګڼي او وايي چې کرونا د دولت تبلیغات نه، بلکې واقعیت دی.

په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ لومړۍ پېښه د ۱۳۹۸ کال په کب میاشت کې ثبت شوه. له هغې وروسته تر اوسه (د مرغومي درېیمه) په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ ۵۱۳۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې ډلې ۲۱۲۶ کسان ترې مړه او ۳۹۹۲۰ کسان ترې بېرته رغېدلي دي، خو ثبت شوې شمېرې له حقیقي شمېرو سره توپیر لري، ځکه شاوخوا ‎څلور نیمې میاشتې مخکې د عامې روغتیا وزارت یوې سرورې ښودلې وه چې په افغانستان کې له لس میلیون ډېر کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

په ورته وخت کې اوس هم ځينې کسان باور لري چې کرونا ویروس نشته.

اوازه: کوویډ ــ ۱۹ د زکام ناروغۍ نوی نوم دی او د درملنې لپاره یې د درد ضد درمل کفایت کوي. په دې اړه هر څه دولتي تبلیغات دي. دولت هڅه کوي چې یاده ناروغي یو ډول خطرناک شی وښيي. د لاسونو مینځلو او ټولنیز واټن ته اړتیا نشته.

د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د کاکړي اوسېدونکي عبدالله احدي وویل، د دغه کلي اوسېدونکي د کرونا ناروغۍ پر موجودیت باور نه لري او هره ورځ سنتي محفلونه ترسره کوي.

هغه زیاته کړه: “موږ کلیوال خلک یو، اصلا پر کرونا عقیده نه لرو، هره ورځ پهلواني او د شپې ناستې جوړوو او خلک د کرونا پروا نه لري، ځکه یو عادي زکام دی. یوازې رییسان او والیان غواړي له دې لارې پیسې ترلاسه کړي، که زکام هم شو ځو یوه تخته پرستامول اخلو او بېرته رغېږو، د لرې پرتو کلیو خلک بېخي کرونا نه پېژني.”

د هرات اوسېدونکي فرید احمد زیاته کړه: “زما په نظر لکه څومره چې ویل کېږي کرونا دومره خطرناکه نه ده، زه فکر کوم کرونا یوه پروژه ده او هر وخت چې دولت کم خرڅه کېږي بیا وايي چې کرونا زیاته شوې، څو له دې لارې له نړیوالې ټولنې مرسته ترلاسه کړي، کرونا یو عادي سردرد دی او هېڅ د تشویش وړ نه دی.”

دغه راز د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکي سمین ګل وویل: “زموږ په ولسوالۍ کې هېڅوک پر کرونا باور نه لري او ان څوک چې ماسک ولري ملنډې پرې وهي او ټول په دې باور دي چې کرونا نشته او ټول دروغ دي.”

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی غلام سخي هم په دې باور دی چې د کوویډ ــ۱۹ ناروغي دومره هم خطرناکه نه ده لکه خلکو ته چې ویل کېږي.

هغه زیاته کړه: “شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې سخت زکام شوم، د کرونا ټولې نښې مې درلودې او پر ما د زکام غوندې تېر شو، وروسته بیخي ډاډه شوم چې کرونا مرونا نشته او حکومت خلک ډاروي.”

حقیقت: روغتیايي متخصصین وايي چې زکام او کوویډــ۱۹ دواړه تنفسي ناروغۍ دي خو د بېلا بېلو ویروسونو له امله رامنځته کېږي. د دوی په خبره کوویډــ۱۹ د کرونا ویروس له امله او زکام بیا د انفولانزا ویروس له امله رامنځته کېږي.

د سر دروندوالی، تبه او لړزه، ټوخی، له پزې اوبه تلل، زړه بدوالی او نفس تنګي د کرونا ناروغۍ او تبه، ټوخی، ستړیا او سردرد د زکام نښې دي، دا نښې یو بل ته ډېرې ورته دي او عام خلک يې په مشکله په توپیر پوهیدلی شي.

د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د عمومي داخلې ناروغیو پروفیسور نبیل پاکطین وویل، عادي زکام له کرونا ناروغۍ سره توپیر لري او د هغو کسانو باور ناسم دی چې کرونا ناروغي عادي زکام ګڼي.

نوموړي وویل، کرونا دولتي تبلیغ نه بلکې برعکس دولت غواړي د کرونا ویروس خپرېدل په ډېره کمه کچه ښکاره کړي، په داسې حال کې چې افغانستان د دغې ناروغۍ له دویمې څپې سره مخ دی.

د هغه په خبره، له کوویډ١٩ ناروغۍ سره ناروغ معمولا ساه لنډي، تبه، ټوخی، د سینې سوزش او د بدن د غړو درد لري او ځینې وخت د ستوني درد او د پزې بهیدنه هم ورته پیداکېږي.

ډاکتر پاکطین وویل، کرونا د زکام په پرتله شدید درد او تبه لري په داسې حال کې چې د زکام ناروغان کم پرنجی او ټوخی لري او په ډېره کمه اندازه تبه او د ځان درد ورسره مل وي.

هغه دغه راز وویل، د زکام ناروغان ساه لنډي نه لري او زکام له یوې تر درېیو ورځو دوام لري په داسې حال کې چې د کرونا ناروغۍ نښې په عادي حالت کې تر ۱۴ ورځو دوام پیدا کوي.

د ناروغ تجربه: عادي زکام له کرونا سره ډېر توپیر لري

هدایت الله راشد چې له کرونا ناروغۍ بېرته رغېدلی هم وویل چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په دې ناروغۍ اخته و او تبه، وچ ټوخی، د ستوني درد، زکام، د بدن د غړو درد او ساه لنډي یې درلوده.

هغه زیاته کړه: “زما درد دومره شدید و چې ان په ناسته مې لمونځ نه شو ادا کولی او سجده مې نشوای کولی، فکر مې کاوه پښې مې فلج دي او د شپې له خوا مې تبه ډېره سختېدله.”

هغه وویل: ” د کرونا پر مهال مې ساه لنډي درلوده، د شپې له خوا چې ویده کېدم ساه مې ډېره لنډېدله، بیا د خوب له خونې بهر وتلم، پیاده روي مې کوله، د ساه لنډۍ له امله مې خوب نه شو کولای.”

د هغه په خبره، له دې ناروغۍ مخکې یې زکام هم تېر کړی او په دې ناروغۍ کې یې هم د ستوني درد، زکام، او کمه تبه درلوده، خو دغه نښې د کرونا په اندازه شدیدې نه وې او ساه لنډي یې هم نه درلوده.

دغه راز نوموړي وویل، د زکام ناروغۍ له ښه کېدو وروسته د بدن د غړو درد له منځه ځي، خو د ده د تجربې له مخې، د کرونا درد او خستګي تر ډېره پاتې کېږي.

عامې روغتیا وزارت: کرونا دولتي تبلیغات نه، بلکې واقعیت دی

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري د خلکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې کرونا نشته، حکومت خلک ډاروي، له نړیوالې ټولنې څخه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره دغه ناروغي خطرناکه ښکاروي او ټینګار کوي چې زکام یوه عادي ناروغي ده خو کوويډ ــ۱۹ عادي ناروغي نه ده.

هغه زیاته کړه چې د کرونا ناروغي په ډېری کسانو کې په خفیف شکل یا د زکام په څېر تېرېږي خو کوویډ ــ۱۹ کولای شي ډېر عمر لرونکي کسان زیانمن او ان د هغوی د مړینې لامل شي.

د هغه په خبره، د کرونا ناروغۍ په لومړیو کې داسې ذهنیتونه موجود و چې کرونا ناروغي عادي زکام دی خو د دغې ناروغۍ له شدت او مړینو وروسته خلکو ومنله چې کرونا ویروس موجود دی او له عادي ناروغۍ سره توپیر لري.

هغه له خلکو وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي لارښوونې مراعات شي.

دغه وزارت سپارښتنه کوي چې د کرونا ویروس د مخنیوي تر ټولو ښه لار په اوبو او صابون څو څو ځله د لاسونو مینځل، د ماسک کارول او تر دوو مترو پورې ټولنیز واټن مراعاتول دي.

احمد صهیب حسرت


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 8334

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…