ناسم - دسمبر 23, 2020

پر کرونا ناروغانو د «سیټریزین» مثبتې اغېزې علمي اساس نه لري

فراه (پژواک، ۱ مرغومی ٩٩): د کرونا ناروغانو لپاره د «سیټریزین» کارولو د ګټورتوب او د کلینیکي قضاوت پر اساس د ځینو ډاکټرانو له خوا د هغه د ورکولو اوازه په داسې حال کې خپره شوې چې علمي بنسټ نه لري.

روغتیايي متخصصین وايي، سیټریزین هایدروکلورایډ (Cetirizine Hydrochloride) یا سیټریزین اېچ سي ایل(Cetirizine Hcl) چې په خلکو کې په سیټریزین مشهور دي، د حساسیت د له منځه وړلو درمل دي او د ډاکټر له سپارښتنې پرته باید ونه کارول شي.

د دوی په خبره، دغه درمل چې تجارتي نوم یې زایرتیک (Zyrtec) او عمومي یا جنیتیکي نوم یې سیټریزین (Cetirizine) دی، د حساسیت د نښو لکه د سترګو او پزې بهېدنې، د سترګو یا پزې بخار، ټوخي او کهیر (د حساسیت یو ډول ناروغي ده)  د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي.

د کرونا ناروغانو لپاره د دغه درملو د ګټورتوب اوازه شاوخوا یو کال مخکې په افغانستان کې تر کرونا ناروغۍ وروسته خپره شوه، له دې اوازې وروسته د یادو درملو بیه په ځینو سیمو په ځانګړې توګه فراه ولایت کې لس برابره لوړه شوه او ځینې ډاکتران اوس هم دغه درمل د کرونا ناروغانو لپاره د زکام د درملنې لپاره کاروي.

د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکو پژواک ته ویلي چې دغه اوازه د کرونا ویروس د لومړۍ څپۍ پر مهال په شفاهي ډول په یوه اوونۍ کې په ټول ولایت کې خپره شوه او له خپرېدو وروسته د یو پاکټ سیټریزینو بیه له لس افغانۍ څخه ۱۰۰ افغانۍ ته لوړه شوه او ان په ځينو درملتونونو کې نه پیدا کېږي.

د فراه ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي غلام حیدر خان وویل، په هغو ورځو کې به یې هر چاته ویل چې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره سیټریزین ګټور دي.

غلام حیدر وویل: “دا چې په هر ځای کې به مې د سیټریزینو په اړه اورېدل، خپله هم مجبور شوم چې بازار ته لاړ شم او سیټریزین واخلم، خو له اخیستو یوه اونۍ وروسته پر کرونا اخته شوم او اخیستل شوي درمل مې په درېیو ورځو کې خلاص کړل، کله چې دویم ځلي درملتون ته لاړم، د یو پاکټ سیټریزینو بیه له ۱۰ افغانیو څخه ۱۰۰ افغانیو ته رسېدلې وه.”

هغه زیاته کړه، درې پاکټه سیټریزین یې په ۳۰۰ افغانۍ وپېرل، خو د ناروغۍ په درملنه کې ګټور نه وو.

نوموړي د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

د فراه ښار بل اوسېدونکي عبدالرحمن وویل: “د کرونا ویروس د لومړۍ څپې د خپرېدو پر مهال د خلکو ترمنځ اوازه خپره شوه چې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره سیټریزین درمل ګټه لري، هره کوڅه او هر بازار کې همدا کیسې روانې وې او خلکو په بیړه له درملتونونو سيټریزین اخیستل.”

نوموړي زیاته کړه، ده هم یاد درمل ترلاسه کړي وو او د دې اوازې تر خپرېدو وروسته د یو پاکټ سیټریزینو بیه له ۱۰ څخه ۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوه او ان په ځینو درملتونونو کې نه پیدا کېدل.

د فراه یادو او ځینو نورو اوسېدونکو وویل، د سیټریزین له تابلیتو استفاده ګټوره نه ده او د پېر او په بازار کې د کمېدو پر مهال یې د وخت له ضایع کېدو او تشویش پرته نور څه نه و.

په ورته وخت کې په فراه ښار کې یوه درمل پلورونکي احمد جیلان پژواک ته ومنله چې د کرونا ویروس د لومړۍ څپې د خپرېدو پر مهال په فراه ولایت کې د یو پاکټ سیټریزینو بیه ۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوه، خو یو څه موده وروسته بېرته ټيټه شوه او اوس یو پاکټ په ۱۵ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي سید نصیر وویل: ” شاوخوا یوه میاشت مخکې یې د کورنۍ څو غړي پر کرونا اخته شول، خلکو ویل سیټریزین ګټه لري، یو پاکټ مې په ۳۰ افغانۍ واخیستل او له ډاکتر سره مې هم مشوره وکړه، ډاکتر ویل چې یاد درمل د ناروغ لپاره ښه دي، د ځینو ستونزو مخه نیسي او د مریضي شدت کموي.”

په کابل کې درمل پلورونکي وايي چې د یو پاکټ سیټریزینو بیه د کمپنۍ جوړښت ته په پام توپیر لري او له ۱۰ څخه تر ۳۰ افغانیو پلورل کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي بصیر وویل: ” شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په ټولنیزو شبکو کې اوازه خپره شوه چې ګواکي سیټریزین تابلیت د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره ګټور دي، ما او یو شمېر نورو همکارانو مې دغه درمل سره له دې چې قېمته شوي وو، څو بستې واخیستل څو د اړتیا پر مهال ترې استفاده وکړو، خو وروسته وویل شول چې یاده موضوع حقیقت نه لري.”

د ډاکټر له سپارښتنې پرته دې درمل نه کارول کېږي

د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د عمومي داخلې ناروغیو پروفیسور نبیل پاکطین پژواک ته وویل: “ډېری ډاکټران د سیټریزینو په اړه کلینیکي قضاوت کوي، نظر خپلې تجربې ته چې مخکې به یې د تنفسي ناروغانو لپاره توصیه کول، اوس یې هم د همدې تجربې په اساس ناروغانو ته سپارښتنه کوي.”

هغه زیاته کړه: “د کرونا ناروغانو لپاره د سیټریزینو استفاده ناسمه ده، ځکه علمي اساس نه لري او تر اوسه د کرونا ناروغۍ درمل نه دی کشف شوی.”

د هغه په خبره، تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول څېړنه نه ده ترسره شوې او نه هم په دې اړه اسناد او شواهد شته چې سیټریزین درمل دې کوم ویروسي تاثیر ولري.

په فراه ولایت کې د داخلي ناروغیو متخصص ډاکتر مهتاب الدین نوروزي وویل: ” سیټریزین هغو کسانو ته ورکول کېږي چې نفس تنګي، ټوخی او تبه ولري او په بدن کې د افرازاتو د مخنیوي او التهابي جریان د بندېدو لامل کېږي.”

هغه زیاته کړه، دغه درمل د کرونا د هغو ناروغانو لپاره چې شکر ناروغي نه لري، ځکه توصیه کېږي چې د زکام د کنټرول لپاره ګټور دي، خو هغه وویل، دغه درمل د کرونا ناروغانو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان په لېست کې نه دي شامل او سیټریزین باید د کرونا ویروس ضد درملنو په نوم استفاده نه شي.

هغه زیاته کړه، د دغه درملو په خپلسر کارونه د خولې د وچېدو، ناارامۍ، د معدې د درد، اسهالاتو او… لامل کېږي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې د فراه د عامې روغتیا ریاست څخه د دې اوازې د خپرېدو او د دغه ډول اوازو د مخنیوي په اړه د خلکو د غوښتنې ځواب ترلاسه کړي، خو اړوند مسوولین په دې اړه مرکې ته تیار نه شول.

په فراه کې د کرونا روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف زلال وویل: “د مرکز د لارښوونې مطابق موږ د کرونا اړوند مسایلو په اړه د مرکې اجازه نه لرو.”

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري وویل، سیټریزین درمل د کرونا ویروس لپاره ګټه نه لري، ځکه سیتریزین د حساسیت درمل دي.

د هغه په خبره، عامې روغتیا وزارت تل له خلکو غواړي چې هېڅ درمل په خپلسر او د ډاکتر له مشورې پرته ونه کاروي، ځکه هر ډول درمل جانبي عوارض لري.

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال د عامه پوهاوي په برخه کې یو لړ ستونزې موجودې وې، خو اوس یاد وزارت په دې برخه کې موجود پروګرامونه منظم کړي دي.

بنيامين بارز


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 4765

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…