فېسبوکي اوازې - دسمبر 16, 2020

حقيقت موندنه: د موقت حکومت په تړاو تر اوسه د قطر خبرو کې بحث نه دى شوى

کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٩): په يو شمېر ټولنيزو شبکو کې يو ځل بيا د موقت حکومت د جوړېدو خبرې ګرمې او دا ځل د پخواني سناتور عبدالحنان حقويون نوم هم د مشرۍ لپاره يې اخيستل کېږي، خو حکومت او طالبان دمګړۍ د موقت حکومت خبره ردوي.

خو له کله راهيسې چې په قطر کې د سولې خبرې او هلې ځلې پيل شوې، په کراتو په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو موضوع د ځينو ډلو، ګوندونو او اشخاصو له خوا مطرح شوې، خو حکومت او طالبانو تر اوسه د موقت حکومت مسله ردوي.

په ورته وخت کې د ټولنيزو شبکو د يو شمېر کاروونکو له خوا د افغانستان د موقتې ادارې د رييس په توګه ځينې کسان معرفي شوي، خو بيا وروسته دغه مسلې رد شوې دي.

دا ځل د ټولنيزو شبکو کاروونکو د مشرانو جرګې پخوانى غړى عبدالحنان حقويون د افغانستان د موقتې ادارې د رييس په توګه معرفي کړى دى.

د مشر عبدالحنان حقويون ملاتړي په نوم په يوه فيسبوک پاڼه کې راغلي چې د افغان سولې خبرې له حساس پړاو څخه تېريږي، د امريکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې په افغانستان کې د موقت ادارې په رامنځته کېدو هم موافقه شوې ده.

سرچينه ليکي: «اوس چې د طالبانو او افغان دولت پلاوو تر منځ مخامخ خبرې روانې دي، د موقتې ادارې د رياست لپاره د پردې تر شا د طالبانو او امريکا ترمنځ هم د موقتې ادارې مشرتابه لپاره په څو کسانو جدي بحثونه روان دي. ملا عبدالغني برادر، پخوانی سناتور عبدالحنان حقويون، پخوانی جمهور رييس حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، معصوم ستانکزی او محمد عمر داوودزی هغه کسان دي چې په زيات احتمال د موقتې ادارې د مشرتابه لپاره يې د کشالې د ښکېلو اړخونو په توافق يو ترې وټاکل شي.»

په ياده فېسبوک پاڼه کې ليکلي شوي چې د موثقو سرچينو په حواله، له پورتنيو اشخاصو څخه د طالبانو له لوري د عبدالحنان حقويون په اړه شين چراغ ښودل شوى دى.

سرچينه زياتوي: «حال دا چې د نوموړي په ټاکلو کې ځينې ګاونډي هېوادونه ملاحظات هم لري ولې نوموړی چې په داخلي جګړو کې يې لاس نه درلود او د جهادي رهبر استاد سياف او نورو ډېرو سياسي او جهادي څېرو ملاتړ له ځان سره لري، د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د يو بې طرفه شخص په توګه پېژندل شوې څېره ده؛ په زيات احتمال چې نوموړی به د راتلونکې موقتې ادارې مشرتابه لپاره غوره شي.»

دغه راز، دغه خبر د واټسپ په ځينو ګروپونو کې هم لاس په لاس شوى دى. د خبريالانو او رسنيو د فعالانو په ګروپ کې ليکلي شوي: «د موقت حکومت لپاره نوماند سناتور عبدالحنان حقويون.»

په ياد ګروپ کې د ابراهيمي په نوم کس ليکلي چې سناتور عبدالحنان حقويون د افغانستان د دعوت اسلامي تنظيم په ورته وخت، عبدالحنان حقويون ته يوې نږدې سرچينې پژواک ته وويل چې له عبدالحنان حقويون سره د موقت حکومت د مشرتابه لپاره په رسمي ډول خبرې شوې دي. او د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړی او د موقت جمهوری رياست نوماند.

سرچينه زياتوي: «هم طالبانو او هم حکومت دواړو له حقويون سره خبرې کړې او نوموړی هم د موقت حکومت مشرتابه ته يو له کانديدانو څخه دی.»

دغې سرچينې وويل، د موقت حکومت د مشرتابه لپاره حقويون له نورو نوماندانو غوره دی.

حکومتي مسوولين په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځته کېدو مسله په کلکه ردوي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي پژواک ته وويل چې افغانستان په تېرو ۱۹ کلونو کې د خلکو غوښتنو ته په پام د سياسي نظام د ستنو د ټينګښت په برخه کې د پام وړ پرمختګونه لرلي دي.

خو دى وايي: «په خواشينۍ سره چې ځينې کسان بيا د موقت حکومت داعيه مطرح کوي چې دا خلک د افغانستان د نظام، خلکو او هېواد اصلي دښمنان دي.»

صديقي زياتوي، دوی هيله لري چې افغانستان يو ځل بيا د تيارو، جهل او ناپوهۍ لور ته سوق کړي او هېواد د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدل کړي.

صديقي وايي: «نن زموږ هېواد د پياوړي سياسي ـ ټولنيز ظرفيت لرونکی دی او زموږ خلک له پياوړي شعور څخه برخمن دی؛ هېڅ وخت چا ته دا اجازه نه ورکوي چې تر څو زموږ دښمنان خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي.»

دغه راز، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون پژواک ته وويل: «تراوسه د دواړو طرفونو له لوري يوازې د اجنډا په اړه ياداشتونه تبادله شوي، موږ پر اجنډا يا د اجنډا پر موضوعاتو بحث نه دی پيل کړی؛ نو هر ډول اوازې چې دي هغه تراوسه اساس نه لري.»

دی زياتوي، هرکله چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او د طالبانو مذاکراتي پلاويو پر موضوعاتو او اجنډا بحث پيل کړ، نو وخت په وخت به ټول معلومات د افغانستان له خلکو سره شريک کړاى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د ولسمشر ستر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتيژيکو او عامه اړيکو د ادارې مشر وحيد عمر ويلي و چې د لنډمهاله حکومت او تېر ته ستنېدل، يواځې يو خيال دی.

طالبان هم د موقت حکومت مسله اوازه بولي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم هم په دې اړه پژواک ته وويل: «دا هسې اوازې دي، حقيقت نه لري.»

ځينو نورو د فېسبوک کاروونکو هم يو شمېر نور کسان د موقتې ادارې د مشرتابه په توګه معرفي کړي دي.

افغان خبريال بشير احمد قاساني  خپله فېسبوک پاڼه ليکي چې د طالبانو او سياسيونو ترمنځ د حامد کرزي په اړه هڅې روانې دي تر څو د موقتې ادارې د مشر په توګه وټاکل شي.

بل خبريال پرويز ساپي بيا د قاساني متن او عکس دواړه کاپي کړي او پر خپل پاڼه کې خپار کړي او د موقتې ادارې رامنځته کېدو ته يې اشاره کړې.

بل لورته تر دې وړاندې په افغانستان کې يو شمېر نورو سياسيونو هم د موقت حکومت مسله ياده کړې او ويلي دي چې له روانو ستونزو د خلاصون يواځنۍ لار موقت حکومت دى.

څه موده وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار ويلي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل يواځنۍ لار موقت حکومت دى.

همدارنګه د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني هم په کابل کې د يوې غونډې پرمهال د موقت حکومت پر جوړېدو ټينګار کړى و او ويلي چې بايد موقت حکومت رامنځته شي.

احمد شاه عرفانيار

Hits: 5710

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…