په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یو کس د مړینې راپورونه ناسم دي
ناسم - مارچ 22, 2020

په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یو کس د مړینې راپورونه ناسم دي

کابل (پژواک، ۲وری ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یو کس د مړینې په اړه راپورونه ناسم او بې بنسټه دي.

کورنا ویروس درې میاشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چین کې خپور شو او اوس ۱۶۰ هېوادونو ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله له ۱۱ زرو ډېر کسان مړه او شاوخوا ۲۷۷ کسان پرې اخته دي، یواځې په ايټالیا او چین کې یې له امله له اوو زرو ډېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دوې ورځې مخکې اعلان وکړ چې په ٧ ولایتونو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی او په دغې ناروغۍ لومړی اخته کس تر روغتیا وروسته له روغتونه رخصت شوی دی.

که څه هم یاد وزارت ویلي چې اوس ۱۲ نور موارد هم تر ارزونې لاندې دي، خو تېره ورځ ځینو فېسبوک کاروونکو خبر ورکړی وو چې تېره ورځ په هرات کې د کرونا ناروغۍ له امله یو کس مړ شوی دی.

ناسم اطلاعات

ځينو فېسبوک کاروونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پیغامونه خپاره کړي چې ګواکې په هرات کې پر کرونا اخته یو کس مړ شوی دی.

ډاکتر سلیم عاطف پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ((په هرات کې د کرونا پر ناروغۍ د یوه اخته کس مړینه! پر کرونا ناروغۍ اخته شکمن کس چې د یادې ناروغۍ ټولې نښې په کې موجودې او کور ته یې درې ځله امبولانس ورغلی، روغتون ته د تلو لپاره حاضر نه شو او نن په دغه ولایت کې مړ شو، د یاد کس جنازه هم په غیر تخصصي ډول ترسره شوې ده، د یادې کورنۍ غړو ځکه خپل ناروغ روغتون ته نه لېږداوه چې له کرونا ډارېدل، سبا ټاکل شوې د عامې روغتیا ریاست یاده قضیه وڅېړي او د یادې کورنۍ د غړو د احتمالي قرنطین چارې پیل کړي.))

په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یو کس د مړینې راپورونه ناسم دي

دغه راز لسګونو نورو فېسبوک کاروونکو هم یاده موضوع د وحید پیمان له قوله په خپلو پاڼو پُسټ کړې ده.

خو وحید پیمان چې ډېری فېسبوک کاروونکو د ده په حواله یاد پیغام خپور کړی وو، لیکلي: ((د تېر پوسټ په دوام!))

ما هېڅکله داسې نه دي لیکلي چې پر کرونا ویروس اخته یو کس مړ شوی، د مهربانۍ له مخې لومړى یاد مطلب په غور ولولئ، کله چې یو کس معاینه نه شي او لابراتوار یې پایله مثبت اعلان نه کړي، هېڅکله ادعا نه شو کولای چې نوموړی سل سلنه پر کرونا اخته دی او په همدې توګه نه شو ویلای چې یاد کس سل سلنه پر کرونا اخته نه دی. هغه د کرونا ناروغۍ شکمنې نښې لرلې، ان ځينو ډاکټرانو ویل چې پر کرونا د یا کس د اخته کېدو له ۹۰ سلنه ډېر امکان وو. د خبریالانو موخه د ډار خپرول نه دي، خو د کرونا خطر زموږ په ټولنه کې یو داسې واقعیت دی چې سترګې پرې نه شو پټولای، هغه واقعیت چې تر اوسه زموږ ټولنې نه دی منلی. د هغه پوسټ او خبر موخه دا وه چې خلک باید روغتیايي مرکزونو ته له تلو منکر نه شي. خلک باید کرونا تصور ونه کړي چې کرونا هیولا ده. ۹۰ سلنه ناروغان تر روغتیايي رسېدنې وروسته جوړېږي. دغه ناروغ له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې تبه او د ساه لنډي (نفس تنګي) درلوده او ژوند یې له لاسه ورکړ. فرض کړئ چې که خدای ناخواسته پېښه یې مثبته وي، څو نورو کسانو ته به یې زیان رسېدلي وي.

په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یو کس د مړینې راپورونه ناسم دي

سم اطلاعات:

په لوېدیځه حوزه کې ملي ناروغیو ته د ځواب ورکونې او څار برخې مسوول ډاکتر احمد امیر نژاد پژواک ته وویل، د یاد مړ شوي کس په اړه د روغتيايي ټيم څېړنې ښيي چې یاد کس د نفس تنګۍ د ناروغۍ له امله چې له ډېرو کلونو راهیسې یې درلوده، مړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، مړ شوی کس دغه راز ایران یا کوم بل ځای ته سفر نه وو کړی او هېڅ بوختیا یې نه لرله او په کور کې ناست و.

هغه له رسنیو او ځینو ډاکټرانو وغوښتل چې له اسنادو او شواهدو پرته داسې راپورونه خپاره نه کړي چې د خلکو تر منځ ډار خپروي.

بلخوا د مړ شوي کس زوی خلیل احمد پژواک ته وویل: ((دا چې ځينو رسنیو اوازې خپرې کړې، ښه کار نه دی، له دې امله خپه شو چې دغه ډول اوازې یې خپرې کړې.))

هغه وویل، پلار یې نفس تنګي ناروغۍ درلوده چې د وینې فشار د لوړېدو له امله یې د زړه سکته کړې ده.

هغه وویل، د هرات له حوزوي روغتونه یو روغتیايي ټيم راغى او له څېړنو وروسته روښانه شوه چې پلار یې کرونا ناروغۍ نه لرله.

د یاد کس لور بنفشې هم پژواک ته وویل، ځينې رسنۍ د سوژې پیدا کولو په لټه کې دي، که پلار یې کرونا ناروغي درلودی، دوی یې خپله درملنه کوله.

بنفشه چې د ژورنالېزم یې له پوهنځي فارغه ده، په داسې کې چې د پلار په مړینه یې ژړل، وویل، رسنیو ته اجازه مه ورکوئ چې زموږ د کورنیو په ابرو لوبې وکړي.

په ورته وخت کې ډاکتر امیر نژاد چې د یادې موضوع  د څېړونکي ټيم غړیتوب هم لري، پژواک ته وویل: ((زه د فضل احمد د مړینې د څېړونکي ټيم غړی یم، په یاد کس کې د کرونا ناروغۍ هېڅ شکمنه پېښه نه وه، څېړنو ښودلې چې یاد کس نفس تنګي ناروغي درلوده.))

بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحیدالله مایار په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یوه کس د مړینې په اړه ویلي چې د دغه وزارت رسمي شمېرې د کويد ١٩ویروس له امله د هېڅ کس د مړینې واقعه نه لري.

په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یو کس د مړینې راپورونه ناسم دي

د حقیقت موندنې پایله

پژواک خبري اژانس په یوه نوي پروګرام کې د کرونا ویروس په اړه خپرې شوې اوازې څېړي او خلکو ته ښيي چې یاده اوازه د ((سم، لږ سم، نیم سم، لږ ناسم او ناسم)) له کټګوریو په کومه کې راځي.

د دغه اژانس څېړونکې ډله د سرچینو د څرګندونو په اساس وايي چې په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یوه کس د مړینې خبر ناسم او بې بنسټه دی.

خواجه بصیر فطري / فطري / عزيزي

Hits: 7819

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…