د وزارتونو په نوم جوړې شوې جعلي پاڼو ستونزې جوړې کړې دي
فیچري راپورونه - دسمبر 7, 2019

د وزارتونو په نوم جوړې شوې جعلي پاڼو ستونزې جوړې کړې دي

کابل ښار (پژواک،١۶ لیندۍ ۹۸): د پژواک موندنې ښيى چې د ځينو وزارتونو په نومونو جعلي فېسبوک پاڼې جوړې شوې دي چې ناسم معلومات په کې خپرېږي او خلکو ته ستونزې جوړوي.

د حکومت د رسنيو مرکز د معلوماتو له مخې دا مهال افغانستان ټول ٢٣ وزارتونه لري چې وزیران يې د ولسشر له خوا ولسي جرګې ته معرفي کېږي او د تائید رایه اخلي. د فواید عامې وزارت د ټرانسپورت او له نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت د کورنيو چارو وزارت سره مدغم شوي دی.

د پژواک د ټيم د څېړنې پر اساس د وزارتونو په نومونو فېسبوک پاڼې لسګونو ته رسېږي او د يادو ٢٣ وزارتونو له ډلې يواځې د اتو وزارتونو په نومونو کومه جعلي پاڼه د تحقیق پر مهال پرلیکه (انلاین) ونه موندل شوه.

د يادو ٢٣ وزارتونو له ډلې يواځې د لسو وزارتونو رسمي پاڼه تایید (Verified Page) شوې دي، په پاڼه کې ابي نښه په دې معنی ده چې فېسبوک پاڼه تایید کړې او یاده پاڼه د دې ادارې لپاره باوري ده.

په دغو اته وزارتونو کې اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو وزارت، کډوالو او راستنېدنکو چارو، ښارجوړونې، اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت، عدليې او کانونو وزارتونه شامل دي.

په دغه څېړنيز راپور کې د هر وزارت جعلي او اصلي پاڼې له لينکونو سره يوځاى تر بحث لاندې نيول شوې دي.

هغه وزارتونه چې جعلي پاڼې لري

١- ملي دفاع وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

په دې اړه د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان پژواک ته وويل چې د ملي دفاع وزارت په نوم هېڅ جعلي فېـسبوک پاڼه نه ده جوړه شوې.

٢- کورنيو چارو وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

د کورنيو چارو وزارت دغه جعلي فېسبوک پاڼه د يوه شخص له لوري پر مخ وړل کېږي او په دغه پاڼه کې يې ليکلي دي چې د همدې وزارت کارکوونکى دى.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یادې موضوع په اړه پژواک وویل چې د دغه وزارت د جرايمو د مخنيوي برخه هڅه کوي ترڅو د دغه ډول جعلي پاڼو مخنيوي وکړي او ترڅنګ يې په دې اړه د مخابراتو له وزارت سره هم اړيکه نيول شوې ده.

رحیمي زیاته کړه چې د کورنیو وزارت د جرایمو د مخنيوي برخه چمتو ده څو د جعلي فېسبوک پاڼو د مخنيوي برخه کې له نورو هېوادوالو سره هم همکاري وکړي.

هغه وويل:”د کوم کس یا وزارت په نوم جعلي پاڼو جوړول او د خلکو شخصیت ته تاوان رسول جرم دی چې په دې برخې د وزارت د جرایمو برخې ته مو دنده ورکړې چې د داسې کسانو پر وړاندې اقدام وکړي.”

د «پولیس ملى افغان» په نوم ادرس په ټولنیزه شبکه فيسبوک کې فعالیت لري او لسګونه زره کسان یې تعقیبوي، د کورنیو چارو وزارت مسوولین دغه پاڼه جعلي ګڼي او وايي چې له مخابراتو وزارت سره یو ځای یې د دې پاڼې د غیرفعالېدو کار پیل کړی دی. په دې پاڼه کې هره ورځ د لوړ رتبه دولتي چارواکو د ویناوو د وېډیو او انځورونو سره ډېر مطالب او د ملي پولیسو کړنې له خلکو سره شریک شوي دي.

۳ـ بهرنیو چارو وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

په دې جعلي فېسبوک پاڼه کې وروستى پوست د ٢٠١٧ کال د مې په مياشت کې شوى دى چې يواځې يې د وزارت اړوند معلومات او انځورونه خپاره کړي دي.

په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پژواک ته وویل چې اوس مهال د یاد وزارت په نوم کومه جعلي پاڼه نشته دى خو شاوخوا دوه کاله وړاندې يوه جعلي پاڼه وه چې خلکو ته به يې ناسم معلومات وړاندې کول.

د ګران هېواد په وينا د بهرنيو چارو وزارت په وړانديز دغه پاڼه د مخابراتو وزارت لخوا بنده شوې ده.

۴ـ ټرانسپورت وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

د ترانسپورت وزارت په دغه جعلي پاڼه کې وروستى پوست د ٢٠١٨ ميلادي کال د فبرورۍ مياشتې په نهمه نېټه شوى دى.

د ټرانسپورت وزارت د مطبوعاتو برخې امر اشرف حق شناس پژواک ته وویل چې د یاد وزارت په نوم جوړو  شوو پاڼو د له منځه وړلو لپاره څو ځله دوى مخابراتو وزارت ته مکتوب استولی خو لا هم دغه شان پاڼې پاتې او له منځه نه دي وړل شوي.

ده زیاته کړه: ” څو ځله زموږ د ادارې کسان له مخابراتو وزارت سره ناست دي ترڅو جعلي پاڼې له منځه یوسي خو په خواشینۍ سره تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی. “

حق شناس وايي چې له جعلي پاڼو نه ډېرى وخت ناسم معلومات له خلکو سره شریکيږي چې دا کار د اندېښنې وړ دى.

۵ـ لوړو زده کړو وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

د لوړو زده کړو وزارت په نوم دوه جعلي فېسبوک پاڼې جوړې شوې دي.

په يادو پاڼو کې د روان کال د جولاى په مياشت کې هم له خلکو سره معلومات شريک شوي دي، دغو جعلي پاڼو کې يوه يې د کانکور او بله يې هم د لوړو زده کړو وزارت په نوم ده.

د کانکور پاڼه يې ٧٩ زره تعقيبوونکي (فالورز) لري او دغه بله جعلي پاڼه بيا ٢٥ زره تعقيبوونکي لري.

د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو برخې امر محمد اختر عبير پژواک ته وویل چې ځو ځله د دغه وزارت د جعلي پاڼو په اړه د مخابراتو ته مکتبونه استول شوي او هغوئ يو شمېر جعلي پاڼې له منځه وړي دي.

ده زیاته کړه: “څو ځله مو مخابراتو وزارت سره اړیکه ونیوله، تر څو زموږ اصلي پاڼه وریفای کړي چې بالاخره دغه کار وشو. “

د هغه په وينا، که هر څومره دوى جعلي پاڼې له منځه يوسي خو بيا هم يو شمېر کسان نورې جعلي پاڼې جوړوي خو خلک بايد يواځې د وزارت له تاييد شوي (وريفاى) پاڼې څخه استفاده وکړي.

۶ـ عامې روغتیا وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

د دغه وزارت په نوم دوه جعلي پاڼې جوړې شوې دي چې يو يې شخصي کارول کيږي (يوزر) دى او بل يې بيا د وزارت په نوم جوړه شوې پاڼه ده. د عامې روغتيا وزارت مطبوعاتي مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

۷ـ د اوبو او برېښنا وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼې

د اوبو او برېښنا وزارت د جعلي پاڼې چلوونکي ليکلي دي چې دغه پاڼه جعلي ده.

په دې پاڼه کې په وزارت کې د فساد په اړه موضوعات له خلکو سره شريک کړاى شوي دي.

دغه پاڼه په ٢٠١٦ کال جوړه شوې او وروستى پوست په کې په ٢٠١٨ کال کې شوى دى.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند سیر نېک زاد پژواک ته وویل چې اوس مهال په داسې پالیسي کار کوي چې يه ټولنیزو پاڼو کې د یاد وزارت په نوم جعلي پاڼې له منځه یوسي.

نېکزاد وویل: “اوس مهال په دې کار کوم چې یواځې یوه رسمي پاڼه وي او له هغه پاڼې معلومات له خلکو سره شریک شي او نورې پاڼې له منځه ولاړې شي.”

۸ـ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي پژواک ته وویل چې تر اوسه یوه جعلي پاڼه د یاد وزارت په نوم جوړه شوې ده چې د له منځه وړولو لپاره يې اقدام شوى دی.

رستمي وویل: “یاده جعلي پاڼه څو کاله مخکې جوړه شوې خو هېڅ فعالیت نه لري، د مخابراتو وزارت سره مو اړیکه نیولې چې له منځه یې یوسي. “

۹ـ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

په دې جعلي پاڼه کې د مخابراتو  وزارت پر انټرنېټي خدماتو نيوکي شوي دي.

په دې اړه د مخابراتو وزارت وياند شېرشاه نوابي پژواک ته وويل چې دوى يواځې يوه رسمي پاڼه لري که نورې پيدا کړي نو له منځه يې وړي.

۱۰ـ مالیې وزارت

اصلي پاڼه  

جعلي پاڼه

د ماليي وزارت په نوم جعلي پاڼه يو شخصي يوزر دى چې له ٢٠١٨ کال وروسته په کې پوسټ نه دى شوى.

په دې اړه د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي پژواک ته وویل چې تر اوسه د یاد وزارت په نوم له کومې جعلي پاڼې سره نه دي مخ شوي.

۱۱ـ د پوهنې وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

یاده پاڼه هم د پوهنې وزارت په نوم جوړه شوې ده او په دغه برخه کې معلومات خپروي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت ته پژواک ته وویل چې د دغه وزارت رسمي پاڼه وریفای شوې او داسې ډېرې پاڼې شته چې د پوهنې وزارت په نوم خپرونې کوي.

نزهت وویل:”د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت سره مو اړیکه نیولې تر څو د پوهنې وزارت په نوم جعلي پاڼې بندې کړي.”

۱۲ـ د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

د کلیو او پراختيا وزارت مرستيال ویاند محمد رفيق جنبش پژواک ته وویل تر اوس مهال د یاد وزارت په نوم هېڅ جعلي پاڼه نه ده جوړه شوې ده.

ده زیاته کړه:”موږ د خپل اصلي پاڼې د وریفای کولو لپاره هڅه کوو تر څو خلک پوه شي چې د وزارت رسمي پاڼه ده.”

۱۳ـ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت په نوم دوه نورې جعلي فېسبوک پاڼې جوړه شوې دی، يوه جعلي پاڼه د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت په نوم جوړه شوې خو يو ځانګړى کس خپل انځورونه په کې خپروي.

د ياد وزارت په نوم دویمه جعلي پاڼه هم جوړه شوې چې يواځې ٣٠ تعقيبوونکي لري او هېڅ پوسټ په کې نه دى شوى.

د یاد وزارت ویاند عبدالوحید خاوري پژواک ته وویل چې په فېسبوک کې يواځې يوه پاڼه د وزارت لپاره فعاليت کوي.

هغه زیاته کړه:” تر اوسه د یاد وزارت په نوم له کومې جعلي پاڼې سره نه دى مخ شوى خو که مخ شي نو د له منځه وړلو لپاره به يې اقدام وکړي.”

۱۴ـ د کار او ټولنیزو چارو وزارت

 اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

د کار او ټولنيزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی پژواک ته وويل چې د یاد وزارت په نوم جعلي پاڼه جوړه شوې ده.

۱۵ـ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت

اصلي پاڼه

جعلي پاڼه

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت هم اصلي او جعلي پاڼې لري، د یاد وزارت د دفتر یو غړي شفیق پژواک ته وويل د دغه وزارت په نوم په فېسبوک کې دوه پاڼې فعاليت کوي خو يوه هم نه ده وريفاى شوى او هغه چې نوم يې په دوو ژبو دی اصلي فېسبوک پاڼه ده او هغه چې نوم يې یواځې په دري ژبه دی جعلي پاڼه ده.

هغه وزارتونه چې جعلي پاڼې نه لري:

۱۶ـ د عدلیې وزارت

اصلي پاڼه

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضيت پژواک ته وویل چې د عدلیې وزارت په نوم ډېرې جعلي پاڼې جوړې شوې دي.

ریاضت زیاته کړه:” د مخابراتو وزارت ته مو ځکه څه نه دي ویلي چې دا جعلي صفحې له منځه یوسي ځکه دوی له ورایه ښکاري چې جعلي پاڼې دي.”

دى وايي چې د مخابراتو وزارت ته يې مکتوب استولی ترڅو د عدلیې وزارت رسمي پاڼه وریفاي کړي.

۱۷ـ د سوداګرۍ او صنايعو وزارت

اصلي پاڼه

د یاد وزارت ویاند سمیر رسا پژواک ته وویل چې تر اوسه د سوداګرۍ وزارت په نوم کومه جعلي پاڼه نه ده جوړه شوې او د دغه وزارت فېسبوک پاڼه وريفاى شوي ده.

۱۸ـ د کانونو او پټرولیم وزارت

 اصلي پاڼه

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند قدیر مطفي پژواک ته وویل چې د یاد وزارت په نوم جعلي پاڼې شته خو د له منځه وړلو لپاره يې هڅې روانې دي.

ده وویل:”د کانونو وزارت په نوم جعلي پاڼې شته ځینې مو خپله له منځه وړې او ځینې نورې مو له مخابرات وزارت څخه غوښتنه کړې چې له منځه یې یوسي.”

۱۹ـ د اقتصاد وزارت

اصلي پاڼه

د اقتصاد وزارت ویاند یونس سالک پژواک ته وویل چې تر دې مهاله داسې کومې پاڼې سره نه دي مخ شوي چې د یاد وزارت په نوم دې جعلي جوړه شوي وي.

۲۰ـ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت

اصلي پاڼه

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ویاند حشمت الله ناصري پژواک ته وویل:”تر اوسه چې موږ څېړنه کړې نو داسې کومې پاڼې سره نه يو مخ شوي.”

ناصري زیاته کړه چې پخوا خپله د وزارت له خوا د فېسبوک څو پاڼې جوړې شوې شوې خو اوس يواځې يوه پاڼه لري.

۲۱ـ د اطلاعاتو او کلتور وزارت

اصلي پاڼه

د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند صابر مومند پژواک ته وویل چې تر اوسه په ټولنیزو رسنیو د دغه وزارت په نوم کومه جعلي پاڼه نه ده جوړه شوې.

۲۲ـ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت

اصلي پاڼه     

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري پژواک ته وویل چې د یاد وزارت په نوم کومه جعلي پاڼه نه ده جوړه شوې او يواځې د وزارت په نوم يوه پاڼه ده چې د وزير د سکرتر له لوري پرمخ وړل کيږي.

یوازې یوه پاڼه د ګدوالو په نوم ده چې د وزیر سکرتر یې کاروي.

۲۳ـ د ښځو چارو وزارت

اصلي پاڼه

د ښځو چارو وزارت مطبوعاتي مسوولينو په دې اړه د پژواک لسګونه اړيکې ځواب نه کړې.

عام خلک: په خواله رسنيو کې د جعلي فېسبوک پاڼو مخه بايد ونيول شي

د فېسبوک کاروونکي سباوون ملکزي پژواک ته وويل چې په فېسبوک کې د يوه وزارت په نوم څو پاڼې فعاليت کوي چې خلک له مشکل سره مخ کوي.

هغه وايي:”د هر وزارت په نوم دوه درې پاڼې دي، که وريفاي وي خو مشکل نه لري پرته له هغه سړى نه پوهيږي په کوم باور وکړي.”

دغه راز د فېسبوک بل کاروونکي ناصر جبارخېل پژواک ته وويل چې د ټولو وزارتونو خو په ځانګړي ډول د امنيتي وزارتونو په نوم خو بايد هېڅ جعلي پاڼې پرې نه ښودل شي.

ده وويل:”د امنيتي وزارتونو په جعلي پاڼو کې ناسم معلومات خپرېږي چې دا بيا خلک له لوى مشکل سره کوي بايد مخه يې ونيول شي.”

شنونکي هم د دې ډول پاڼو جوړول ناسم کار بولي

د چارو شنونکي او فېسبوکي فعال محمد نعمان دوست په دې اړه پژواک ته وويل چې اطلاعات په دوه ډوله دي (کنشي – واکنشي) لومړی هغه دي چې ادارې یې په خپله خپروي او دویم د پوښتنو مقابل کې ترلاسه کیږي.

دوست وايي، هغو هېوادونو کې چې اداري فساد نه وي، ټول اطلاعات ښکاره وي او هر څوک ورته لاس رسی لري نو هلته ستونزې هم نه وي.

ده زياته کړه چې اطلاعات عموما هغه ادارې پټ ساتي چې یا مفسدین په کې وي او یا غیر مسلکي کسان.

دى وايي:” په هر صورت، هره اداره باید پاڼې ولري او په هغه کې پرته له اسرارو نور ټول اطلاعات پراته وي او ورځ په ورځ اپډیټ وساتل شي، ځکه رسنۍ له همدغو پاڼو څخه د سرچینو په توګه استفاده کوي. پاتې شوه د جعلي پاڼو خبره؛ جعل خو په هر څه کې ناروا او غیر قانوني عمل دی او کومې پاڼې چې جعلي وي نو څوک نه پوهیږي چې دا په خپله د اړوندو ادارو لخوا دي او که د ځینو مغرضینو لخوا.”

د دوست په وينا ادارې باید د دغو جعلي پاڼو په باره کې وضاحت ورکړي، که د دوی دي په کوم مقصد؟ او که د دوی نه دي رد دې کړي.

دغه راز د چارو بل شنوونکى او د فېسبوک کارونکى مشتاق رحيم وايي چې په هېواد کې تر اوسه ډېرو کسانو د خواله رسنيو د استعمالولو اخلاق نه دي زده کړي.

هغه وايي:”دلته خلک د ډېرو فالورز او ملګرو د ترلاسه کولو لپاره هرڅه په خپلو پاڼو کې خپروي.”

رحيم د وزارتونو د جعلي پاڼو په اړه وايي چې يو شمېر کسان د وزارتونو له چارواکو سره د شخصي عقدې له مخې د وزارتونو په نومونو جعلي پاڼې جوړوي ترڅو چارواکو ته يې معنوي زيان ورسوي، خو په ټوله کې د جعلي پاڼو جوړول سم کار نه دى.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون: د جعلي پاڼو جوړول جرم دى

د ياد کمېسيون غړي حمدالله ارباب پژواک ته وويل چې د وزارتونو او ادارو په نومونو د جعلي پاڼې جوړول جرم او غیر قانوني کار دی.

هغه وايي چې ادارې او وزارتونه دې باید پلټنې وکړي او د داسې پاڼو مخنیوی دې لپاره دې ګام پورته کړي.

دى ټينګار کوي، وزارتونه او ادارې مکلفې دي چې د خپلو رسمي پاڼو او ویب سایتونو له لارې تازه او نوي معلومات له خلکو سره شریک کړي.

د يادو وزارتونو د اصلي او جعلي پاڼو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند شېر شاه نوابي پژواک ته وویل چې تر اوسه هېڅ وزارت لخوا له دوی سره د جعلي پاڼو د له منځه وړلوړو په موخه اړيکه نه ده نيول شوې.

دی وايي که د وزارتونو له خوا له دوی سره اړیکه ونیول شي نو د دوی به ستونزې حل کړي.

نوابي زیاته کړه چې د جعلي پاڼو جوړول د اطلاعاتو رسولو برخې زیان رسوي او خلک پرې بې باوره کوي.

د يادونې ده، پژواک تر دې وړاندې د ولسمشرۍ د کانديدانو جعلي پاڼو په اړه هم يو څېړنيز راپور خپور کړى و چې کانديدانو او عامو خلکو ډېر خوښ کړى و.

بهشته ارغند

Hits: 10253

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…