یوناما د ټاکنو کمېسیون له کمېشنر مولانا عبدالله سره د قانوني چلند غوښتنه وکړه
سم - نوومبر 11, 2019

یوناما د ټاکنو کمېسیون له کمېشنر مولانا عبدالله سره د قانوني چلند غوښتنه وکړه

کابل (پژواک،۲۰ لړم ۹۸): یوناما د ټاکنو کمېسیون له غړو سره د مولانا عبدلله تر ناوړه چلند وروسته په لیکلې بڼه له نوموړي شکایت کړی او له هغه سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

په هغه شکایت پاڼه کې چې په انګلسي ژبه لیکل شوې او پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، ښيي چې تېره ورځ (د لړم په ۱۹مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي تادامیچي یماماتو د ټاکنو کمېسیون له کارکوونکو سره د یاد کمېسیون د کمېشنر مولانا عبدالله د ناوړه او له سپکاوي د ډک چلند په اړه په لیکلي بڼه شکایت کړی دی.

په یاد شکایت کې راغلي، د لړم د ۱۴مې په ماښام د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د پایلو د جمع بندۍ د ملي مرکز د مسوول بشیر علي مذهب او قوم ته سپکاوی کړی دی.

په دې شکايت کې زياته شوې، کله چې مولانا عبدالله له یاد کارکوونکي سره ناوړه او له سپکاوي ډک چلند کړی، د ټاکنو کمېسیون رییسې او کمېشنرانو، دوو نړیوالو کمېشنرانو چې د رایې ورکولو حق نه لري، د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء مسوولینو او د ټاکنو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د پروژې ټيم (UNESP) غړي هم حاضر وو.

په شکایت کې راغلي، د ناستې پر مهال د ټاکنو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د پروژې ټيم (UNESP) تخنیکي سلاکاران او نړیوال کمېشنران د مولانا عبدالله له خوا د جمع بندۍ د ملي مرکز مسوول بشیر علي ته د مستقیم سپکاوي او له ګواښ د ډکو څرګندونو شاهدان دي.

د ملګرونو ملتونو سازمان دغه ډول کړنه د نه منلو او د ټاکنو قانون د ۱۷ مې مادې خلاف ګڼي.

په ماده کې راغلي، د کمېسیون غړي مکلف دي د هېواد د ملي ګټو په اړه د تصمیم پر مهال د افغانستان د اساسي قانون احکام مراعات او له هر ډول تبعیضي، نژادي، قومي، سیمه ییز، ګوندي، ژبني، مذهبي او جنسیتي فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

په یاد شکایت کې د ټاکنو قانون ۱۶ مې مادې ته چې د ټاکنو کمېسیون د غړو پر عزل یې بحث کړی، هم اشاره شوې ده.

د یادې مادې په ۸ مه فقره کې راغلي، د ټاکنو قانون د ۱۷ مې مادې د حکم نه مراعاتول هم د ټاکنو کمېسیون د غړو د عزل کېدو لامل کېدای شي.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي غړي دې ته په اشاره چې مولانا عبدالله مخکې له دې هم د ټاکنو کمېسیون له غړو سره ناوړه او له سپکاوي ډک چلند کړی، وايي، دا ډول چلند د منلو او زغم وړ نه دی او یاده قضیه باید په جدي ډول وڅېړل شي او مولانا عبدالله سره قانوني چلند وشي.

دغه راز د ټاکنو کمېسیون یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، هم د یاد کمېسیون له یوه غړي سره د مولانا عبدالله ناوړه، له سپکاوي ډک چلند او د هغه ته د مرګ ګواښ تایید کړ او پژواک ته یې وویل، د روانې لړم میاشتې د ۱۴ مې نېټې پر ماښام مولانا عبدالله د ټاکنو کمېسیون له یوه کارکوونکي سره ناوړه او له سپکاوي ډک چلند کړی دی.

هغه دې ته په اشاره چې یاد کاکوونکی شعیه دی، زیاته کړه: «مولانا عبدالله کارکوونکي ته ویلي چې «د امام حسین لمسی نه، د پیغمبر لمسی هم شې، وژنم دې.»

نوموړي وویل چې په همغه شپه د ټاکنو کمېسیو دارالانشاء له یاد کارکوونکي سره د ناوړه چلند پر وړاندې  د اعتراض په توګه کار بند کړ.

بلخوا د پایلو د جمع بندۍ ملي مرکز مسوول بشیر علي پژواک ته وویل چې د مولانا محمد عبدالله له خوا نوموړي ته سپکاوی شوی دی.

هغه زیاته کړه: «هو! د کمېسیون ټول غړي موجود وو چې عبدالله ماته سپکاوی وکړ.»

بشیر علي په دې اړه له زیاتو جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه.

همدارنګه پژواک په دې اړه د یوناما له دفتره معلومات وغوښتل چې هغو داسې ځواب ورکړ: «د افغانستان ټاکنې له نوو ستونزو سره مخامخ دي، په ځانګړې توګه د رایو د شمېرنې په برخه کې، یوناما دفتر متعهد دی چې له ټاکنیزو کمېسیونونو سره په تخنیکي او مسلکي برخو کې همکاري وکړي، نو کمېسیونونه هم باید د افغانستان ټولو قوانینو ته احترام ولري او حساب ورکونکي وي.»

خو د ټاکنو د خپلواک کميسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله د ملګرو ملتونو د سازمان مکتوب ته په اشارې سره وویل: «زه دا مکتوب له سره ردوم او دا ښکاره دروغ دي او هغو کسانو چې ناسم اطلاعات یې شریک کړي، پر اړوندو داخلي او بهرنیو سرچینو دعوه کوم. د نړیوال سازمان نمایندګی دې کوښښ وکړي، د هغو کسانو خبرې چې د یوه یا څو نوماندانو په ګټه کار کوي؛ غوږ ونه نیسي او وروسته له تحلیل او تجزیې دې پرېکړه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې هم د مولانا محمد عبدالله په وسیله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د معلوماتي ټکنالوژۍ د رییس «د وهلو ډبولو» په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوشمېر مسوولینو او مامورانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د دغه کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله د محمد کبیر پناهي په وهلو ډبولو تورن کړی دى. پناهي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوتي ټکنالوژۍ ريیس دی. د ټاکنو خپلوک کمېسیون د دارالانشاء ریاست هم منی چې مولانا محمد عبدالله له پناهي سره «فزیکي» چلند کړى دى. دا پېښه د وږي په ۱۴مه رامنځته شوې ده. پناهي هم د دارالانشاء د ریاست موضوع تاییدوي او وایي چې د مولانا عبدالله د چلند ټول راپور یې د پرېکړې په اړه دارالانشاء ته ته استولی دى. که څه هم هغه په دې اړه ډېر توضيحات ورنه کړل، خو روښانه یې کړه چې هر هغه څه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشاء ویلي، سم دي.

عزيزالله همدرد

Hits: 8702

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…