د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې په ١٢ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرلو بهير مخنيوى کړى
فیچري راپورونه - نوومبر 12, 2019

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې په ١٢ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرلو بهير مخنيوى کړى

کابل(پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د پژواک اژانس موندنې ښيي چې د ٣٤ ولايتونو له ډلې په ١٢ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرلو مخنيوى شوى او د دوه ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې پروسه بشپړه شوې ده.

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه تر سره شوې. په دغو ټاکنو کې خلکو ۱۴ نوماندانو ته رایې ورکړې.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې د تلې په ۲۷ مه او وروستۍ یې د لړم په ١٦ مه اعلان شي، خو وروسته کمېسیون وویل چې لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳ مه او وروستۍ به یې د ليندۍ په ۱۶مه اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي چې د رايو بيا شمېرل به د لړم په ١٩مه پيلوي چې په دې ترڅ کې به د دې کمېسيون په ولايتي دفترونو کې د څه باندې اتو زرو محلونو رايې بيا شمېرل او پلټنه ترسره شي.

خو د ثبات او همپالنې ډلې مشر ډاکټر عبدالله وړمه ورځ د دې بهير د درولو غوښتنه وکړه چې بيا پرون او وړمه ورځ د ډاکټر عبدالله پلويانو په ١٢ ولايتونو کې د دغه بهير د پيل مخنيوى وکړ.

دغه راز د ولسمشرۍ نهو نورو نوماندانو هم پرون د رایو بیا شمېرنې له بهیر سره مخالفت وکړ؛ خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنيزې ډلې د دې بهير ملاتړ کړى دى.

هغه ولايتونه چې د رايو بيا شمېرل يې له خنډ سره مخامخ شوي:

په سرپل، پروان، پنجشیر، جوزجان، سمنګان، غور، بدخشان، دايکنډي، تخار، بغلان، هلمند او فاریاب ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې د رايو د بياشمېرلو مخنيوى کړی دی.

په سرپل کې د ثبات او همپالنې ډلې مشر محمد نور رحماني وايي چې په دغه ولايت کې يې د ټاکنو له کمېسيون غوښتي چې د رايو بياشمېرنې بهير پيل نه کړي، که دا کار وکړي، د هغوى د دفتر دروزه به وتړي.

د سرپل د ټاکنيزو چارو مشر مرتضي عالمي زاده وايي چې د بياشمېرنې پلاوى لا تراوسه دغه ولايت ته نه دى رسېدلى.

هغه وايي چې د ثبات او همپالنې ډلې ترې غوښتي چې دغه پروسه پيل نه کړي، خو دوى به دغه موضوع له مرکزي کمېسيون سره شريکه کړي.

د پروان د ټاکنو کمېسيون د ساحوي دفتر مشر عبدالقهار وهاب صافى تاييدوي چې وړمه ورځ د ثبات او همپالنې ډلې د رايو د بياشمېرنې د ګودام دروازه وتړله او تراوسه تړلې پاتې ده.

د پنجشېر د ټاکنو کمېسيون د ساحوي دفتر مشر غلام حسين شريف هم وايي، د ثبات او همپالنې ډلې د رايو د بياشمېرنې څخه مخنيوى کړى او د ګودام دروازه يې تړلې ده.

د جوزجان د ټاکنو کمېسيون د ساحوي دفتر مشر الماس اورنګ زوى وايي چې د ثبات او همپالنې ډلې دوى ته اخطار ورکړى، که د رايو بيا شمېرنه پيل کړي، لاريونونه به وکړي چې په همدې دليل، دغه بهير يې لا نه دى پيل کړى.

په سمنګان کې د پژواک خبريال وايي چې پرون تر غرمې وروسته د ثبات او همپالنې ډلې کسانو د رايو د بيا شمېرنې مخنيوى وکړ او هغه ګودام چې د رايو صندوقونه په کې وو، وتاړه.

د غور د ټاکنو کمېسيون عملياتي مرستيال محمد نذير نصرت وايي چې پرون سهار يې د رايو بياشمېرنه پيل کړې وه، خو تر غرمې وروسته د عبدالله عبدالله ملاتړو دغه بهير او د کمېسيون دروازه وتړله.

د بدخشان د ټاکنو کمېسيون د بهرنيو اړيکو مسوول انجنير محمد دين خواني وايي، تمه وه چې په دغه ولايت کې د رايو بيا شمېرنه پيل شي او له کابله پلاوى هم راغلى و، خو د ډاکټر عبدالله، حکمتيار او نبيل ملاتړو د دې چارې مخنيوى وکړ.

د دايکنډي د ټاکنو کمېسيون ولايت مسوول امان الله حبيبي وايي، تمه وه چې په دغه ولايت کې د ٦٣ محلونو رايې بيا وشمېرل شي، خو د ثبات او همپالنې ډلې يې د کار مخنيوى وکړ او پرې يې نه ښودل چې دغه بهير پرمخ يوسي.

په تخار کې هم د ټاکنو کمېسيون د دفتر دروازه د ثبات او همپالنې ډلې له خوا تړل شوې او د رايو بياشمېرنې ته اجازه نه ورکوي.

په بغلان کې هم د ثبات او همپالنې ډلې غړو په دغه ولايت کې د رايو د بيا شمېرلو مخنيوى کړى دى.

په ورته وخت کې هم په هلمند ولایت کې د ثبات اوهمپالنې ټیم له خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازه تړلې او د رایو بیا شمېرنې ته اجازه نه ورکوي.

همدا راز د فاریاب د ټاکنو کمېسیون مسوولين وايي چې پرون د رایو بیا شمېرنه پیل شوه، خو تر غرمې وروسته د ثبات او همپالنې ټیم د ناظرینو له خوا د رایو بیا شمېرنه وځنډول شوه.

هغه ولایتونونه چې د بيا شمېرنې بهير په کې پيل شوی دی:

د پژواک اژانس د خبريالانو د راپورونو له مخې په ۲۲ ولايتونو کې د رايو د بيا شمېرنې بهير په نورمال ډول روان دى خو د رایو بیا شمېرنه د يو شمېر نوماندانو له خوا تحریم شوې ده.

په دغو ولايتونو کې باميان، کندهار، خوست، پکتیا، فراه، بادغيس، نيمروز، بلخ، ننګرهار، کاپيسا، ميدان وردګ، زابل، کندوز، پکتيکا، لغمان، نورستان، غزني، اروزګان، هرات، لوګر، کونړ او کابل شامل دي.

دا مهال تر دې دمه د یادوو ۲۲ ولایتونو له جملې څخه د بادغيس او کاپيسا ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې پروسه بشپړه شوې ده.

د باميان د ټاکنو کمېسيون مشر محمد قاسم قسيم وايي، په دغه ولايت کې يې د مرکزي دفتر په لارښوونه د رايو بيا شمېرنه پيل کړه، خو د ډاکټر عبدالله، ګلبدين حکمتيار او نبيل ټاکنيزو ډلو د بياشمېرنې بهير تحريم کړى دى.

په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ایمل عبدالله پژواک ته وویل چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر یې پيل کړی او تر دې مهاله د ۱۰ محلونو رایې شمېرل شوې دي. هغه زیاته کړه، دغه بهیر یې په داسې حال کې پیل کړی چې د عبدالله عبدالله، نبیل او حکمتیار کسانو دغه پروسه تحریم کړې او د کمېسیون د دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي دي.

په خوست کې د رايو د‌ بيا ځلې شمېرنې پروسه د ثبات او همپالنې ډلې او د حکمتيار ډلې تحريم کړې او ګډون يې نه دی په کې کړى.

دغه راز په پکتيا کې هم د ثبات او همپالنې، حکمتيار او نبيل ټاکنيزو ډلو کسانو د رايې بيا شمېرلو بهير تحريم کړى دى.

په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په ٢٠ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل شوې خو په ١٤ نورو کې د نوماندانو له خوا دغه پروسه له ستونزو سره مخ ده.

نورستانۍ زیاته کړه، که نوماندان له دوی سره همکاري ونه کړي، دوی نه شي کولاى چې د لړم په ۲۳ لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

دغه راز د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات پژواک ته وویل چې نوماندانو ته رسمي مکتوب استول شوی ترڅو د رايو د بيا شمېرنې په بهير کې د ټاکنو له کمېسیون سره همکاري وکړي.

د هغه په وينا، که چېرې له رسمې مکتوب سربېره بيا هم نوماندان له دوى سره همکاري ونه کړي، نو امنيتي ځواکونه به د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو ته د رايو د بيا شمېرنې زمينه برابره کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال د بادغيس او کاپيسا ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې پروسه بشپړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ټولې خواوې بايد د ټاکنو پايلې ومني، ترڅو په دغه هېواد د يوه کړکيچ مخنيوى وشي.

بهشته ارغند

Hits: 5917

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…