د درملوګ شرکت د ټاکنو کمېسيون ته د قرنطين او نامعتبرو رايو په اړه وضاحت ورکړ
سم - نوومبر 8, 2019

د درملوګ شرکت د ټاکنو کمېسيون ته د قرنطين او نامعتبرو رايو په اړه وضاحت ورکړ

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۹۸): د درملوګ کمپنۍ له ٨٦زره د زياتو باطل شويو او ١٣٧زره قرنطين شويو رايو په اړه خپلې موندنې د ټاکنو له کمېسيون شريکې کړي او هيله يې څرګنده کړې چې دغه سپيناوى د ټاکنو کمېسيون د قناعت وړ وګرځي.

د درملوګ شرکت هغه مکتوب چې پژواک اژانس ترلاسه کړى، څرګندوي چې د ټاکنو کمېسيون د روان کال د لړم په ١٢مه د يوه ليک په ترڅ کې له دې شرکت څخه غوښتي و چې د ١٣٧زره او ٦٣٠ قرنطين شويو رايو او د ٨٦زره او ٢٢٦نامعتبرو رايو په اړه وضاحت ورکړي.

د درملوګ شرکت يوه ورځ وروسته د دغه ليک په ځواب کې د ټاکنو کمېسيون ته وليکل، چې دوى يو ميليون او ۹۲۹۳۳۳ بايومټريک شوې رايې ثبت او په سيستم کې لري چې په يوه بله د اطلاعاتو په پروسه کې يو ميليون او ۹۲۹۳۳۳ رايې د کمپيوټرکارانو له خوا د رايې ورکولو په محلونو کې د رايې ورکولو د فورمې له نتايجو سيستم ته داخلې شوې دي او د رايې ورکونې د پايلو فورمې د بايومټريک په دستګاګانو کې موجودې دي

پر دوام يې درملوګ روښانه کړه چې په سيستم کې د رايې ورکوونکو د معلوماتو او د کمپيوټرکارانو په وسيله په سيستم کې د داخل شويو رايو ترمنځ د ۱۳۷۶۳۰ رايو په شمېر توپير موجود دى.

په مکتوب کې راغلي:”دغه اندازه (۱۳۷۶۳۰) توپير يواځې په سيستم کې د ټوليزو رايې ورکوونکو او د کمپيوټرکارانو له لوري په سيستم کې د داخلو شويو رايو ترمنځ دى.”

بله خوا د ټاکنو کمېسيون يوه سرچينه چې نه غواړي په راپور کې يې نوم خپور شي، پژواک ته وويل چې په لومړي سر کې له بايومټريک دستګاوو په مستقيمه توګه معلومات مرکزي سرور ته لېږدول کېدل چې دغه بهير وخت نيوونکى و، چې وروسته کمېسيون پرېکړه وکړه چې دغه معلومات د کمپيوټرکارانو له لوري سيستم ته داخل شي.

دغه راز د درملوګ شرکت په مکتوب کې د نامعتبرو رايو اطلاعاتو ته په اشاره ليکل شوي چې ۴۷۵۲۷ رايې د څېرې تکرار، ۵۸۲۲ رايې د ګوتې تکرار، ۳۷۰۰۶ د رايې د نمبر تکرار او ۵۱۴۱ رايې چې دويم ځل سيستم ته داخلې شوي، په دې رايو کې شاملې دي.

ياد شرکت ليکلي چې له ٩٥٤٩٦ نامعتبرو رايو د څو معيارونو په اساس ٩٢٧٠ رايې د اعتبار وړ او (٨٦٢٢٦) نورې بې اعتباره بلل شوې دي.

درملوګ دې ته په اشاره چې د امنيتي ځواکونو د تاييدي رايو له کيلي څخه ناسمه ګټه اخيستل شوې، وويل:”د بايومټريک د پېژندلو په دستګاوو کې د امنيتي ځواکونو د تاييد رايو کيلي د هغوى د موقعيت په نظر کې نيولو په خاطر موجوده وه،خو له دې کيلي څخه ۳۷۰۰۶ ځله ناسمه ګټه اخيستل شوې ده.”

په مکتوب کې راغلي: “زموږ سيستم دا مسئله درک کړې چې په بېلابېلو دستګاوو کې د بايومټريک رايو ورکوونکو په ۳۷۰۰۶ شمېر معلومات په مختلفو ځايونو کې متفاوت وو. “

درملوګ د مکتوب په پاى کې هيله څرګنده کړې چې د ټاکنو کمېسيون په دغه سپيناوي قناعت کړى وي.

د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون کمېشنر او وياند قاسم الیاسي په کابل کې نن په خبري ناسته کې د ټاکنو له کمېسيون څخه وغوښتل چې هر څه ژر دې د درملوګ کمپنۍ رالېږلى راپور له خلکو سره شريک کړي.

بلخوا د ټاکنو کمېسيون په دې اړه چې د درملوګ کمپنۍ معلومات دوى ته رسېدلي او که نه، له پرله پسې اړيکو نيولو سره سره پژواک ته معلومات ور نه کړل.

د ټاکنو کمېسيون په داسې حال کې د درملوګ له کمپنۍ معلومات غوښتي چې د ثبات او همپالنې ټيم له ورځو راهيسې د څلور ډوله تقلبي رايو چې د دې ډلې په خبره، په ډېر شمېر دي، د تصفيې غوښتنه کوي.

د ثبات او همپالنې ټيم په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تقلبي رایو څلور ډوله په ډاګه کړې چې ‍۱۳۷زره او ۶۳۰ مبهم او ناپېژندل شوې رايې د درملوګ په سیستم کې قرنطین شوې، ۱۰۲زره او ۱۲ رايې له ټاکلې مودې مخکې او وروسته اچول شوې رايې، ۷۰۰ بایومټریک او د حافظې کارتونه یې چې ورک شوي، له عکس څخه عکس اخیستل او تکراري رايې، نامعیاري پېژندل شوې دي چې باید دا ټولې سره جلا شي.

خو دولت جوړوونکى ټيم د رایو پر بیا شمېرنې ټینګار کوي او وایي چې د درملوګ شرکت له ټاکلي وخته مخکې او وروسته، تکراري عکسونه او د ماشومانو رايې له سیستمه ایستلې دي او خپل راپور یې د ټاکنو کمېسیون ته سپارلی دی، نو اړتیا نشته چې پروسه د دې لپاره وځنډول شي.

د دولت جوړوونکي ټيم د څارنې یوه غړي سيد خالد سادات پژواک ته وويل چې د درملوګ کمپنۍ د ټاکنیزو کمېسيونونو د رایو د ابطال طرزالعملونو مطابق څه له پاسه ۸۶۰۰۰ رایې باطلې کړې دي.

نوموړي د ثبات او همپالنې ټيم وینا ته په اشارې سره وويل: “دوی دا مهال پوه شوي چې ټاکنې په هیڅ صورت نه شي ګټلی، اما اوس یې د درې لکو رایو باطلېدو د غوښتنې ډنډوره پيل کړې تر څو د عملي کېدو په صورت کې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي. ”

د سادات په وینا، د رایو باطلول د ټاکنو قانون د تعدیل طرحې د ۹۳ او ۹۴ مادو له مخې د شکایاتو کمېسيون کار دی او دلته د هیچا فرمایش منلو ته ځای نه دی پاتې.

دا په داسې حال کې ده، د ټاکنو کمېسیون تازه اعلان کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو باوري رايې یو میلیون ۸۴۳زره او ۱۰۷ دي او له ۸۶زرو څخه زیاتې رايې د تکراري عکسونو، له عکس څخه عکس اخیستل او له ټاکلې وخت مخکې او وروسته اچول شوې رایې غیر باوري پېژندل شوې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنې چې د تلې په ۶مه ترسره شوې، د ټاکنو د مهالوېش له مخې باید د تلې په ۲۷مه یې لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای، خو دغه اعلان له ځنډ سره مخامخ شو، اوس د ټاکنو کمېسیون ویلي چې لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي.

عزيزالله همدرد

Hits: 7496

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…