د نږدې ۸۵۰۰ محلونو رایې بیا شمېرل او څېړل کېږي
سم - نوومبر 7, 2019

د نږدې ۸۵۰۰ محلونو رایې بیا شمېرل او څېړل کېږي

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): په یوه سند کې پژواک ترلاسه کړی، په ډاګه شوې چې د ۸۴۹۴ محلونو رايې بیا شمېرل او څېړل کېږي.

د دغه سند پر بنسټ، هغه محلونه چې رايې یې بیا شمېرل او څېړل کېږي په لاندې ډول دي:

د کابل ولایت د ۱۱۹۷ محلونو، د ننګرهار ۸۴۱ محلونو، د کندهار ۷۸۳ محلونو، د پکتیا ۷۴۰ محلونو، د بغلان ۷۲۲ محلونو، د هلمند ۵۴۲ محلونو، د پکتیکا ۴۰۷ محلونو، د غزني ۴۰۲ محلونو، د خوست ۳۵۰ محلونو او د بدخشان د ۳۲۲ محلونو رايې بیا شمېرنې ته اړتیا لري.

د ټاکنو کمېسیون یوې باوري سرچینې د لړم په ۱۵مه پژواک ته وویل چې دواړه ټاکنیز کمېسیونونه غواړي په ګډه د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې پروسه پر مخ بوځي او په دې برخه کې یې کار پیل کړی دي.

سرچینې زیاته کړه، د هغو محلونو چې رايې یې بیا شمېرل او څېړل کېږي، له ۸۴۹۴ محلونو څخه نه زیاتېږي او کېدای شي د کمېسیون له پرېکړې وروسته دا شمېره کمه شي.

د کمېسیون یوې بلې باوري سرچینې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک ته وویل، ۱۷۰۹ محلونه چې دوی ته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون معرفي کړي، په یادو ۸۴۹۴ محلونو کې شامل دي.

یادې سرچینې په ډاګه کړه چې دغه شمېرې وروستۍ نه دي او تر اوسه د کمېسیون له خوا تصویب شوې هم نه دي، خو ممکن په شمېرو کې بدلونونه رامنځته شي.

له دې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار ویلي وو چې د ټاکنو له کمېسیون یې غوښتي وو چې په ۲۳ ولایتونو کې د ۲۱۱۸ محلونو رایو بیا شمېرنه وکړي.

هغه زیاته کړې، له ۲۱۱۸ محلونو پرته ځیني نور محلونه هم بیاشمېرنې او څېړنې ته اړتیا لري چې له همدې امله د هغو محلونو چې رايې یې بیا شمېرلو او څېړنو ته اړتیا لري، شمېره یې لوړه شوه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سند چې پژواک ترلاسه کړی، په کې ښودل شوي چې په ۲۳ ولایتونو کې ۲۱۱۸ محلونه بیا شمېرنې ته اړتیا لري. د دغه سند له مخې د لاندې ولایتونو رايې بیا شمېرنې ته اړتیا لري:

د بغلان ۳۷۲، د هلمند ۳۱۷، د غور ۲۰۷، د کندهار ۱۸۹، د ننګرهار ۱۸۶، د خوست ۱۷۹، د کاپیسا ۱۲۳، د فاریاب ۱۰۴، د کندوز ۸۱ او د پکتیا ۷۳ محلونه بیا شمېرنې ته اړتیا لري.

دغه راز د زابل ۶۶، د نیمزو ۳۵، د فراه ۳۰، د پکتیکا ۲۶، د لوګر ۲۲، د نورستان ۲۲، د تخار ۱۷، د سرپل ۹، د اروزګان ۷، د سمنګان ۴، د بامیان ۳ او د بدخشان ۲ محله بیا شمېرل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دوو ورځو راهیسې د ثبات او همپالنې ټېم د مخالفت له امله د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې پروسه نه ده پیل شوې.

د یاد ټېم له خوا په یوه پرېکړه کې چې تېره شپه له ځانګړې ناستې وروسته شوې، راغلي، د درغلیو څلور ډوله رايې دوی ته د منلو وړ نه دي.

سرچینې زیاته کړې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تقلبي رایو څلور ډوله په ډاګه کړې چې ‍۱۳۷زره او ۶۳۰ مبهم او نا پېژندل شوې رايې د درملوګ په سیستم کې قرنطین شوې، ۱۰۲زره او ۱۲ رايې له ټاکلې مودې مخکې او وروسته اچول شوې رايې، ۷۰۰ بایومټریک او د حافظې کارتونه یې چې ورک شوي، له عکس څخه عکس اخیستل او تکراري رايې، غیر معیاري پېژندل شوې دي چې باید دا ټولې سره جلا شي.

خو دولت ساز ټېم د رایو پر بیا شمېرنې ټینګار کوي او وایي چې د درملوګ شرکت له ټاکلي وخته مخکې او وروسته، تکراري عکسونه او د ماشومانو رايې له سیستمه ایستلې دي او خپل راپور یې د ټاکنو کمېسیون ته سپارلی دی، نو اړتیا نشته چې پروسه د دې لپاره وځنډول شي.

دا په داسې حال کې ده، د ټاکنو کمېسیون اوس اوس اعلان کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو باوري رايې یو میلیون ۸۴۳زره او ۱۰۷ دي او له ۸۴زرو څخه زیاتې رايې د تکراري عکسونو، له عکس څخه عکس اخیستل او له ټاکلې وخت مخکې او وروسته اچول شوې رایې غیر باوري پېژندل شوې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنې چې د تلې په ۶مه ترسره شوې، د ټاکنو د مهالوېش له مخې باید د تلې په ۲۷مه یې لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای، خو دغه اعلان د ځنډ ښکار شو، اوس د ټاکنو کمېسیون ویلي چې لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي.

عزیزالله همدرد

Hits: 7146

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…