د حنیف اتمر رایې هم د ۱۳ نورو نوماندانو په څېر محاسبه کېږي
فیچري راپورونه - نوومبر 6, 2019

د حنیف اتمر رایې هم د ۱۳ نورو نوماندانو په څېر محاسبه کېږي

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر د تلې میاشتې د شپږمې په ټاکنو کې د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې خپلې ټاکنیزې سیالۍ وځنډولې؛ خو یو شمېر خلکو نوموړي ته رایې ورکړې او د هغه رایې محاسبه کېږي.

د تلې میاشتې د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي وو؛ له دې ډلې زلمی رسول، شیدا محمد ابدالي، ابراهیم الکوزی او نورالحق علومي د دولت جوړونکي ټېم په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شول او ولسمشرۍ ته بل نوماند محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ټېم د زمري په ۱۷مه اعلان وکړ چې خپلې ټاکنیزې سیالۍ یې درولې او ځنډولې دي او د ټاکنیزو مبارزو ځنډولو لامل یې د حاکم ټېم له خوا د غیرقانوني اقداماتو له امله د ټاکنو د باور زیانمنېدل وباله.

دغه ټاکنیزې ډلې اعلان کړی و چې د تلې د شپږمې په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون نه کوي.

د اتمر رایې حسابېږي:

په رای پاڼو کې د ټولو (اتلسو) نوماندانو نومونه چاپ شوي وو، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنره رحیمه ظریفي وایي چې څلورو نوماندانو (زلمی رسول، شیدا محمد ابدالي، ابراهیم الکوزی او نورلحق علومي) دغه کمېسیون ته له نوماندۍ د تېرېدو فورمونه وړاندې کړي دي، نو له همدې امله که چا دغه څلورو کسانو ته رایه ورکړې وي، نه محاسبه کېږي؛ خو اتمر له خپلې نوماندۍ په رسمي ډول استعفا نه وه کړې.

د دغه کمېسیون په ۹۴مه  پرېکړه کې هم له څلورو نوماندانو یادونه شوې، راغلي چې د یادو نوماندانو رایې د ټاکنو قانون له حکومونو سره سم، د رایو شمېرل د محاسبې وړ نه دي او له وړاندې ورکړې پیسې یې نه ورکول کېږي او لیکنۍ رسمي غوښتنه یې د کاندیداتورۍ له استعفا سره سم کمېسیون ته وړاندې کړې وه.

رحیمې ظریفي وویل، که چا محمد حنیف اتمر ته رایه ورکړې وي، محاسبه کېږي؛  ځکه نوموړي د نوماندۍ د استعفا لیکنۍ غوښتنه په رسمي ډول کمېسیون ته نه ده وړاندې کړې.

د هغې په خبره، دا چې خلکو اتمر ته رایه ورکړې او کنه، د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان سره به معلومې شي.

ټاکل شوې وه د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ یې د لړم په ۱۵مه اعلان شي؛ خو کمېسیون تر اوسه د دغه کار پر ترسره کولو نه دی بریالی شوی او اعلان یې کړی چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلانوي.

خو د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ټېم ویاند قادرشاه وویل: «موږ چې وړاندې له کمېسیون سره خبرې کړې وې، زموږ رایې نه حسابېدې؛ نو موږ ته چا رایه نخ ده راکړې او که چا په ناپامۍ رایه راکړې وي، جلا موضوع ده.»

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه به له خبرو وروسته د سولې او عدالت له حقوقي ټېم سره پر جزیاتو خبرې وکړي؛ خو د دوو ورځو په تېرېدو او له پرله پسې اړیکو هم په دې اړه ځواب ورنه کړ.

د اتمر رایې په داسې حال کې محاسبه کېږي چې د هغه یو مرستیال له یوه بل ټاکنیز تېم څخه ملاتړ اعلان کړ.

محد محقق او محمد یونس قانوني د اتمر مرستیالان وو؛ خو د راپورونو له مخې، د اتمر د ټاکنیزو سیالیو له ځنډولو وروسته محمد محقق د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټېم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

رحیمې ظریفي وویل، د نوماندانو د مرستیالانو د استعفاوو په اړه مسایل، د دغه کمېسیون په ۹۵مه پرېکړه کې روښان شوي.

په ۹۵مه پرېکړه کې راغلي: «هرکله چې د ولسمشرۍ د نوماندانو مرستیالان له رسمي استعفا پرته له اړوند نومانده جلا شي، په داسې حال کې چې نوماند په ټاکنو کې ګټونکي شي، د اساسي قانون د اته شپېتمې مادې په حکم، د خپل مرستیال یا مرستیالانو په اړه اجراات کوي.»

د اساسي قانون په اته شپېتمه ماده کې راغلي: «هر کله چې د ولسمشر مرستیال استعفا ورکړي او یا مړ شي، پر ځای یې د ولسمشر په انتخاب او د ولسي جرګې په تایید بل کس غوره کېږي، د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال مړه کېدو په صورت کې، په ترتیب دویم مرستیال، د مشرانو جرګې رییس، د ولسي جرګې رییس او د بهرنیو چارو وزیر یو پر بل پسې، د دغه قانون د اووه شپېتمې مادې د درج شوي حکم پر اساس، د ولسمشر دنده پر غاړه اخلي.»

بله خوا پر ټاکنو د څار بنسټونه د ټاکنو کمېسيون په دې برخه کې مقصر ګڼي .

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) رييس یوسف رشید  پژواک اژانس ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون مکلف و چې د حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او عتدال ټيم ته يې د نويو مرستيالانو د معرفي کېدو او يا له ټاکنو څخه د تېريدو وړانديز کړى واى.

هغه ددې په ويلو سره چې بې له مرستيالانو د سولې او اعتدال ټيم بشپړ نه و، وويل: بې له شکه چې خلکو دغه کانديد ته رايه نه ده ورکړې او که ددغه کانديد په ګټه رايه هم استعمال شوې وي زموږ له نظره باطله ده.

احمد صهیب حسرت

Hits: 6024

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…