د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۰۵ محلونو رایې باطلې کړې دي
فیچري راپورونه - نوومبر 4, 2019

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۰۵ محلونو رایې باطلې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۲ لړم، ۹۸): د ټاکنو کمېسیونونو اسناد ښیي چې د ۱۰۵ محلونو رایې باطلې شوي دي او د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د رایو په ۳۷۰ پرانیستو مرکزونو کې هېڅ رایه نه ده کارول شوې.

د باطل شوو رایو محلونه:

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار د ۱۰۵ محلونو له باطل اعلانېدو خبر ورکړی او وايي چې دغه محلونه په پنځو ولایتونو کې باطل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ټولو باطل شوو محلونو ۵۱ محله په فراه، ۱۷ په تخار، ۱۳ په کابل، ۱۳ په بغلان او ۱۱ نور محلونه په غور ولایت کې باطل شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه پرېکړه د ټاکنو قانون د ۳۰، ۸۶ او ۹۴ موادو او د رایو د ابطال، بیاشمېرنې او قرنطین چارو ته د رسېدو د لایحې له مخې شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، ښايي د استیناف غوښتنې قضیو په دلیل د باطل شوو محلونو په شمېرو کې بدلونونه راشي.

د بیاشمېرنې او تفتیش وړ محلونه:

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې دغه کمېسیون تر ۲۱۰۰ د ډېرو محلونو د بیاشمېرنې او تفتیش پرېکړه کړې ده.

کمیسیون شکایات انتخابات آرای ١٠٥ مرکز رایدهی را باطل اعلام کرده است

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند محمد قاسم الیاسي پژواک ته وویل:”په لومړي لړلیک کې ۱۸۴۴ محلونو بیاشمېرنې ته اړتیا درلوده، خو د فهرست له بشپړېدو وروسته، د بیاشمېرنې ترڅنګ تفتیش هم په کې ور زیات شو او اوس په ۲۳ ولایتونو کې تر ۲۱۰۰ ډېر محلونه تفتیش او بیاشمېرنې ته اړتیا لري.”

الیاسي د بیاشمېرنې د پیل په اړه خپرو شوو راپورونو ته په اشاره وویل: “زموږ دوه غړي د ټاکنو کمېسیون ته تللي وو، څو موږ ته راپورونه راوړي او زموږ ځینو پوښتنو ته ځواب وویل شي، خو تر اوسه جلسه نه ده دایره شوې چې زموږ همکاران په دې برخه کې معلومات ورکړي، خو فکر نه کوم چې نن بیاشمېرنه پیل شي؛ ځکه یوه ورځ مخکې یې موږ باید په جریان کې کړي وای، څو په ولایتونو کې کارکوونکو چمتووالی نیولی وای.”

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار پژواک ته وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۲۳ ولایتونو کې د رایې ورکونې د ۲۱۱۸ محلونو تفتیش او بیاشمېرنه سبا پیلوي.

د یو بل سند له مخې، د بیاشمېرنې لپاره مشخص شوي ډېری محلونه د لسو ولایتونو اړوند دي چې له ډلې یې ۳۷۲ محله په بغلان، ۳۱۷ په هلمند، ۲۰۷ په غور، ۱۸۹ په کندهار، ۱۸۶ په ننګرهار، ۱۷۹ په خوست، ۱۲۳ په کاپیسا، ۱۰۴ په فاریاب، ۸۱ په کندوز او ۷۳ په پکتیا کې دي.

دغه راز ۶۶ محله په زابل، ۴۴ په پروان، ۳۵ په نیمروز، ۳۰ په فراه، ۲۶ په پکتیکا، ۲۲ په لوګر، ۲۲ په نوروستان، ۱۷ په تخار، ۹ په سرپل، ۷ په اروزګان، ۴ په سمنګان، ۳ په بامیان او ۲ په بدخشان ولایتونو کې دي چې بیا به وشمېرل شي.

کمیسیون شکایات انتخابات آرای ١٠٥ مرکز رایدهی را باطل اعلام کرده است

له رايې پرته پرانیستي مرکزونه:

د هغو معلوماتو په اساس چې پژواک اژانس ترلاسه کړي، ښیي چې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د رایو په ۳۷۰ پرانیستو مرکزونو کې هېڅ رایه نه ده کارول شوې او دغه محلونه د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې دي.

له دې ډلې د ټاکنو په ورځ ۸۸ محلونه په غزني،۵۰ په کندهار،۴۰ په پکتیا، ۲۸ په هرات، ۲۴ په وردګو،۲۰ په خوست،۱۸ په بدخشان، ۱۸ په کندوز،۱۷ په فاریاب، ۱۲ په لوګر،۱۲ په پکتیکا، نهه په لغمان،۸ په اروزګان، ۸ په هلمند، ۷ په ننګرهار، درې په کاپیسا، درې په بامیانو، دوه په کونړ، يو په نوستان، یو په بغلان او یو محل په جوزجان ولایت کې پرانیستي وو؛ خو هېڅ رایه په کې نه ده کارول شوې.

د پايلو د فورمو نه رسېدل:

د دغه سند له مخې، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په ۶۴۳ محلونو کې رایې کارول شوې؛ خو تراوسه د هغه د پایلو فورمونه د ټاکنو کمېسون ته نه دي رسېدلي.

ډېری هغه محلونه چې تر اوسه یې د پایلو فورمونه کمېسیون ته نه دي رسېدلي، د شپږو ولایتونو اړوند دي چې ۲۷۰ محله د کابل، ۱۳۰ د کندهار، ۷۶ د ننګرهار، ۳۹ د پکتیا، ۲۷ د بغلان او ۲۴ د هرات ولایتونو دي.

دغه راز ۹ محلونه د پروان، نهه د نورستان او نهه نور د هلمند دي؛ اته د خوست، شپږ د زابل، پنځه د فاریاب، څلور د کندوز، درې د بلخ او درې نور محلونه د نیمروز ولایت دي.

په دغو محلونو کې دوه د سمنګان، دوه د لوګر، دوه د فراه او دوه نور د لغمان اړوند دي او د بامیان، پکتیکا، بدخشان، تخار او دایکنډي هر یوه د یوه محل د پایلو فورمونه کمېسیون ته نه دي رسېدلي.

تړلي محلونه:

د ټاکنو کمېسیون د اسناد پر بنسټ چې پژواک ته را رسېدلي، د ټاکنو په ورځ په ۲۸ ولایتونو کې د رای ورکولو ۳۰۰۶ محلونه تړلي وو او هلته خلکو رایه نه ده ورکړې.

هغه ولایتونه چې په کې تر سلو ډېر محلونه تړلي راپور شوي، لس ولایتونه دي چې ۴۸۷ محلونه په بلخ، ۳۱۸ په دایکنډي، ۲۷۲ په فاریاب، ۲۶۳ په بغلان، ۲۳۵ په تخار، ۲۰۸ په پکتیا، ۱۸۴ په کندوز، ۱۷۰ په بادغیس، ۱۵۶ په هرات، ۱۲۴ په وردګو، ۱۱۷ په نورستان او ۱۰۹ محلونو په بدخشان کې دي.

په لسو نورو ولایتونو کې؛ ۹۳ محلونه په سمنګان، ۶۱ په سرپل، ۵۴ په لغمان، ۳۱ په لوګر، ۲۳ په جوزجان، ۲۲ په زابل، ۱۹ په کاپیسا، ۱۸ په ننګرهار، ۱۷ په کندهار او ۱۵ محلونه په کابل کې تړلي وو.

دغه راز ۳ په غزني، ۲ په اروزګان، دوه نور محلونه په بامیان او په هلمند، پروان او خوست ولایتونو کې یو یو محل تړلي راپور شوي دي.

همدارنګه د پژواک په واک کې د سند له مخې د ۲۵ زره او ۵۶۷ په شمېر د پایلو اسکن، تصفیه او انټري فورمونه او د ۲۵ زره او ۵۶۶ په شمېر د پایلو فورمونه سیستم او ارشیف ته داخل شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون د رهبرۍ غړو د روان کال د زمري میاشتې په ۲۷مه د ۲۹۵۸۶ محلونو لرونکي د رایې ورکونې ۵۳۷۳ مرکزونه چې (۱۱۱۱۹ ښځینه او ۱۸۴۶۷ نارینه) وو، په زیاتره رایو تصویب کړل؛ خو امنیتي بنسټونو وویل چې د ناامنۍ له امله، د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت تامینوي.

له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه د رایې ورکولو ۴۷۸۴ مرکزونو او ۲۶۵۶۸ محلونو راپور ورکړ؛ خو ويې ویل چې د ورکړل شوي راپور شمېرې وروستۍ نه دي.

د ټاکنو کمېسیون پرون په کابل کې په خبري ناسته کې وویل چې درملوګ شرکت یو ميلیون او ۸۴۳ زره او ۱۰۷ رایې د اعتبار وړ او له ۷۶ زره زیاتې رایې یې د تکراري انځور، له انځور څخه انځور اخیستلو او د سهار له اوو بجو مخکې او پنځو بجو وروسته استفاده شوو رایو له امله بی اعتباره وپېژندلې.

دا په داسې حال کې د ه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، تر دې وړاندې له یو ميلیون او ۹۲۹ زره ډېرې رایې مرکزي سرور ته انتقال کړې وې.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه:

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم په ځینو محلونو کې د رایې ورکوونکو نه کډون او د ټاکنو کمېسیون ته د رایې ورکونې د یوشمېر محلونو د اسنادو نه رسېدل مني.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشیدي، ناامني، د خلکو کم ګډون او په یوه مرکز کې د محلونو ډېر والی، په یوشمېر مرکزونو کې د رایو نه کارونې مهم عوامل وبلل او ويې ویل چې دوی ته راپورونه هم رسېدلي چې په ځینو محلونو کې د خلکو شتون صفر او کمرنګ و.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ همکاران چې په کمېسیون کې یې له ترلاسه شوو توکو څارنه کوله، راپور ورکړی و چې له یوشمېر ولایتونو څخه د ټاکنیزو محلونو اسناد کمېسیون ته نه دي راغلي، په ځینو برخو کې داسې نواقص او کمي موجود دي.»

نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د رایې ورکوونکو د رایو په څارنه او نور پام کولو لارښوونه وکړه او زیاته یې کړه چې د خلکو له رایو سره باید مسوولانه چلند وشي او سپینې رایې له تورو رایو جلا شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء غبرګون:

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء ریاست د محلونو پرانیستل او هغه ته د رایې ورکوونکو نه ورتګ او کمېسیون ته د پایلو د فورونو نه رسېدل ومنل.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ پژواک ته وویل چې ۳۷۰ محلونه پرانیستي وو، خو په هغه کې رایې نه دي کارول شوې.

هغه زیاته کړه:”زموږ د ساحوي عملیاتو د راپور له مخې، د رایې ورکونې د ۶۴۳ محلونو د پایلو فورمونه کمېسیون ته نه دي رسېدلي؛ خو د یوشمېر محلونو ډیجیټالي فورمونه ډېټا سنټر ته راغلي دي.”

نوموړي دې ته په اشاره چې د یو شمېر هغو محلونو د پایلو فومونه نه دي ترلاسه شوي چې د هغو رایې صفر دي، وویل چې د محلونو پرانیستل او د خلکو نه مراجعه او کمېسیون ته د پایلو د فومونو نه رسېدل، د کمېسیون دقیقه څېړنه او د پروسې روڼتیا ښیي او د روڼتیا او بې طرفۍ تامین د هغوى له جدي تعهداتو څخه دي.

هغه روښانه کړه چې د ټاکنو کمېسیون له پرېکړې وروسته، د دې محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.

ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې لومړنۍ پایلې باید د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې د لړم په ۱۶مه اعلان شوې وای؛ خو له بایومټریک ماشینونو څخه سرور ته د معلوماتو د انتقال ځنډ، د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډولې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د لړم په پنځمه په ډاګه کړه چې د ولسمشریزو ټاکنې لومړنۍ پایلې به د روانې لړم میاشتې په ۲۳مه اعلانوي.

عزیزالله همدرد

Hits: 4791

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…