د ولسمشر غني د خپلوانو د بانکي حسابونو د ارزونې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي
ناسم - اکتوبر 13, 2019

د ولسمشر غني د خپلوانو د بانکي حسابونو د ارزونې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي

کابل (پژواک،۲۱ تله ٩٨): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي، هغه راپورونه چې ګواکې د امریکا فدرال اداره د ولسمشر غني د زوی او خپلوانو بانکي حسابونه څېړي ناسم دي.

ناسم معلومات:

 ویسا ورځپاڼې د تلې په ۱۵ مه «امریکا د ولسمشر غني د کورنۍ د غړو د بانکي حسابونو څېړنه پیل کړې» تر عنوان لاندې راپور خپور کړی دی.

 په راپور کې راغلي:”په تېرو درېیو میاشتو کې په ناڅاپي ډول د اجمل غني، سلطان غني، او ایمیل غني بانکي حسابونو ته ۵۰۰ میلیون ډالر جمع شوي دي.”

 دغه راز د ویسا په راپور کې راغلي: “په امریکا کې د اقتصادي جرمونو او پیسو مینځلو ضد فدرال ادارې د ولسمشر غني د کورنۍ د غړو د بانکي حسابونو تفتیش او څېړنه پیل کړې ده. د راپورونو له مخې په تېرو درېیو میاشتو کې د اجمل غني، سلطان غني او ایمل غني بانکي حسابونو ته په ناڅاپي ډول شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر جمع شوي، نو ځکه په امریکا کې د اقتصادي جرمونو او پیسو مینځلو ضد فدرال ادارې د دوی بانکي حسابونه تر څېړنې لاندې نیولي دي.”

ویسا د خپل دغه خبر، سرچینې راپورونه ښودلي، خو یاد راپورونه یې مشخص کړي نه دي.

 دغه راز «د افغانستان د اطلاع رسونې شبکې» هم د ویسا په حواله په خپله «تکس شایعات» برخه کې راپور خپور کړی دی.  

 خو د «شفقنا» په نوم یوه خبري مرکز «د غني د زامنو بانکي حسابونه څېړل کېږي» تر عنوان لاندې راپور خپور کړی، خو د یاد خبر سرچنیه یې نه ده په ډاګه کړې.

دغه راز په ځينو فيسبوکي پاڼو کې هم دغه ډول خبرونه خپاره شوي دي.

د بېلګې په توګه د «Hazara» په نوم فيسبوک پاڼه هم دغه ډول راپور خپور کړی چې سلګونه کسانو لایک (خوښ) کړی، له ۴۸۰ ډېرو کسانو پرې تبصره کړې او ۲۰۶ کسانو په خپلو فيسبوک پاڼو له نورو دوستانو سره شریک کړی دی.

 ځینو کسانو په یاد راپور باور کړی او ولسمشر غني ته یې له سپکاوي ډکې جملې لیکلې دي.

 د سیدنبي په نوم یوه فيسبوک کاروونکي په یاد پوسټ لیکلي: ((دغه خبر دروغ نه بلکې رښتیا دی، غني دغه مظلوم ملت په خاور او وینو ولاړه، ټولې د افغانستان د بېچاره ملت وینې دي چې اشرف غني یې څښي، د قيامت په ورځ به ددغه مظلوم ملت لاسونه د غني او د نوموړي د کسانو په غاړه کې وي.))

گزارشها در مورد تحت بررسی بودن حسابهای بانکى نزدیکان رئيس جمهور غنى واقعيت ندارد

سم اطلاعات:

 یو شمېر فيسبوک کاروونکو د یاد راپور په اړه تبصرې کړې دي او دغه راپور یې ناسم بللی دی.

د بصیر په نوم یوه فيسبوک کاروونکي لیکلي: “د ولسمشر زوی طارق نوميږي، که په راتلونکي کې دروغ خپروې لږ تر لږه د ولسمشر د زوی نوم خو سم ولیکه، د زمانې په تاسو دروغجنو دې لعنت وي.”

مېرمن احمدي په دې اړه لیکلي: “اډمینه، که غواړې څه شى خپاره کړې لومړی کره معلومات ترلاسه کړه وروسته چې د هر چا په اړه پوسټ کوې معلومات دې دروغ دي.”

ځینو نورو فيسبوک کاروونکو هم لیکلي چې ولسمشر  د طارق په نوم یوازې یو زوی او د مریم غني په نوم یوه لور لري، او دغه راپورونه چې ګواکي اجمل غني، ایمل غني او سلطان غني د ولسمشر غني زامن دي ناسم دي.

 د ولسمشر  د ویاند مرستيالې درانۍ وزیري هم له پژواک سره په یوه ټيلېفوني اړیکه کې وویل، دغه خبر پوره بې اساسه او ناسم دی.

هغې زیاته کړه: “کوم خبر چې خپور شوی موږ ولید او و مو لوست، په دغه خبر کې هېڅ سرچینه نه ده روښانه شوې نو اساس او سرچینه نه لري او بله داچې ښاغلی ولسمشر یوازې یو زوی لري.”

 دغه راز هغه راپورونه هم ناسم دي چې ګواکې د ولسمشر غني د زامنو بانکي حسابونه تر څېړنو لاندې دي، ځکه اجمل غني د ولسمشر د کاکا زوی او ایمل غني او سلطان غني د ولسمشر ورېرونه دي.

د امریکا سفارت مطبوعاتي برخې پژواک ته وویل، د امریکا سفارت په دې اړه کومه تبصره نه لري.

د حقیقت موندنې پایله:

 پژواک خبري اژانس په یوه تازه پروګرام کې د ټاکنو اړوند خپرې شوې اوازې ارزوي او له څېړنې وروسته د یوه راپور له لارې خلکو ته ښيي چې دغه اوازې د «سم، یو څه سم، نیمه سم، یو څه ناسم او ناسم» کټګوریو له ډلې په کومه کې شاملېږي.

  ددغه خبري اژانس څېړنې ښيي چې د ولسمشر غني د خپلوانو د بانکي حسابونو د څېړنې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي، ځکه چې سرچینې یې روښانه نه دي او د امریکا د پیسو مینځلو او اقتصادي جرمونو ضد ادارې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ولسمشر غني د خپلوانو د بانکي حسابونو د ارزونې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي

زرغونه صالحی

Hits: 761

Check Also

په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یو کس د مړینې راپورونه ناسم دي

کابل (پژواک، ۲وری ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې په هرات کې د کرونا ویروس له امله د یو کس د مړ…