د ټاکنیز بهیر له څاره ځیني څارونکي خوښ دي، خو ځیني بیا ترې سر ټکوي
فیچري راپورونه - اکتوبر 13, 2019

د ټاکنیز بهیر له څاره ځیني څارونکي خوښ دي، خو ځیني بیا ترې سر ټکوي

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): له ولایتونو مرکز ته د ټاکنیزو توکو د رسېدو او د «ډیجیټال جوړونې» برخې د څار بهیر ښه روان دی، خو ځیني څارونکي، سرور ته د ټاکنیزو اطلاعاتو د پورته کولو بهیر له څار څخه خوښ نه دي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او خلکو په دې ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

ټاکل شوې د دغو ټاکنو پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.

ځینې سرچینې او نوماندان ادعا کوي چې په دغو ټاکنو کې درغلۍ شوې او باید ټاکنیز کمېسیونونه په دې اړه ثبت شوو څه باندې څلور زره شکایتونو ته په بې پلوۍ سره رسېدنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ټاکنو له روان بهيره ۹۳ کسان په دوو وختونو کې څارنه کوي چې په دغو کسانو کې ۳۵ د ولسمشرۍ نوماندانو څارونکي، ۳۱ د سیاسي ګوندونو څارونکې، شپږ نړیوال څارونکې او ځانګړي مېلمانه، د شلو ملې بنسټونو څارونکي او یوه رسنۍ شامله ده.

د پژواک خبری اژانس خبریال د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورغلی و، څو د ټاکنو پروسې د څار بهیر له نږدې وګوري.

څارونکو، د کمېسیون په هنګر کې له ولایتونو راغلې ټاکنیز توکي له نږدې کتل او د کمېسیون په بله څانګه (دیجیټال جوړونه) کې څارونکو رای پاڼې په بایومټریک دستګاوو کې له ثبت شوو رایو سره پرتله کولې.

څارونکو په دغو برخو کې د څار له بهیره شکایت نه کاوه.

د ټاکنو کمېسیون سرور ته د ټاکنیزو اطلاعاتو د لېږد پروسه بله برخه ده چې د کمېسیون په مرکزي دفتر کې ترسره کېږي.

د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا، څارونکي کولای شي د همدې څانګې لپاره به ځانګړې خونه کې له دغه بهیر څخه د سکرین له لارې لیدنه وکړي.

د یاد کمېسیون چارواکو د پژواک خبریال ته دغې څانګې ته د ورتګ اجازه ورنه کړه، خو د بېلابېلو نوماندانو او څارونکو بنسټونو د دې برخې څلور څارونکي یې حاضر کړل چې له پژواک سره د کمېسیون په انګړ کې مرکې وکړي.

له دغو څلورو کسانو دوو یې د دې برخې څارنه مثبت ارزوله، خو دوو نورو ویل چې نه شي کولای هسې چې اړینه ده، له دې برخې څارنه وکړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټېم څارونکي هارون معترف وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د څارنې بهیر په څو برخو کې ترسره کېږي، خو د ټاکنو کمېسیون سرور ته د ټاکنیزو اطلاعاتو د لېږد له بهیر څخه کره څارنه ستونزمن کار دی.

د هغه په وینا، په دې برخه کې څارونکي کولای شی دغه بهیر یواځې د سکرین له لارې وګوري، خو نه شي کولای تخلف په نښه کړي.

ده وویل: “موږ ته په ښیښه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې برخې کارکوونکي ښکاري چې په خپلو کارونو بوخت دي، خو موږ نه پوهېږو چې څه کوي، کله چې موږ د کوم څه په اړه خپل غږ هم پورته کړو، نو تر یو ساعت پورې موږ بېرته ځواب نه شو اخیستلی او یو ساعت وروسته بیا هغه کار چې موږ یې په اړه پوښتنه کوو، ترسره شوی وي.”

معترف وویل، څارونکي باید له نږدې وګوري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکي په خپلو کمپیوټرونو کې په څه بوخت دي، څو د تخلف مخه ونیول شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) څارونکي ناصر ناصرزاده هم پژواک ته وویل چې د نورو ځایونو د څارنې او لیدو لپاره دوی ته امکانات برابر شوي خو د ټاکنو کمېسیون سرور ته د ټاکنیزو اطلاعاتو د لېږد پروسه چې تر نورو برخو دلته باید څارنه ډېره وي، په سمه توګه نه شي څارلی.

ده زیاته کړه: “موږ په نورو برخو کې هر څه وینو، خو مهمه د ډېټا انټري (سرور ته د لېږد پروسه) برخه ده: ځکه موږ باید پوه شو چې ایا دغه مواد په راڼه ډول سرور ته لېږدول کېږي که نه؟ پر سکرین د دې پروسې دقیق لیدل شوني نه دي.”

ده همدارنګه وویل چې څارونکي په دې برخه کې شکمنې کړنې نه شي مستند کولای؛ ځکه چې موظف کسان دغې څانګې ته تر ننوتو مخکې له څارونکو ګرځنده تیلېفونونه اخلي.

خو ځیني څارونکي بیا د څار له ټولې پروسې خوښ دي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د «دولت جوړوونکې» ټېم څارونکي امیرمحمد مظفر وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د څارنې بهیر لپاره ټول اړین امکانات چمتو کړي دي.

ده وویل: “موږ کولی شو له ولایتونو څخه راغلي مواد، د موادو جمع بندي، بایومټریک دستګاوې او نور بهیر وګورو او په ځینو ځایونو کې چې موږ ته د ټلیفون اجازه نه راکول کېږي، دا د ټاکنو کمېسیون طرزالعمل دی او موږ هم ورسره ستونزه نه لرو او د دوې په کارونو کې مداخله نه کوو.”

مظفر همدارنګه وویل چې د دولت ساز ټېم څارونکي تر اوسه د څارنې په بهیر کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوې.

د «ابرار» څارونکې بنسټ غړي عادل ستانکزي وویل: “موږ ته ټول امکانات برابر دي خو ځیني څارونکي بیا دلته د ټاکنو خپلواک کمېسیون له طرزالعمل او قانون څخه بې خبره دي او امرانه خوی کوي او په هر څه بی ځایه نیوکه کوي.”

ده وویل، دغه کسان غواړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو سره جنجال رامنځته کړې حال دا چې هغوی له ټولو غواړي د اړتیا پر وخت خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.

د څارونکو بنسټونو د څارنې لپاره ټول امکانات چمتو دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند وایي ټول هغه امکانات چې د څارنې بهیر لپاره اړتیا وه د څارونکو بنسټونو د څارنې لپاره چمتو شوي دي.

ده وویل، څارونکې له ولایتونو څخه د راوړل شویو حساسو ټاکنیزو توکیو، له بایومټریک دستګاوو، رایپاڼو، ډیجیټل برخې څارنه کوی او د ټاکنو کمېسیون سرور ته د ټاکنیزو اطلاعاتو د پورته کولو (ډیټا انټری) له بهیر څخه په یوه سکرین (ښیښه) کولي شي ليدنه وکړي.

ده وویل چې د سکرین له لارې سرور ته د اطلاعاتو د لېږد بهیر څارل د کمېسیون په طرزالعمل کې راغلي او کمېسیون د همدغه طرزالعمل له لارې څارونکو ته دغه اسانتیا برابره کړې ده.

سادات زیاته کړه:” له څارونکو بنسټونه څخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون هیڅ هم پټ نه دې او دوی کولې شي له هرڅه لېدنه وکړي، ترڅو په ټاکنو کې د خلکو بایللی باور په دغه پروسه یوځل بیا را ژوندې شي.”

هغه وایي، ځانګړې کسان ګومارل شوې تر څو د اړتیا پر مهال د څارونکو پوښتنو ته ځواب ووایي.

سادات له ټولو څارونکو بنسټونو وغوښتل چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره مسلکي چلند وکړي او سیاسی چلند دې نه کوي.

ده وویل، ټول ناظر بنسټونه دې د دغې ملي پروسې په اړه په دروغو خبرونو او شمېرو د خلکو ذهن نه خرابوي او باید مسلکي چلند وکړي.

ده وویل: ” د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې ناظرو بنسټونو ویلي وو چې د هېواد په کچه ۵۰۰۰ بایومټریک دستګاوې غلا شوې، حال دا چې دغه ارقام ټول غلط وو، نو آيا دا اوس مسلکي چلند دی که سیاسی چلند؟.”

احمد صهیب حسرت

Hits: 4205

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…