د ۵۰۰زره غیر بایومټریک رایو باطلېدو په اړه څرګندونې ناسمې دي
ناسم - اکتوبر 15, 2019

د ۵۰۰ زره غیر بایومټریک رایو باطلېدو په اړه څرګندونې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۹۸): ټاکنو کمېسیون د دغه کمېسیون د رییسې د جعلي پاڼې له لارې هغه خبر چې ګواکي د دغه ارګان له خوا ۵۰۰زره غیر بایومټریک رایې باطلې اعلان شوې، ناسم بولي او وايي چې تر اوسه د رایو باطلېدو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو لپاره ۱۸ کسان نوماندان وو، څلور یې د یوه نوماند په ګټه له نوماندۍ تېر شول او محمد حنیف اتمر هم خپلې ټاکنیزې سیالۍ ودرولې. د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته کمېسیون اعلان وکړ چې شاوخوا ۲.۷ میلیون کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.

خو د دغه کمېسیون مسوولینو تېره ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، تر اوسه څه باندې ۱.۷ میلیون بایومټریک رایې سیستم ته داخلې شوې دي.

له یاد اعلان وروسته د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د ټاکنو کمېسیون د رییسې په نوم له جعلي پاڼې داسې ناسم اطلاعات خپاره کړل چې ګواکي کمېسیون شاوخوا ۵۰۰ زره غیر بایومټریک رایې باطلې اعلان کړې دي.

ناسم اطلاعات:

د ۵۰۰ زره غیر بایومټریک رایو د لغوه اعلانېدو خبر لومړۍ د ټاکنو کمېسیون د رییسې په نوم له جعلي پاڼې چې ۲۳ زره او ۴۸۰ کسانو لایک کړې خپور شوی دی او وروسته د ټولنیزو شبکو نورو کاروونکو هم په خپلو پاڼو خپور کړی دی.

د (هوا عالم نورستانۍ) په نوم دغه پاڼه چې املايي تېروتنې هم لري، د ۲۰۱۹ کال د مارچ په پنځمه جوړه شوې ده.

د (Hawa Alam Nooristani) په نوم یوه بله پاڼه چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوې او له ۴۴ زره او ۵۰۰ ډېر لایکونه لري، د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال کله چې نورستانۍ د دې جرګې نومانده وه، د نوموړې په ګټه په کې مطالب خپاره شوي دي.

که څه هم په یاده پاڼه کې د نورستانۍ له ادرسه تر اوسه ځيني مطالب خپرېږي خو د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ پژواک ته وویل، دغه پاڼه هم جعلي ده او کنټرول یې له دې سره نه دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم غړي نور رحمان اخلاقي له هغو کسانو دی چې پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي: ((په دغه حساب شاوخوا ۵۰۰زره غیر بایومټریک تقلبي رایې لغوه شوې دي، خو تر اوسه د تکراري انځور، تکراري رایې، د انځور له مخې انځور او له ټاکلي وخت مخکې یا وروسته د رایې ورکول هغه موارد دي چې باید تصفیه شي.))

د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون رییس زلمي زابلي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، نن د ټاکنو کمېسیون ۵۰۰زره غیر بایومټریک رایې باطلې اعلان کړې.

خو د ثبات او همپالنې ټېم ویاند د ټولنیزو شبکو د نورو کاروونکو خلاف پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې یو ميلیون تقلبي رايې باطلې اعلان شوې او بریا نږدې ده.

دغه راز ځینو نورو فېسبوک کاروونکو لکه محمد بشیر غفارزي، موجود بلال او د «فقط ډاکتر عبدالله عبدالله» په نوم فېسبوک پاڼې هم لیکلي چې د ټاکنو کمېسیون ۵۰۰زره غیر بایومټریک رایې باطلې اعلان کړې.

دغه خبر د ټولنیزو رسنیو لسګونو نورو کاروونکو هم خپور کړی دی.

اظهارات در مورد ابطال ۵۰۰ هزار رای بدون بایومتریک نادرست است

سم اطلاعات:

د ټاکنو کمېسیون مرسیال ویاند میرزا محمد حقپرست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ((دغه فېسبوکي اکونټ د ټاکنو کمېسیون په رییسې پورې تړاو نه لري او له دغه ادرسه خپاره شوي معلومات ناسم دي.))

بلخوا د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات پژواک ته وویل، د ټولنیزو شبکو له لارې د ۵۰۰زرو غیر بایومټریک رایو لغوه کېدل دروغ او بې اساسه دي.

نوموړي دغه مطلب د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له خوا یوه ګنګوسه وبلله او ویې ویل، دغه مطلب بشپړ ناسم دی او کمېسیون تر اوسه په دې اړه تصمیم نه دی نیولی.

دغه راز د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس پژواک ته وویل، تر اوسه رایې نه، بلکې بایومټریک معلومات سیستم ته داخل شوي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ ټاکنو کمېسیون وویل، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایې ورکونې له ۲۲ زره او ۵۸۸ محلونونو له یو میلیون او ۷۳۷ زره او ۷۸ ډېرې بایومټریک رایې د دغه کمېسیون د اطلاعاتو مرکز «مرکزي سرور» لېږدول شوې دي.

د ټاکنو کمېسیون د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې د رایې ورکونې د  ۳زره او ۹۸۰ ملحونو د بایومټریک ماشینونو اطلاعات تر راتلونکې یوې ورځې سیستم ته انتقال شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه چې د رایې ورکونې په ۲۹ زره او ۵۸۶ محلونو کې ټاکنې ترسره شي او د ۳۰۱۸ ملحونو له تړل کېدو وورسته د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو ۲۶ زره او ۵۶۸ محلونه خلاص وو.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله ویلي چې په مرکزي سرور کې د رایو تصفیه کاري په څو مرحلو کي ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې: «مرکزي سرور کولای شي معتبرې بایومټریک او غیربایومټریک رایې، د ټاکنو په ورځ د سهار له اوو بجو مخکې او مازیګر تر پنځو بجو وروسته کارول شوې او تکراري څېرې او رایې وپېژني.»

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایوي رییس یوسف رشید د قانون او طرزالعمل مطابق د رایو لغوه کول د کمېسیون حق وباله او ویې ویل، کمېسیون کولای شي د رایې ورکونې په محل او مرکزي سرور کې رایې لغوه اعلان کړي.

رشید له نوماندانو او د دوی له پلویانو وغوښتل چې له هرې موضوع استفاده ونکړي او اجازه ورکړي چې کمېسیون خپلې چارې په خپلواک او له قانون سره سمې ترسره کړي.

د حقیقت موندنې پایله:

پژواک خبري اژانس په یوه تازه پروګرام کې د نوماندانو او ټاکنو په تړاو خپرې شوې ګنګوسې څېړي او خلکو ته ښيي چې دغه خبر د «سم، یو څه سم، نیمه سم، یو څه ناسم او ناسم» له کټګوریو په کومه کې راځي.

د رایو د باطلېدو اړوند خپاره شوي مطلب په اړه ددغه اژانس ارزونې ښيي چې یاده مساله ناسمه او بې اساسه ده او د «هوا علم نورستانۍ» پاڼه جعلي ده.

د افغان خبریال د ټويټ په ځواب کې د امریکايي ډيپلوماټ ټويټ جعلي دی

عزیزالله همدرد

Hits: 8008

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…