د افغان خبریال د ليکنې په ځواب کې د امریکايي ديپلوماټ ليکنه جعلي ده
ناسم - اکتوبر 7, 2019

د افغان خبریال د ليکنې په ځواب کې د امریکايي ديپلوماټ ليکنه جعلي ده

 کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٨): له ډونالډ ټرمپ څخه د افغانستان د ټاکنو په اړه د یوه افغان خبریال د پوښتنې په ځواب کې د یوه امریکايي ډيپلومات فېسبوکي لیکنې په ټولنیزو رسنیو چې غبرګونونه پارولي خو د پژواک موندنې ښيي چې د امریکايي ډيپلوماټ ليکنه جعلي ده او دغه خبر د ناسم په ګټګورۍ کې راځي.

د یک خصوصي ټلوېزیون خبریال بشیراحمد قاساني څو ورځې وړاندې د ټرمپ د هغې لیکنې په پای کې چې په خپله فېسبوک پاڼه په امریکا کې د اداري فساد په اړه کړې وه نوموړی د افغانستان د ټاکنو په اړه پوښتلی و.

قاساني له ټرمپه پوښتنه کړې وه چې: ((د افغانستان د ټاکنو په اړه ستا نظر څه دی؟))

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې.

د قاسانې دې پوښتنې ته په افغانستان کې یوې پخوانۍ امریکايي ډيپلوماتې نانسي پارکر ویلسون ځواب لیکلی دی.

تويت ديپلمات امريکايى در پاسخ به تويت خبرنگار افغان جعلى است

د قاساني د لیکنې په پای کې د نوموړي د پوښتنې په ځواب کې د مېرمن نانسي له قوله داسې راغلي: ((ستاسو د ټاکنو موضوع د امریکا په ولسمشر ټرمپ پورې څه اړیکه لري؟ ما چې کله په افغانستان کې د امریکايي ديپلوماټې په صفت دنده ترسره کوله، ته مې پېژندلې.

ته تر ټولو هغو ژورنالېستانو ډېر منافق یې چې زه یې تر اوسه پېژنم. ستا راپورونه ټول یوجانبه او له دروغو ډک دي، تا په خپل هېواد کې مجازي فضا ککړه کړې او اوس غواړې دغه کثافت کاري دې امریکا ته ولېږدوې، ځه ورک شه رواني لېونیه.))

له دغو لیکنو وروسته د ((انتخابات ۹۸)) په نوم ټولنیزه پاڼه کې د یاد ديپلوماټ د ځواب مطلب ژباړل شوی او شریک شوی دی. د انتخابات ۹۸ دغه پوسټ سلګونو فېسبوک کاروونکو خوښ کړی او لسګونو کسانو پرې تبصرې کړې او لسګونو نورو کسانو بیا پر خپله فېسبوک پاڼه شریک کړی دی.

تويت ديپلمات امريکايى در پاسخ به تويت خبرنگار افغان جعلى است

په ورته وخت کې قاساني د خپلې هغې پوښتنې په اړه چې د امریکا له ولسمشر ټرمپ څخه یې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه مطرح کړې وه، د امریکايي ديپلوماټې لیکنه جعلي بللې او ادعا کوي چې دغه جعل د افغان ولسمشر د یوه سلاکار شاه حسین مرتضوي له خوا ترسره شوی دی.

د قاساني پلویان

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د دې پاڼې په پای کې د لیکل شوو تبصرو له لارې د قاساني د پوښتنې ملاتړ کړی دی:

«ډېری کسانو لیکلي، ډېر ښه او عاقلانه کار مو کړی ښاغلی قاساني! ملاتړی دې یم، د نانسي قضاوت زموږ لپاره معیاري نه دی، هغه (قاساني) چې هر څه وي زموږ لپاره ارزښت لري، د دې خاورې او هېواد بچی دی، موږ ترې ملاتړ کوو، قاساني د هېواد ملي ګټو ته ژمن کس او باصلاحیته خبریال دی، هېڅ ډول دسیسه د نوموړي د مبارزې پر وړاندې خنډ نه شي جوړېدای. قاساني صاحب زموږ له تکړه خبریالانو دی، ښاغلی مرتضوي ځان دې ډېر مه بې ابرو کوه، قاساني اصل کمېنټ کړی و، د ښاغلي کچالو په ګډون دې د ټولو درغلي کوونکو مخ تور وي.))

په ورته وخت کې یوه ټويټر کاروونکي حمیدالله په دې اړه پر خپله پاڼه لیکلي: ((جعلي حسابونه نه شي کولای قاساني ته زیان ورسوي؛ ځکه هغه په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د حقیقتونو په رابرسېره کولو کې فعال رول درلود. که د سم او ناسم ترمنځ توپیر مو لار ورکي کړي، زه نوموړي ته احترام لرم.))

د قاساني له پوښتنې سره مخالفت

خو یو شمېر نورو فېسبوک کاروونکو بیا له ډونالډ ټرمپ څخه د قاساني له پوښتنې سره مخالفت کړی او تبصره یې پرې کړې ده:

«څومره ښه ځواب یې ورکړ، بې عقلان وګوره، له بده مرغه ما په افغانستان کې بېطرفه، حاکمه او پاکه رسنۍ نه ده لیدلې، رښتیا ښه شوه بې اب نه شو، د چاپلوس زامن دي!!، د کورتو جزا ګرمې اوبه، نړۍ اوس د افغانستان په اړه بشپړ معلومات لري، ټولې سیاسي، نظامي… معاملې ورته معلومې دي. چیلک اندازۍ ته اړتیا نشته.))

ځيني فېسبوک کاروونکو د نانسي ځواب جعلي ګڼلی او ویلي یې دي:

«د نانسي تبصره تحریف شوې، د قاساني له لیکنې یو ساعت مخکې لیکل شوې، د کمېنټ وخت ته وګورئ. د نانسي کمېنټ اووه بجې او د قاساني کمېنټ شپږ بجې دی. مخکې هشت صبح ورځپاڼې هم د غني او اتمرً عبدالله او عطا او … خپرولې، دا هم ښايي یو انځور وي خو واقعیت نه لري، دا د نانسي کمېنټ نه دی او هغه په اصل کې دغه ډول ادبیات نه کاروي او …؟»

دا په داسې حال کې ده چې د فېسبوک یوه کاروونکي لیکلي: ((د ارګ فېسبوک چلوونکو او انتخابات ۹۸ پاڼې مالک «ښاغلي مرتضوي» ته دا ده: که غواړئ درغلۍ او رواني جګړه رامنځته کړئ، باید ډېر حساب وشي او دقیق وي. د ماشومانو لوبې مه کوئ، تېروتنه ده.))

د قاساني غبرګون

په انتخابات ۹۸ پاڼه کې له یاد پوسټ وروسته بشیراحمد قاساني پر خپله فېسبوک پاڼه یو مطلب خپور کړی او داسې یې لیکلي: ((د درغلي کوونکي تبلیغاتي ماشین زما تر هغه کمېنټ لاندې چې ډونالډ ټرمپ ته مې لیکلی و، د امریکا سفارت د یوې پخوانۍ کارکوونکې له ادرسه خبرې تقلب کړې دي.))

تاسو یې په غور سره وګورئ، دلته زما د کمېنټ او ټرمپ د ټويټ شپږ ساعته وخت تېر شوی خو د نانسي په نوم د تقلبي کمېنټ اووه ساعته تېر شوي، هغه مطلب چې د یادې ښځې په نوم خپور شوی او هغه ترې ناخبره ده، زما له کمېنټ او د ډونالډ ټرمپ له ټويټه یو ساعت مخکې دی.

له بدغه مرغه دغه جعلي کمېنټ د انتخابات ۹۸ پاڼې له خوا چې شاه حسین مرتضوي یې مدیریت کوي، خپور شوی، دا په دې معنا چې تقلب کوونکي ان د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د امریکايي چارواکو له تبصرو ډارېږي.

هغه ملګري چې زما پر دغه کمېنټ خپه شوي ترې بښنه غواړم خو هغه کسان چې پر انګليسي پوهېږي، ترې هیله کوم د نړیوالو چارواکو د پوسټونو په پای کې د افغانستان له درغلیو د ډکو ولسمشرۍ ټاکنو په اړه ولیکي څو د درغلي کوونکو خوب رښتیا نه شي.

بلخوا بشیراحمد قاساني ویلي چې په کابل کې د امریکا سفارت باید دغه ډول جعل کاري په جدي توګه تعقیب کړي، د درغلۍ د مخنیوي مبارزه روانه ده.

قاساني په دې اړه چې څه ډول پوهېږي د انتخابات ۹۸ پاڼه د شاه حسین مرتضوي له خوا مدیریت کېږي؟ پژواک ته وویل: ((دغه پاڼه مرتضوي مدیریت کوي، کله چې دغه پاڼه تازه جوړه شوې مرتضوي ماته بلنه راکړې وه چې دغه پاڼه خوښه (Like) کړم.))

دغه راز نوموړي زیاته کړه، د نانسي په نوم دغه ډول ټويټر حساب نشته.

خو شاه حسین مرتضوي د قاساني ادعاوې رد کړې او پژواک ته یې وویل: ((زه یوازې یوه پاڼه لرم او په فېسبوک کې د بلې هېڅ پاڼې مدیریت نه کوم، دغه ادعاوې یې بې اساسه او ناسمې دي او زه یې په شدت ردوم.))

نوموړې د قاساني د دې خبرې په اړه چې د دې پاڼې د جوړېدو پر مهال مرتضوي د پاڼې د لایک کولو بلنه رالېږلې وه، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((ښايي دغه پاڼه د دولت ساز ټېم اړوند وي او ما د دولت ساز ټېم د یوه ملاتړي په توګه قاساني او نورو ملګرو ته د هغې د لایک کولو بلنه ورکړې وي خو دا په دې مانا نه ده چې د هغې پاڼې مدیریت زه  کوم.))

پژواک خبري اژانس په یوه تازه پروګرام کې حقیقتونه څېړي او خلکو ته په ډاګه کوي چې دغه خبر د ((سم، یو څه سم، نیمه سم، یو څه ناسم او ناسم)) له کټګوریو ناسم کټګوری کې راځي.

د افغان خبریال د ټويټ په ځواب کې د امریکايي ډيپلوماټ ټويټ جعلي دی

زرغونه صالحى 

Hits: 5109

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…