د ورکو او هغو بایومټریک دستګاوو رایې باطلې دي چې له حافظې یې معلومات حذف شوي
فیچري راپورونه - اکتوبر 9, 2019

د ورکو او هغو بایومټریک دستګاوو رایې باطلې دي چې له حافظې یې معلومات حذف شوي

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د لسګونو بایومټریک دستګاوو د ورکېدو او یا یې له حافظې د معلوماتو د حذف خبرونه خپاره شوي، خو د ټاکنو کمېسیون وایي، ژر به د دا ډول دستګاوو کره شمېر څرګند او رایې به يې باطلې شي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتي په شپږمه ترسره شوې اوخلکو په دې ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

تر اوسه د ورکو او هغو بایومټریک دستګاوو کره شمېر نه دی څرګند چې له حافظې یې معلومات حذف شوي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د بایومټریک سیستم له لارې تر سره شوې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شنبه (د تلې ۱۳مه)  په یوه خبري ناسته کې وویل چې د بایومټریک اووه دستګاوې ورکې شوي او زورواکو د ۲۲ نورو په حافظه کې ثبت معلومات پاک کړي دی.

خو د افغانستان د رڼو ټاکنو بنست (تیفا) د هغو بایومټریک دستګاوو شمېر چې د ټاکنو په ورځ ورکې شوې، غلا شوې، ماتې شوې، په سهوې او یا یې قصدي توګه ثبت شوي معلومات پاک شوي، تر هغو شمېر زیات بولي، چې د ټاکنو کمېسیون په یاده خبري ناسته کې وړاندې کړی دی.

د ورکو او هغو بایومټریک دستګاوو رایې باطلې دي چې له حافظې یې معلومات حذف شوي

تیفا او د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې په دې اړه کره معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.    

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د روانې تلې میاشتې په ۱۵مه پژواک خبري آژانس ته وویل چې تر اوسه د دا ډول بایومټریک دستګاوو کره او وروستی شمېر نه دی څرګند، خو د کمېسیون اوسني معلومات ښيي چې د بایومټریک درې دستګاوې په فاریاب ولایت کې ورکې شوې دي او زورواکو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۲ دستګاوو اس ډي کارتونه (حافظې) ایستلي او غلا کړي دي.

 دی زیاتوي:«دا یې د دې لپاره غلا کړي چې غیربایومټریک راېې وشمېرل شي.»

د ده په وینا، دا په داسې حال کې ده چې کمېسیون یوازې هغو رایو ته اعتبار ورکوي چې د بایومټریک سیستم له لارې کارول شوې دي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي، له هغو رای پاڼو سره چې د بایومټریک دستګاه مخصوص سټېکر (QR Code) پرې نه وي لګول شی، د دغه کمېسيون له طرزالعمل سره سم چلند کیږي.

په یاد طرزالعمل کې په دې اړه راغلي:” رای پاڼې هغه مهال معتبرې شمېرل کيږي چې پر شا یې د بایومټریک دستګاه د نوملیکنې تصدیق (QR Code) نښلول شوی وي.”  

مولانا عبدالله وایي، د ټاکنو کمېسیون خپلو ټولو کارکوونکو ته ویلي، ترڅو د هغو بایومټریک دستګاوو په اړه د کمېسیون مرکزي دفتر ته معلومات ورکړي، چې ورکې شوې، غلا شوې، ماتې شوې او یا یې هم حافظه پاکه شوې ده. 

هغه زیاتوي چې کمېسیون بایومتریک دستګاوې د دغو دستګاوو کاروونکو ته په رسمي ډول سپارلي او دغه کسان مکلف دي چې بېرته یې کمېسیون ته وسپاري. 

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، هغه کسان ورته معلوم دي چې دستګاوې یې غلا کړي او که ورکې شوې دستګاوې یې کمېسیون ته ونه سپارلې، هغوى به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.

د دا ډول دستګاوو رايې باطلې دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر عبدالله وایي، د ټولو هغو دستګاوو رایې باطلې دي چې ورکې شوي او یا یې د تخنیکی او نورو ستونزو له امله ثبت شوي معلومات له منځه تللي دي.

هره بایومټریک دستګاه د ۴۰۰ تنو رایو ورکوونکو د ثبت وړتیا لري.

خو د افغانستان د رڼو ټاکنو بنست (تیفا) مشر محمد نعیم ایوب زاده وایي چې د ټاکنو په ورځ سربېره پر دې چې زورواکو د بایومټریک یو شمېر دستګاوې غلا کړي، د یو شمېر نورو دغو دستګاوو ثبت شوي معلومات د ټاکنو کمېسیون د ځینو کارکوونکو له خوا هم «سهواً یا قصداً» پاک شوي دي.

د دا ډول دستګاوو شمېر کم ښودل شوی

ایوب زاده، د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ورسره د ورکو شویو او نورو کیفیت لرونکو دستګاوو په اړه معلومات شریک کړي او د دغو معلوماتو له مخې د دا ډول دستګاوو شمېر تر هغو ډېر دی چې د ټاکنو کمېسیون په خبري ناسته کې څرګند کړی دی.

ده وویل چې په دې اړه کره معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.

هغه هم وایي، چې د ټولو ورکو شویو او هغو بایومټریک دستګاوو رایې باید باطلې کړل شي، چې یا ورکې دي، یا يې ثبت کړي معلومات پاک شوي او یا دستګاوو د تخنیکي ستونزو له امله نه دي ثبت کړي.   

ټاکل شوې د ولسشمرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلي په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.

دهېواد په کچه په ټاکنو کې د رایو ورکولو په موخه شاوخوا نهه عشاریه شپږ میلیون کسانو نوملیکنه کړې وه، خو تر اوسه د رایه ورکوونکو کره شمېر نه دی څرګند.   

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي وچې د رایو ورکولو له ۴۹۰۵ فعالو مرکزونو څخه په ۴۳۸۴ مرکزونو کې څه باندې دوه عشاریه اته میلیونه خلکو رایه کارولې ده.  

خو مولانا عبدالله تېره ورځ پژواک ته وویل چې دغه شمېر یې له ولایتونو څخه د رالېږل شویو رای پاڼو له مخې اعلان کړې وه او اوس سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو لېږد روان دی او د دغې پروسې تر بشپړېدو وروسته به د رایو ورکوونکو کره شمېر څرګند شي.

احمد صهیب حسرت

Hits: 5765

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…