والي: په ناوې او ګرشک ولسواليو کې د طالبانو د ګواښ له امله هېڅ ټاکنيز مرکز نه دى تړل شوى
ناسم - سپتمبر 28, 2019

والي: په ناوې او ګرشک ولسواليو کې د طالبانو د ګواښ له امله هېڅ ټاکنيز مرکز نه دى تړل شوى

لښکرګاه (پژواک، ٦ تله ٩٨): د هلمند حکومتي چارواکو او اوسېدونکو د وسله والو طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د طالبانو د ګواښ له امله د دغه ولايت د ناوې او ګرشک ولسواليو په يو شمېر سيمو کې د رايې ورکولو مرکزونه تړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ په سرخدوز، جرنامو، نري زابر، تريخ زابر، ژړ صاحب، نمرو،  ټانګانو ګودر او ټولو باوړيو سيمو کې د طالبانو د ګواښ له امله د ټاکنو مرکزونه نه دي پرانېستل شوي.

والي: په ناوې او ګرشک ولسواليو کې د طالبانو د ګواښ له امله هېڅ ټاکنيز مرکز نه دى تړل شوى

دغه راز په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ده ادم خان، ښوره کي، قلعه ګز، حيدراباد، ميرمنداب، زمبولۍ، سيدانو، نورزو، ټول نهرسراج، دسیمنار، باوړيو، مالګير، آب پاشک او مانده سیمو کې هم د دوى د ګواښ له امله د ټاکنو په نامه هيڅ امريکايي پروسه نه ده پيل شوې.

خو د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې په يادو ټولو سيمو کې د ټاکنو مرکزونه پرانېستل شوي او خلک له سهاره ور روان دي او خپلې رايې کاروي.

ده زياته کړه: ” له طالبانو لاره ورکه ده غواړي تبليغات وکړي او خلکو ته تشويش پيدا کړي، خو داسې هېڅ هم نشته دي په يادو ټولو سيمو کې د ټاکنو مرکزونه فعاله دي او خلک کولاى شي په بې غمه زړه رايه ورکړي.”

په ورته وخت کې د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالبصير اڅکزي هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ د طالبانو او يا هم د کوم بل ګواښ له امله د ټاکنو کوم مرکز نه دى تړل شوى.

دى وايي: “تر اوسه نه طالبانو په کومه سيمه چاته ګواښ کړى او نه يې دلته کوم مرکز ته څه زيان رسولى دى. “

دغه راز د ګرشک ولسوالۍ يو تن قومي مشر سيد ملوک خان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې په نورماله توګه خلک روان دي او خپلې رايې کاروي.

ده زياته کړه: “کلک امنيتي تدابير نيول شوي، هېڅ مشکل نشته دى، خلک راځي او خپلې رايې کاروي. “

همدارنګه د هلمند د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس احمد حامد پژواک ته وويل چې سهار اووه بجې په دغه ولايت کې رايه اچونه پيل شوې او تر اوسه د طالبانو د ګواښ له امله کوم مرکز نه دى تړل شوى.

حامد وايي: “تخنيکي ستونزې لرو، خو داسې څه نشته دي چې طالبانو دې ګواښ کړى وي او کوم مرکز تړل شوى وي او يا دې هم خلک نه وي ورغلي. “

د يادونې ده چې نن په ټول هېواد کې د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه ټاکنې روانې دي.

نيازالدين کليوال

Hits: 4253

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…