د خوست په دوو ولسواليو کې ټاکنيز بهير عادي روان دى
ناسم - سپتمبر 28, 2019

د خوست په دوو ولسواليو کې ټاکنيز بهير عادي روان دى

خوست ښار (پژواک، ٦ تله ٩٨): د خوست د ټاکنو کمېسیون او امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په ځينو سيمو کې خال خال بريدونه شوي، خو د ټاکنو پروسه په عادي بڼه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوې او تر اوسه له کوم ولايته د لويې امنيتي پېښې راپور نه دى ورکړل شوى.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د تلې په ٦مه په ټويټر کې ليکلي چې د خوست په نادرشاه کوټ او عليشېرو ولسواليو د ټاکنو پر ځينو مرکزونو يې بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه، له بريدونه د ټاکنو کارکوونکي او امنيتي کسان له سيمې تښتېدلې او هلته د ټاکنو پروسه بنده شوې ده.

د خوست په دوو ولسواليو کې ټاکنيز بهير عادي روان دى

د خوست د ټاکنو کمېسيون مشر امير حمزه له پژواک اژانس سره خبرو کې ومنله چې د دغه ولايت په عليشېرو او نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځينو سيمو کې په ټاکنيزو مرکزونو د وسله والو طالبانو له خوا خال خال ډزې شوې دي.

خو نوموړي زياته کړه، د يادو ولسواليو په ګډون د خوست په ټولو سيمو کې ټاکنيز مرکزونه فعال دي او خلک خپله رايه کاروي.

بل پلو د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر بيا دا نه مني چې د عليشېرو او نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند په يو شمېر ټاکنيزو مرکزونو د‌ وسله والو طالبانو له خوا بريدونه شوي.

د خوست په دوو ولسواليو کې ټاکنيز بهير عادي روان دى

هغه پژواک اژانس ته وويل، تر دې دمه په دغه ولايت کې د ناامنۍ هېڅ ډول پېښه نه ده رامنځته شوې او ټولې ټاکنې په نورمال ډول روانې دي.

يوسف منګل

Hits: 4024

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…