حکمتیار پر تذکره له سټېکر پرته رایه کارولې ده
سم - سپتمبر 28, 2019

حکمتیار پر تذکره له سټېکر پرته رایه کارولې ده

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار ادعا کوي چې پر تذکره له سټېکر پرته يې رایه ورکړه، خو د ټاکنو کمېسيون وايي چې له سټېکر پرته څوک رایه نه شي کارولی او حکمتیار هم سټېکر لګولی و.

د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنيز ټکټ او حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن د کابل ښار په حبیبیه لېسه کې رایه ورکړه.

ځینې رسنیو خبر ورکړ چې حکمتیار له سټېکر پرته رایه کارولې ده. په فېسبوک کې هم دغه خبر لاس په لاس شو او د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر یوه غړي فضل غني حقمل هم وویل چې حکمتیار پر تذکره سټېکر نه دی لګولی.

حکمتیار پر تذکره له سټېکر پرته رایه کارولې ده

هغه وويل:”حکمتیار صيب تر رایې ورکولو وروسته خپله تذکره خبريالانو ته وښوده او ويې ویل چې زما تذکره سټېکر نه لري او زه کولای شم تر سټېکر پرته خپله رايه وکاروم.”

حکمتیار نن د رايې ورکولو پر مهال وويل، د حزب اسلامي غوښتنه همدا وه چې که د چا پر تذکره سټېکر هم نه وي بايد وکولای شي خپله رايه وکاروي، خو د ټاکنو کمېسيون د دوی دغه غوښتنه نه وه منلې.

د حکمتیار زوی حبیب الرحم  حکمتیار بیا وایي:” مشر چې کله ځان کاندیداوه، هماغه وخت راجستر شوی هم دی، د دوی په بایومتریک سیستم کې د مشر نوم هم و، ځای هم ورته همدا لېسه ټاکلې وه چې همدلته رایه ورکړي، مشر دی ته متوجې نه و چې تذکره یې راجستر شوې او هغه له اول څخه په دې موافق و چې تذکره باید راجستر نه وي، خلک دې راشی او رایه دې ورکړي.”

د هغه په وینا، ګلبدین حکمتیار ځکه ویلي چې له سټیکر پرته یې رایه ورکړې چې د سټیکر د شتون شرط د ډېرو خلکو له رایې ورکونې څخه مخنیوی کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستیال سيد عصمت الله مل نن په یوه خبري ناسته کې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:”زه فکر نه کوم چې څوک تر سټېکر پرته وکولای شي رايه وکاروي؛ ځکه د نوماندۍ له شرطونو دا و چې نوماند بايد سټېکر ولري او تر سټېکر پرته څوک ځان نه شي نوماند کولای.”

هغه زياتوي، د نوماندانو لپاره دا اسانتيا هم په پام کې نيول شوې وه چې که تر نوماندۍ وړاندې کوم نوماند سټېکر نه وي لګولای کولای یې شوای سټېکر ولګوي.

دی وايي:”د هغو معلوماتو پر بنسټ چې موږ يې د خپلو بهرنيو اړيکو له رياسته لرو، کومو کسانو چې خپل ځانونه ولسمشرۍ ته نوماند کړي، د ثبت محل يې او د سټېکر شمېره يې ثبت دي؛ ښاغلي حکمتيار د هغه نوملړ پر اساس چې موږ يې لرو د اوومې ناحيې اړوند د حبيبې په لېسه کې نوم ليکنه کړې وه او د سټېکر شمېره يې (۱۵۶۷۲۴۰۳) ده، همدا راز د مرکز او محل شمېره يې پنځه او نوم یې د ووټرلېست (د رایې ورکوونکو نوملړ) په  ۲۰۶ شمېره ثبت دی.”

په حبیبیه لېسه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون یوه کارکوونکي د پژواک خبریال ته تائید کړه چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار پر تذکره سټېکر نه و، خو د دې په خاطر چې درناوی یې وشي دوی هغه ته د رايې کارولو فرصت ورکړ.

خو هغه په تاسف سره وويل چې حکمتیار دا موضوع رسنیزه کړه.

احمدشاه عرفانيار

Hits: 5043

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…