د ټاکنو کمېسيون په خوست کې د صندوقونو ډکولو په اړه د همايون ادعا رد کړه
ناسم - سپتمبر 28, 2019

د ټاکنو کمېسيون په خوست کې د صندوقونو ډکولو په اړه د همايون ادعا رد کړه

خوست ښار (پژواک، ٦ تله  ٩٨ ): په خوست ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د پخواني غړي هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګوندې تېره شپه د ولسمشرۍ د يوه ځانګړي نوماندان لپاره صندوقونه ډک شوي دي.

د ولسي جرګې پخواني غړي همايون همايون له پرون ورځې راهيسې ادعا کوي چې په ځينو ولسواليو کې د ولسمشرۍ د نوماند اشرف غني لپاره له وخته مخکې صندوقونه ډک شوي دي.

هغه نن د تلې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په سپېره، موسی خېلو، باک، صبريو او قلندر ولسواليو کې داسې هڅې شوې چې د محمد اشرف غني په پلوۍ يې صندوقونه ډک کړي دي.

د ټاکنو کمېسيون په خوست کې د صندوقونو ډکولو په اړه د همايون ادعا رد کړه

همايون وايي، د اشرف غني د ټيم کسانو د عبدالله ناظرينو ته وړانديز کړى چې صندوقونه په شريکه د يو بل په ګټه ډک کړي.

خو د خوست د ټاکنو کمېسيون رييس امير حمزه د همايون همايون دغه ادعا چې ګنې په ځينو ولسواليو کې د شپې له خوا د يو مشخص نوماند په ګټه صندوقونه ډک شوي، بې اساسه وبلله.

هغه پژواک اژانس ته وويل، کوم سندونه او ويډيو ګانې چې په ټولنيزو رسنيو کې همايون همايون خپرې کړې، د تېرو کلونو دي.

په قلندر ولسوالۍ کې د فيض الله په نوم د ولسمشرۍ نوماند ګلبدين حکمتيار يو تن ناظر پژواک ته وويل چې دلته د هر نوماند ناظرين موجود دي او هره رايه چې کارول کېږي، د دوی له نظر څخه تېرېږي او د درغلۍ هېڅ دول څرک نه ليدل کيږي.

نوموړي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګوندې تېره شپه د کوم نوماند په ګټه صندوقونه ډک شوي دي.

د قلندر ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي ظاهر پژواک ته وويل چې د دوی په سيمه کې ټول ټاکنې په نورمال ډول روانې دي او تردې دمه يې د درغلۍ کومه نښه نښانه نه ده ليدلې.

همدا ډول د موسی خېلو ولسوالۍ يوتن قومي مشر حاجي روان پژواک ته وويل چې د دوی د‌ خپلو ليدلو سترګو او معلوماتو له مخې د ټاکنو په هر مرکز کې د‌ هر نوماند ناظرين موجود دي او په هېڅ ډول د‌ درغلۍ ترسره کولو امکان نشته.

د هغه په وينا، ځينې کسان غواړي چې د ټاکنو دغه ملي پروسه بدنامه کړي.

يوسف منګل

Hits: 4850

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…