په ځينو سيمو کې کوچيان د رايې ورکولو پر مهال له ستونزو سره مخ وو
فیچري راپورونه - سپتمبر 29, 2019

په ځينو سيمو کې کوچيان د رايې ورکولو پر مهال له ستونزو سره مخ وو

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): په يو شمېر ولايتونو کې مېشت کوچيان او د هغوى استازي وايي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رايې ورکولو پر مهال له ستونزو سره مخ وو.

په ولسي جرګه کې د کوچيانو وکيل حيدر جان  د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کوچيان له څو ډوله ستونزو سره مخ وو.

هغه زياته کړه، کوچيان په ژمي کې په يوه سيمه او اوړي کې بله سيمه کې وي؛ ځکه نن په يو شمېر سيمو کې د راىې له کارولو محروم شوي دي.

نوموړي وويل چې دوى خپلې تذکرې په يوه سيمه کې سټېکر کړي وو، خو اوس په نورو سيمو کې اوسېدل او له همدې امله له راىې ورکولو پاتې شول.

حيدرجان وايي چې په لوګر ولايت کې ګڼ شمېر کوچيانو ونه شو کولای خپلې رايې وکاروي.

دغه راز نوموړي زياته کړه چې په ځينو مرکزونو کې د رايې ورکوونکو په لېستونو کې د کوچيانو نومونه نه وو، يا حذف کړاى شوي وو.

د هغه په وينا، په خوست، ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې هم ځينې وړې وړې ستونزې وې، خو دى وايي چې په ټوليزه توګه ډېرو کوچيانو راىې کارولې دي.

د لوګر د ټاکنو کمېسيون مشر ايران ګل رغاند مني چې په ځينو سيمو کې پر مرکزونو بريدونه شوي وو، خو د ټاکنو پروسه يې ونه دروله.

هغه پژواک ته وويل چې يواځې د مرکز اړوند د پورک مرکز له رسمي وخته د امنيتي ګواښونو له امله يو ساعت مخکې وتړل شو.

د خوست د کوچيانو يوه سرخېل ګل مرجان فاروقي پژواک ته وويل چې په دې ورځو شپو کې په خوست کې کوچيان کم وي؛ ځکه کومه ځانګړې ستونزه نه وه.

بلخوا د ننګرهار ولايت يو شمېر کوچيان وايي چې په ځينو مرکزونو کې يې نومونه نه وو چې له امله له رايې ورکولو محروم پاتې شول.

د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې دوى لسګونه کسان مرکز ته راغلل، خو نومونه يې په لېست کې نه و.

هغه زياته کړه چې دوى له بهسودو کوز کونړ ولسوالۍ ته ولاړل خو که پر وخت ورسېدل، خپله رايه به وکاروي.

د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون رييس ذبيح الله وګړي پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې کوچیانو په ولسواليو کې نوم ليکنه کړې وه او اوس يې رايه په ښار کې کاروله چې دغه کار ناشونى و.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ټاکنو د قانون له مخې په کوم مرکز کې چې څوک نومليکنه کوي، هماغلته باید رايه هم ورکړي.

د پژواک خبري ډله

Hits: 4677

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…