د ۴۱ زره ډالرو میاشتني معاش په بدل کې د سلاکار ګومارنه غني ته د ضربې ورکولو وسیله شوه
سم - سپتمبر 23, 2019

د ۴۱ زره ډالرو میاشتني معاش په بدل کې د سلاکار ګومارنه غني ته د ضربې ورکولو وسیله شوه

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ ۹۸): د ولسمشر له خوا د ۴۱زره امریکايي ډالرو میاشتنې معاش په مقابل کې د یوه مشاور ګورمارنه له نیوکو سره مخ شوه او شنونکي وايي چې د غني ټاکنیزو سیالانو د دې موضوع له رسنیز کېدو نوموړي ته د ضربې د وسیلې په توګه استفاده وکړه.

هغه اسناد چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي، ښيي، د هېواد ولسمشر اشرف غني چې اوس د ولسمشرۍ ټاکنو له ۱۵ نورو نوماندانو سره سیالۍ ته ولاړ دی، په ۱۳۹۶ کال کې د «ډاکتر پلاسا» په نوم یو المانی تبعه په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د ۴۱زره امریکايي ډالرو میاشتني معاش په بدل کې جذب کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۱۳۹۶ کال د تلې میاشتې په یوه وړاندیز کې راغلي، د چارو ادارې د عمومي ریاست د لیک له مخې چې ولسمشر محمد اشرف غني لارښوونه کړې او د مالیې وزیر هم تعقیب کړې ده چې و سوداګرۍ وزارت باید وړاندیز وکړي چې ډاکتره پلاسا ورسره همکاري وکړي.

سرچینې لیکلي، ډاکتره پلاسا د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې دنده پیل کړې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت او ولسمشرۍ ریاست مقام ته یې خدمتي مشورې ورکوي.

دغه راز په وړاندیز کې یادونه شوې ده: «باید وویل شي چې د ډاکتره پلاسا د کار د دوام په صورت کې به په ۱۳۹۷ کال کې د مالیې محترم وزارت ته لارښوونه وکړي چې یاده اندازه پیسې پر بودجې سربېره په پروژه کې په نظر کې ونیسي.»

ولسمشر غني امر کړی چې: ((د صنعت او سوداګرۍ وزارت او ولسمشرۍ ریاست د سلاکارې ډاکتره پلاسا میاشتنی معاش (۴۱۲۵۰ امریکايي ډالر) به د ۲۰۱۷ میلادي کال د فبرورۍ له لومړۍ چې د ۱۳۹۵ کال د کب میاشتې له ۱۳مې سره برابره ده، د یوه مالي کال لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ د ودې د څېړنیز مرکز د څېړنې او پیل د خدمتونو پروژې له اختیاري بودجې منظور دی.))

ولسمشر امر کړی چې مالیې وزارت مکلف دی چې دغه پیسې د ۱۳۹۷ کال په بودجه کې هم په پروژه کې زیاتې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا له رسنیو سره به خبرو کې منلې چې د دغه وزارت د سوداګرۍ مرستیال د یاد الماني مشاور په اړه ولسمشر ته وړاندیز کړی و، خو د دغه الماني سلاکار د استخدام په وړاندیز کې د صنعت او سوداګرۍ پخواني وزیر ویلي وو چې د ولسمشر په امر دغه المانی مشاور ګومارل شوی دی.

الماني تبعه ولف ګنګ پلاسا په دې وروستیو کې له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې خاوند یې د افغانستان دي او له ولسمشر غني سره د نوموړي د ښځې له لیدو وروسته غني له ده وغوښتل چې په حکومت کې دنده ترسره کړي.

غبرګونونه

فرزانې احمدي پر خپله فېسبوک پاڼه د پلاسا پر معاش نیوکه کړې او لیکلی یې دي: ((موږ د دولت بېچاره کارکوونکي هم خوشاله یو چې له دغه نظام څخه معاش اخلو. نه پوهېږو ولې د هر مالي کال په لومړیو کې د بېچاره مامورینو د اضافه کارۍ په برخه کې دغه قانوني نظام د بودجې له شدید کمښت سره مخ کېږي.))

بشیراحمد قاساني هم نیوکه کړې او لیکلي يې دي، ۴۱زره امریکايي ډالر د څو ښوونکو او سرتېرو معاش کېږي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

نوموړي ویلي: ((د نړۍ د مالیاتو پیسې زموږ بې مسوولیته چارواکو په ښاخۍ باد کړې او بادوي یې.))

دغه راز د سلطاني په نوم یو کس په خپله فېسبوک پاڼه د ډاکترې پلاسا پر معاش نیوکه کړې او لیکلي یې دي: ((په دغه معاش موږ چېرته ځو. د یوه هېوادوال په صفت اعتراض لرم، درنو مسوولینو ایا دغه حقیقت دی؟))

خو د مالیې وزارت ویاند شمرزو مسجدي د سلطاني په ځواب کې لیکلي: ((ګرانه ملګریه! مشاور د سوداګرۍ وزارت او ولسمشرۍ ریاست ته و. وړاندیز د سوداګرۍ وزارت کړی دی، حکم عالي مقام ورکړی دی. د حکم له تطبیق پرته یې کوم ځای په مالیې وزارت پورې اړه لري؟))

د ولسمشر سلاکار، د پلاسا د معاش په اړه لیکلي: ((یوازې د رهبرانو د ساتونکو معاش د دغه سل برابره کېږي، ډېری یې له ۵۰ تر ۳۰۰ ساتونکي لري. معاشونه یې دولت ورکوي. په ورته وخت کې د کرزي د واکنۍ پر مهال په کانونو وزارت کې د یوه کس میاشتنی معاش ۱۲۰ زره امریکايي ډالره و.))

۱ــ هغه مهال د کانونو وزارت ټولو سلاکارانو ته له خارجي بودجی معاش ورکول کېده، نه د افغانستان له ملي بودجې.

۲- خپله اشرف غني هم د درېیو کلونو لپاره په کانونو وزارت کې سلاکار و او ۲۸زره امریکايي ډالر معاش یې د امریکا د دفاع وزارت د (TFBSO) په نوم له یوې ملاتړې پروژې اخیست. او که مرتضوي غوښتي وي، زه جزئیات خپروم، څو ښکاره شي چې چا په دغه هېواد کې حقیقي خدمت کړی او څوک د ډالرو لپاره راغلي دي.

حمید سالنګي هم د مرتضوي په ځواب کې لیکلي: ((مرتضوي صاحب! ستاسو یې په رهبرانو څه؟ سلاکار یې ولاړ شه مشورې ورکړه! هره ورځ له عبدالله، عطا، مجاهدینو او خپلو سیالانو سره په خوله اچونه بوخت یې، ارګ له مشاورانو نانځکې جوړې کړې، د دولت جوړوونکي همدغه عقده یي توب د هېواد د تباهۍ لامل شوی او کېږي!))

ناسم اقدام که د ټاکنیزو سیالیو وسیله؟

سیاسي شنونکي هم بهرني سلاکار ته د ۴۱زره امریکايي ډالرو پر میاشتني معاش نیوکه کوي او دغه کار یو نا مناسب اقدام ګڼي خو وايي چې شاوخوا دوه کال وروسته دې موضوع ته لمن وهل له ټاکنیزو مبارزو سره اړیکه لري.

د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور پژواک ته وویل: ((زه پر دې باور یم چې د یاد بهرني سلاکار په څېر افغان سلاکاران هم لرو چې له ډاکترې پلاسا څخه ډېره تجربه او زده کړې لري او ولسمشر کولای شول په نسبتاً لږ معاش او کمو اسانتیاوو یې جذب کړي، خو نه پوهېږم ولې دغه کار شوی دی؟))

د ده په خبره، د ۴۱زره امریکايي ډالرو (نږدې ۳.۲ میلیونه افغانۍ)  میاشتني معاش په بدل کې د بهرني تبعه استخدام د افغانانو او بهرنیانو ترمنځ یو ډول تبعیض دی؛ ځکه افغانان د پلاسا په پرتله څو مرتبې معاشونه لري.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، د افغانستان بودجه او امکانات نه ایجابوي چې په دومره لوړ معاش سلاکار استخدام شي.

خو فکور زیاته کړې چې دغه موضوع ځکه دوه کاله وروسته او د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د ولسمشر غني د مخالفینو له خوا رسنیزه شوې چې غني او ټېم ته یې ضربه ورسوي.

هغه ویلي: ((دا چې دغه کار دوه کاله مخکې شوی او اوس رسنیز شوی دی، موخه یې دا ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان غواړي څو داسې وسیله پیدا کړي چې ولسمشر غني ته پرې ضربه ورسوي.))

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون هم وویل: ((د سلاکار په نوم په دومره لوړ معاش بهرني کسان چې ګواکې ملي ستراتيژي یا پلان جوړوي، استخدام شوي دي، خو له بده مرغه په پای کې په ۱۲ پاڼو کې یو غیر علمي شی لیکي چې اصلاً بې ګټې دي خو لوړ ډالري معاش یې اخیستی او تللي دي.))

هغه زیاته کړه چې افغانستان د ډېرې بې رویې لګښتونو الګو لري او دغه کار په ماشین کې ډېره ستره بې عدالتي ده او دغه راز د افغانانو او بهرنیانو ترمنځ ستر تبعیض دی.

سیحون وویل: ((د بهرنیو مرستو ماهیت دا دی چې د مرستو پر مهال له افغان دولت څخه ژمنه اخلي چې په هماغه مسلک کې به د دوی توانمند یا بې توانه کسان استخداموي او دغه کسان د خپلو هېوادونو هغه تقاعد شوي کسان دي چې د ګټې ټولولو لپاره رالېږل شوي دي.))

سیحون زیاته کړه: ((په سیاست کې تل داسې مسایل موجود وي او اجازه شته چې له دغه کار څخه د تبلیغاتي پاڼې په ډول استفاده وشي؛ ځکه یو لوری غواړي د بل لوري کمزورې نقطې په ډاګه کړي او خپل سیال ته ضربه ورکړي، دغه چاره په ټوله نړۍ کې د سیاسي مبارزو پر مهال دود ده.))

احمدشاه عرفانیار

Hits: 6940

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…