د عبدالله په اړه د نیویارک ټایمز له جعلی وېبپاڼې خپور شوی راپور حقیقت نه لري
ناسم - سپتمبر 22, 2019

د عبدالله په اړه د نیویارک ټایمز له جعلی وېبپاڼې خپور شوی راپور حقیقت نه لري

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): د نيويارک ټايمز له جعلي ويب پاڼې او دغه راز په فېسبوک او ټويټر کې نيويارک ټايمز ته منسوب خپور شوی خبر چې ګواکي د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله له پاکستان څخه ٣٩ ميليونه ډالره اخيستي، جعلي جوړ شوی او حقيقت نه لري.

ناسم معلومات:

پرون ناوخته ناڅاپه په ټولنيزو شبکو (فيسبوک او ټويټر) کې د نيويارک ټايمز پاڼې ته منسوب شوی داسې خبر خپور شو چې ګواکي د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله له پاکستان څخه د ټاکنيزو کمپاينونو لپاره ٣٩ ميليونه ډالره اخيستي دي.

وروسته زرګونو کسانو د دغه جعلي خبر لېنک په ټولنيزو شبکو کې خپور کړ او د خپل ټاکنيز رقيب (عبدالله ) پر ضد يې بېلا بېل پوسټونه او  کمنټونه هم وکړل.

د ولسمشر سلاکار او د دولت ساز ټيم مهم غړى شاه حسين مرتضوي په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي:”حقوقي او شرعي پوښتنه: که چېرې دا ثابت شي چې يو له کانديدانو څخه له کوم ګاونډي هېواد څخه د کمپاينونو لپاره پيسې اخيستي وي، شريعت او قانون په دې اړه څه حکم کوي؟”

د دې ترڅنګ يو شمېر سيمه یيزو رسنيو هم په دې اړه پوسټونه کړي وو، د هسک نيوز په نامه يوې رسنۍ ليکلي:”عبدالله د يادو پیسو په بدل کې منلې چې د بريا په صورت کې به د پاکستان ګټې په پام کې نيسي.”

د ډاکتر عبدالله په اړه د نيويارک ټايمز په ادرس خپور شوی خبر جعلي دى

سم معلومات:

نيويارک ټايمز چې په اصل کې يوه امريکايۍ ورځپاڼه ده، د ويبپاڼې ترڅنګ  په ټولنيزو شبکو کې هم ځانګړې پاڼې لري.

د نيويارک ټايمز د اصلي ويب پاڼې ادرس: https://www.nytimes.com/

د جعلي ويبپاڼې ادرس چې په کې د عبدالله په اړه جعلي راپور خپور شوى: https://nyt.imespolitic.online

که دغو دواړو لېنکونو ته ځير شو، نو په ښکاره ډول معلومېږي چې ډېر زيات توپير لري.

وروسته له هغه چې د عبدالله په اړه ياد جعلي خبر په ټولنيزو شبکو کې ډېر ښکته او پورته شو؛ نو نيويارک ټايمز اړ شو چې په دې اړه سپيناوى خپور کړي.

په کابل کې د نيويارک ټايمز خبريال مجيب مشال په ټولنيزه شبکه ټويټر کې وليکل چې دا خبر د نيويارک ټايمز په نامه جوړه شوې جعلي پاڼه کې خپور شوی  او دوى پوې هېڅ تړاو نه لري.

هغه زياته کړې چې د ادارې مشران له دې موضوع څخه خبر شوي او په دې اړه جدي دي چې هېڅکله دا ډول شيان نه خپروي.

په امريکا کې د نيويارک ټايمز يو بل خبريال ډيويډ زيچينو هم په ټويټر کې ليکلي چې دا جعلي خبر دى او دوى هېڅکله دا ډول خبر نه دى خپور کړى.

کله چې نيويارک ټايمز دا خبر رد کړ، نو د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټيم ګڼ شمېر پلويانو په خپلو فيسبوکپاڼو کې په ډاډه زړه د رد پوسټونه وکړل او د محمد اشرف غنی په مشرۍ پر دولت جوړونکي ټيم يې تورونه پورې کړل چې په کمپاينونو کې له جعل څخه کار اخلي.

ډاکټر عبدالله هم په خپله فيسبوکپاڼه کې په دې اړه يو پوسټ وکړ.

هغه لیکلي: “کله چې زموږ ټيم پياوړى شو او يو لوى ايتلاف مو رامنځته کړ؛ نو زموږ ټاکنيز رقيب يو ځل بيا پر خندا وړ تقلب لاس پورې کړ، دا ځل يې د خلکو د ذهنونو ګډوډلو په موخه د نيويارک ټايمز نړيوالې رسنۍ له جعلي پاڼې جعلي خبر خپور کړ.”

ده زياته کړې چې د کابل د نيويارک ټايمز دفتر دا خبر رد کړى او ژمنه يې کړې چې دا قضيه په رسمي توګه څېړي.

عبدالله خپلو رقيبانو ته ويلي چې د تقلب پر ځاى له سمو ټاکنيزو کمپاينونو کار واخلي.

د ثبات او همپالنې ټيم وياند فريدون خوځون په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي:” دسيسه ګرو چې کله د ثبات او همپالنې ټيم پراخ ملاتړ او ولسي هرکلی وليد؛ نو په هر ‌‌‌‌‌‌ډول تبليغاتو او افواهاتو يې لاس پورې کړ.”

د ده په وینا، ‎د هند د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې مېرمن سوشما سوراج له جعلي کتاب څخه نيولې اوس د نيويارک ټايمز په جعلي خبر پورې دا ټولې د دوى پر وړاندې دسيسې دي.

په امريکا کې مېشت افغان ديپلومات سيد هاشمي هم په فيسبوک کې ليکلي:” زه د نيويارک ټايم رسنۍ له نږدې څارم، ما يې ټولې پاڼې وپلټلې، خو داسې څه مې پکې پيدا نه کړل، نيويارک ټايمز چې نړيواله رسنۍ ده او نړيوال باور لري، هېڅکله دا ډول راپور نه خپروي.”

په نيويارک کې مېشت يو بل افغان يما پژواک ته وويل، چې دا راپور له څو فکتورونو څخه جعلي دى.

د ده په وینا، يو خو د جعلي پاڼې او اصلي پاڼې په ادرسونو کې ډېر توپير دى او بل دا چې  کله د جعلي پاڼې پر (کورپاڼې) کلېک وشي، نو يوه تشه پاڼه مخې ته درځي او دغه راز په تخنيکي ډول په جعلي پاڼه کې ځينې نورې ستونزې هم ليدل کېږي.

خو اوس د خپور شوي جعلي خبر پر لينک چې کلېک وشي، خلاصېږي او دا خبر له مينځه وړل شوی دی.

د افغانستان د رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مشر مجيب خلوتګر پژواک ته وويل، چې نيويارک ټايمز بايد په دې اړه رسمي سپيناوى ورکړي، ځکه چې دا ډول جعلي خبرونه د هغوى اعتبار ته زيان رسوي.

هغه زياته کړه، چې په څو شېبو کې زرګونو کسانو دا جعلي راپور په ټولنيزو شبکو کې نشر کړ.

خلوتګر وایي: “ما راپور ولوست، ډېر غير مسلکي و، پر عبدالله دومره غټ تور پورې شوى، خو د هغه نظر په کې نه دى اخيستل شوى.”

د دولت ساز ټيم وياند جاوېد غفور هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې د دې جعلي خبر جوړولو او خپرولو تر شا د دوى لاس و.

هغه پژواک ته وويل، په ټاکنيزو کمپاينونو کې دا ډول شيان خپريږي، خو دا په دې مانا نه ده، چې دا کار د دوى ټيم کړى.

غفور وايي چې دوى پر دموکراسۍ باور لري، خپل کمپاينونه د دموکراسۍ له اصولو سره سم پرمخ بيايي.

د ده په وینا دا کار چې هر چا کړى د دولت ساز ټيم د بدنامولو په موخه یې کړى دى.

د سياسي چارو شنونکى شفيق همدرد وايي، په ټولو هېوادونو کې، کله چې ټاکنې رانږدې کېږي؛ نو کمپاينونه زور اخلي او يو پر بل تورونو پورې کولو باندې لاس پورې کوي.

د هغه په وینا، افغانستان له دې ستونزې مستثنى نه دی، ټاکنیزې ډلې د دې لپاره چې خپل سیالان کمزوری او خپله تله درنه کړی خپل سیالان پر فساد او نورو جرمونو تورنوي.   

همدرد وايي، افغانستان هم دموکراسي تجربه کوي او له ګاونډيو هېوادونو څخه دا تجربې راوړل شوي، تر دې مخکې پر عبدالله د هند د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې څرګندونې هم خپاره شوي وو، چې حقيقت يې نه درلود.

ده زياته کړه:” تېر کې پر اشرف غني تورونه پورې شوي چې عيسوۍ ده، ارګ کې کليسا جوړوي، خو دا ټول انتخاباتي او ټاکنيز تورونه دي چې ډېر سپيناوي ته اړتيا نه لري.”

د عبدالله په اړه د نیویارک ټایمز له جعلی وېبپاڼې خپور شوی راپور حقیقت نه لري

د حقيقت پايله:

پژواک خبري اژانس د ولسمشرۍ د نوماندانو په اړه جعلي خبرونه او تورونه ارزوي او خلکو ته ښيي چې دا ډول خپاره شوي توکي له «سم، یوڅه سم، لږ سم، ناسم، یوڅه ناسم او نیم سم. لږ ناسم او ناسم» کټګوریو څخه د ناسمو خبرونو په کټګورۍ کې راځي.

په دغه راپور کې شاملو معلوماتو ته په پام د نيويارک ټايمز له جعلي ويب پاڼې د عبدالله په اړه خپور شوی راپور ناسم دی.

جاوېد هميم کاکړ

Hits: 5941

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…