د نوماندانو په اړه پر بې سنده او فېسبوکي تورونو باور مه کوئ
فیچري راپورونه - سپتمبر 20, 2019

د نوماندانو په اړه پر بې سنده او فېسبوکي تورونو باور مه کوئ

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٨): د چارو شنونکي د ولسمشرۍ ټاکنو پر نوماندانو د بې سنده تورونوچې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په فېسبوک کې ډېر شوي، ګنګوسې بولي چې باید باور پرې ونه شي.

دغه ډول تورونه او نوماندانو ته سپکاوی د ټاکنو قانون خلاف دي، په ځانګړې توګه په فېسبوک کې دومره ډېر شوي چې ځینو کسانو دغه شبکه «بې پوښتنې ښار» او «جاهل خونه» بللې ده.

د ځینو شنونکو په اند، دغه ډول تورونه، تور پورې کوونکو ته هېڅ ګټه نه رسوي او خپله د دوی شخصیت ته زیان رسوي، خو د ځینو نورو په باور، دغه ډول تورونه پر ټولنه منفي اغېز کوي، د خلکو فکرونه خرابوي چې باید مسوول ارګانونه یې تعقیب کړي.

ټاکل شوې ده راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي. اوس د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۶ نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ روانې دي؛ ځکه یو نوماندان د بل په ګته تېر شوی او محمد حنیف اتمر یې خپلې ټاکنیزې سیالۍ درولې دي.

د نوماندانو تورونه:

یو شمېر نوماندان او پلویان یې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال خلکو او رسنیو ته له اسنادو ورکولو پرته پر خپلو سیالانو تورونه لګوي. دغه تورونه ښايي رښتیا یا بې بنسټه  وي، خو ثبوت یې اسنادو ته اړتیا لري او اړوند مراجع باید په دې اړه تصمیم ونیسي.

Rahmatullah-Nabil

د ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند رحمت الله نبیل د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله ته په یوه لیک کې ولسمشر غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله  تورن کړي دي.

نبیل لیکلي: ((لکه څرنګه مې چې د ځینو پخوانیو حکومتي چارواکو چې د ملي يووالي حکومت پر متحدینو او چارواکو بدل شوي وو، د ستر اداري فساد د لسګونو مواردو په اړه (د فساد ۱۷۰۰ سترې دوسیې) او د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له خوا د هېواد شمال ته د جګړې د لېږد په اړه په تفصیلي ډول تاسو ته وویل، بلخوا د حکومت له پیسو او ادرسه د کندوز ولایت د سقوط لپاره د دښمن د اوږدمهال پلان او د دغه ولایت د سقوط د څرنګوالي په اړه د راپور خپرول او د ملي امنیت شورا د دفتر ناورین رامنځته کوونکې سناریوګانو او او د ټولنیزو دريځونو رامنځته کېدو، قومي، ژبنیو، فکري او نسلي تعصباتو ته د لمن وهلو لپاره د داخلي او بهرنیو دښمنانو د پروګرامونو په اړه مو زما راپور نه وي هېر شوی. ښه مې په یاد دي چې څو ځلې مې په ډاګه کړه چې ((تاسو ځان د مجاهدینو او ټولو خلکو وارثین ګڼئ، باید پوه وئ او په دې اړه دریځ ونیسئ.)) خو له موقف او ان کمې پاملرنې مو درېِ. تاسو او شریکانو مو د خپلې ابرو د ساتنې لپاره د افغانستان ابرو وپلورله.

DescriptionHaji Muhammad Mohaqiq

دغه راز د محمد حنیف اتمر د ټاکنیز ټکټ پخواني مرستیاال محمد محقق چې اوس د ثبات او همپالنې له ټېم سره یو ځای شوی، په تېره چنګاښ میاشت کې له اریانا ټلوېزیون سره په مرکه کې ادعا کړې چې د ولایتونو او وزارتونو په کچه د کسانو وروستۍ ګومارنې او ګوښه کول ټاکنیز رشوت دی. هغه ادعا کوي چې ارګ ټاکنیز رشوت ورکوي.

Abdullah Abdullah

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کابل به ده سبز ولسوالۍ کې خپلې ټاکنیز غونډې ته وویل، اشرف غني د هېواد له سوداګرو څخه د خپلو ټاکنیزو سیالیو لپاره پیسې غوښتې دي او که پیسې ورنه کړي په بېلابېلو پلمو یې څارنوالۍ ته ور پېژني.

نوموړي په دې اړه خلکو او رسنیو ته اسناد نه دي وړاندې کړي او د کوم سوداګر نوم یې هم نه دی اخیستی چې غني ترې د پيسو غوښتنه کړې وي.

ولسمشرۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر ولسمشر غني لګول شوي تورونه رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي.

Ashraf Ghani Ahmadzai

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند اشرف غني هم له طلوع نیوز سره به مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست رول ته په اشاره ویلي، اجرائیه ریاست له «چلک اندازۍ» پرته هېڅ کار نه دی کړی. د عبدالله ټاکنیز ټېم د غني یادې خبرې ناسمې بللې دي.

 یاد تور لګوونکي د خپلو تورونو د ثبوت لپاره خلکو او رسنیو ته سندونه نه دي وړاندې کړي.

Facebook

د نوماندانو د پلویانو فېسبوکي تورونه:

د پژواک خبري اژانس د یو راپور له مخې، فېسبوک چې په افغانستان کې ترې خلک د نورو ټولنیزو رسنیو په پرتله ډېره استفاده کوي، سره له دې چې د معلومات شریکولو او ترلاسه کولو لپاره ښه وسیله ده، خو د ځینو کاروونکو د ناسمې کاروونکې په ځانګړې توګه جعلي اکونټونو جوړولو له امله د بېلا بېلو ستونزو، لکه پر بې سنده تورونو د خلکو د فکر ګډوډولو، قومي او ډله ییزو تعصبونو ته د لمن وهلو، د خلکو د دوکه کولو او ځورولو لامل شوی دی.

 اوس چې په افغانستان کې ټاکنیزې سیالۍ روانې دي، ځیني فېسبوک کاروونکي د خپلې خوښې نوماند د ملاتړ لپاره د نورو نوماندانو پر ضد د اسنادو له وړاندې کولو پرته منفي تبلیغات کوي او د خپلې خوښې نوماند پر سیالانو تور پورې کوي.

 پویا نسیم په خپله فېسبوک پاڼه کې د کلام درناوي ته له پام پرته لیکلي: ((تر تولو چټل خلک چې ټول یې قاتلان، باج اخیستونکي، اختطافګر، زورواکي او قانون ماتوونکي دي، په تابوت [دولت ساز] ټېم کې راټول شوي. اوس هم ناپوه خلک د دغه متعصب رواني ملاتړ کوي، تعصب، پیسو او قدرت لېونیان کړي یاست.))

پویا نسیم

 دغه راز سید اسیر په خپله فېسبوک پاڼه کې فرامرز تمنا ایران ته پر جاسوسۍ تورن کړی، خو د خپلې ادعا د ثبوت سند یې نه دی وړاندې کړی.

سید اسیر

د عتیق په نوم د فېسبوک بل کاروونکي هم له اسنادو پرته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ((عبدالله له لنډغرو او د شورای نظار د اوباشانو پر ملاتړ او د زړورو امنیتی سرتېرو پر محکومیت هڅه کوي د دوی رایې ترلاسه کړي.))

عتیق الله

دغه راز عتیق الله د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار په یوه جمله کې له اسنادو پرته (حرفوي قاتل) بللی. حزب اسلامي دغه ډول ادعاوې ردوي.

عتیق الله

خو ځینې فېسبوک کاروونکي په ټولنیزو شبکو کې د تورونو پر لګولو او یو بل ته پر سپکاوي سخته نیوکه کوي.

 شفیق وردګ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د بیان ازادي په دې معنا نه ده چې مشرانو، دیني عالمانو او رهبرانو ته بې عزتي او بې احترامي وشي.

شفیق وردک

نوموړي ویلي: ((ځینې د بیان له ازادۍ ناوړه ګټه اخلي او د فسبوک له پاڼو يې جاهل خونه جوړه کړې ده. ان له انساني چوکاټه وځي، نه پوهېږم ولې نورو ته احمقانه سپکاوی ښه ګڼي؟))

 شنونکي: پر بې اسنادو تورونو باور مه کوئ!

 د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي له اسنادو پرته د تور لګولو په اړه وايي، یو شمېر نوماندان او پلویان یې ځکه پر یو بل دروغجن تورونه لګوي چې په هېواد کې د یو او بل منلو فرهنګ نه دی رواج شوی.

 دده په باور، دغه ډول تورونه د خلکو تر منځ د هغو کسانو باور کموي چې دا کړنې ترسره کوي.

 هغه زیاته کړه: ((ځینې نوماندان دغه کار د خپلو رایو د ډېرولو او یا مقابل لوري د رایو د کمولو لپاره ترسره کوي په داسې حال کې چې خپل شخصیت ته تر زیان رسونې پرته بل هېڅ ګته نه لري.))

 د ده په خبره، خلک باید په دغه ډول تورونو باور ونه وکړي.

 سعیدي زیاته کړه: ((دغه تورونه ډېری د سر چوک خبرونه دي او ښايي رښتیا هم وي، خو حقیقتونه باید محاکمې روښانه کړي.))

 د کابل پوهنتون د روانشناسۍ پوهنځي استاد سید علي فطرت هم وویل، خلک باید د نوماندانو او د دوی د پلویانو پر بې سنده تورونو باور ونه کړي.

فطرت زیاته کړه، هغه کسان چې بې اساسه تورونه پورې کوي په حقیقت کې غواړي خپلې خلاوې پر نورو واچوي .

هغه زیاته کړه، خلک باید د نوماندانو او د دوی د پلویانو پر بې سنده تورونو باور ونه کړي، ځکه دوی هڅه کوي له دې لارې خپلو سیالانو ته زیان ورسوي او زیاتې رایې ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، رسنۍ او دولتي سرچینې باید سم معلومات خپاره کړي، څو پر تورونو او اوازو د خلکو د باور مخه ونیسي.

فطرت زیاته کړه، اړوند ارګانونه لکه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید پر نوماندانو د بې سنده تورونو د لګولو په اړه چپ پاتې نه شي او له هغو کسانو سره هم قانوني چلند وکړي چې له سند پرته تورونه لګوي. ځکه ځینې تورونه د نورو کسانو د شخصت وژنې هڅه ده، باور له منځه وړي او خلک د خوښې وړ نوماند په ټاکلو کې ګډوډوي.

تور ټاکنیزه سرغړونه ده:

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي وویل، د ټاکنو قانون د ۹۸ او ۹۹ مادو له مخې، د رټلو او بې حرمتۍ ترڅنګ پر نوماندانو تور لګول هم ټاکنیزه سرغړونه بلل کېږي ځکه تور نوماند ته زیان متوجه کوي.

الیاسي زیاته کړه، د ثبوت لپاره د سند لرلو په صورت کې هم پر ټولنیزو پاڼو د تورونو پورې کول ټاکنیزه سرغړونه ده، ځکه څوک چې شکایت لري د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې یې دې ثبت او خپل اسناد دې وړاندې کړي.

نوموړي له جزيیاتو پرته زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر نن ورځې ۶۶ شکایتونه ثبت کړي چې ۷۰ سلنو ته یې رسېدنه شوې او نور تر ارزونې لاندې دي.

هغه وویل، یو شمېر نوماندانو ته اخطار ورکړل شوى او ځینې نور سرغړوونکي نغدي جریمه شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو قانون په ۹۰ مه ماده کې راغلي: ((د شکایتونو مرکزي کمېسیون او ولایتي کمېسیونونه کولای شي د خپل صلاحیت مطابق موضوعاتو ته د شکایت یا اعتراض د موجودیت او نه موجودیت په صورت کې رسېدنه وکړي.))

الیاسي په دې اړه وايي، کمېسیون اړ دی چې ټولو ثبت شوو او ناثبت شوو ټاکنیزو سرغړونو ته رسېدنه وکړي، خو دومره ځواک نه لري چې ټوله ټولنیزه شبکه کنټرول کړي.

دده په خبره، که ټاکل شوې وي ټوله ټولنیزه شبکه کنټرول کړي باید ددغه کار لپاره تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان جذب کړي.

فېسبوک بې پوښتنې ښار:

 د یحیی پویا په نوم یوه فېسبوک کاروونکي فېسبوک «بې پوښتنې ښار» بللی او لیکلي یې دي: ((د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو لپاره لسګونه پاڼې کار کوي، د مخابراتو وزارت لومړنى هغه وزارت دی چې د یادو فېسبوک پاڼو د څارنې مسوولیت لري باید مخه یې ونیسي، [ځکه دغه ډول تورونه] پر عمومي افکارو ډېر اغېز لري… او خلک له نوماندۍ او رایې ورکولو زړه توري کوي.))

یحیی پویا

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مطبوعاتي سلاکار شېرشاه نوابي وویل، دغه وزارت دوه کاله مخکې د «امنیت سایبري» په نوم ریاست جوړ کړی دی، په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو په همکارۍ فعالیت لري او تر اوسه يې له دې لارې لسګونه  کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

خو هغه زیاته کړه، تر اوسه پر نوماندانو د کسانو له خوا د تورنو د لګولو په اړه چا شکایت نه دی ثبت کړی.

هغه زیاته کړه: ((که کوم نوماند شکایت لري او ویني چې ادرس ته یې سپکاوی کېږي له همدې ریاست سره دې په اړیکه کې شي او خپل شکایت دې ثبت کړي، د افغانستان د اساسي قانون له مخې لومړى دغه شکایت اخیستل کېږي او تعقیب کېږي او وروسته په هغه صورت کې چې تور پورې کوونکی کس شکمن وپېژندل شي عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ورپېژني.))

خو هغه وویل، په هغه صورت کې  چې کوم کس یا نوماند خپل شکایت ثبت نه کړي دغه وزارت نه شي کولی چې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو شخصي پاڼې وتړي.

احمد صهیب حسرت او ناهید بشردوست

Hits: 6506

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…