د مارشال فهیم په اړه د غني خبرې بېلابېل غبرګونونه لري
پاروونکې ویناوې - سپتمبر 22, 2019

د مارشال فهیم په اړه د غني خبرې بېلابېل غبرګونونه لري

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني د مارشال محمد قسیم فهیم د امر څېرلو په اړه خبرو بېلابېل غبرګونونه لرلي او په ټولنیزو شبکو کې د خلکو ترمنځ د لفظي شخړو سبب شوې دي.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ولسمشر محمد اشرف غني له ۱۳۸۱ تر ۱۳۸۳ پورې په افغانستان کې د مالیې وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. په دې وخت کې مارشال محمد قسیم فهیم د ولسمشر کرزي د لومړي معاون او ملي دفاع د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. فهیم په ۱۳۹۲ کال د کب په میاشت کې مړ شو.

ولسمشرۍ ته نوماند محمد اشرف غني، په یوه انتخاباتي غونډه ويلي چې د مارشال محمد قسیم فهیم د امر په مقابل کې درېدلی او د هغه یو امر یې د کابینې د غړو په مخ کې شکولی دی.

غني وېلي: “زه چې کله اوله ورځ د مالیې وزیر شوم، الله تعالى دې فهیم خان وبښي، کله چې د کابینې غونډې ته راغلم، یو امر یې کړی و چې د ګمرکي محصولاتو دوه موټر معاف کړي، امر مې یې د ټولو په مخ کې څیرې کړ او ومې ويل، پس له دې زه د مالیې وزیر یم، که دې قدم ايښی و، بیا خو پوهېږې.”

همدارنګه په خپلو خبرو کې ویلي: «بل وار مارشال فهیم راغی او ویې ویل، زه پنځه سوه زره سرتېري لرم، ماته معاش راکړه، ما وویل، پنځوس زره هم نه لرې، په خدای که یې درکړم، یو کال مکمل کال مې معاش ورنه کړ، بالاخره [مارشال] راغی او راته یې وویل چې نه زرو ته اړتیا لرې، نه ښځې ته اړتیا لرې او نه هم ځمکې ته، له تا سره څنګه ګوزاره وکړم. په ځواب کې مې ورته وویل: په اصولي ډول.»

د مارشال د بنسټ غبرګون

د مارشال محمد قسیم بنسټ د محمد اشرف غني د یادو خبرو په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو غبرګون ښودلی او د غني دغه خبرې یې بې مسوولانه او تهمت بللى دى.

سرچنیې زیاته کړې: “د مارشال اصلي فکر ته په پام چې د افغانستان لپاره د یو بل منل او تېرېدنه وه، ښاغلي اشرف غني ته په درناوي، د افغانستان د مارشال په اړه يې څرګندونې غندو، دغه خبرې د سياسي اخلاقو او د افغانستان د خلکو د ادابو خلاف او د يوه اسلامي هېواد د ولسمشر په شان کې لرې ګڼو.”  

سرچینې لیکلي: «په اسلامي جمهوري نظام کې د افغانستان د مارشال رول په ځانګړې توګه ملي اردو او همدارنګه هر وخت د هغه پر سوله، ملي وحدت، یو بل منل، دینداري او د هغه وطن پرستي د افغانستان قدرمن ولس ته ډېر واضح دي.»

په اعلامیه کې راغلي چې د غني خبرې په غالب ګومان تبلیغاتي جنبه لري.

د مارشال فهیم بنسټ ادعا کوي چې په هغه وخت کې اشرف غني د سیاسي او دولتي موقف له لحاظه په داسې موقف کې نه و چې د دې ډول ادعاوو متناسب شي.

همدارنګه د افغانستان د ملي اجماع رئیس سید عبدالله هاشمی نن ورځ په یوه اعتراضی غونډه کې له غني نه وغوښتل چې د مارشال فهیم په اړه د هغه د خپرو په اړه د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي. هغه خبرداری ورکړی او ویلي یې دی چې که محمد اشرف غني بښنه ونه غواړ،ي د خلکو له جدي غبرګونونو سره به مخامخ شي.

له بلې خوا مخکيني ولسمشر حامد کرزي هم د دې موضوع په اړه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “له بده مرغه چې په یوه ټاکنیز کمياین کې د مارشال محمد فهیم په اړه ښې خبرې ونه شوې. “

کرزي ویلي: ((مرحوم مارشال فهیم چې زما د ولسمشرۍ د دوو دورو پر مهال لومړی مرستیال و او دغه راز باعزته، وطندوست، دینداره او ملي ګټو او د افغانستان د خلکو یووالي ته ژمن کس و، نوموړي به تل ویل چې د افغانستان په ځینو سیمو کې خلک سنګ وايي او په ځينو نورو سیمو کې خلک ډبره وايي، موږ افغانان د دواړو څښتن یو.))

په ټولنیز شبکو کې د خلکو غبرګونونه

د فیسبوک یو شمېر کاروونکو د ولسمشر غني خبرې غندلې دي، خو یو شمېر د غني د خبرو پر ملاتړ پر مارشال محمد قسیم فهیم نیوکه کړې ده.

شېرپاچا تاربز په خپله فيسبوک پاڼه ولسمشر غني ته بدې کلمې کارولې او لیکلي یې دي، اشرف غني د مارشال فهیم د ژوند په دوران کې دغه ډول کار نه شوای کولای چې د نوموړي حکم څیرې کړي.

یو شمېر نورو فسبوک کاروونکو هم د فهیم پر ملاتړ ورته څرګندونې کړې دي.

خو علاوالدین جهانسوز پر خپله فيسبوک پاڼه د مارشال فهیم د یوه طرفدار ته لیکلي: ((د بې ګټې خبرو پر ځای باید فکر وکړو… ښايي د تعصب له وجې یې دا کار کړی وي، موږ او تاسې څه خبر یو.))

سهاب اریا د مارشال فهیم یوه پلوي ته په ځواب کې لیکلي، هغه وخت فهیم له ولسمشر څخه ډېر صلاحیت درلود، خو د بیارغونې کوم کار یې ترسره کړی؟

د نېښ لرونکو خبرو پایلې

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافي وویل، د هغو کسانو په اړه منفي خبرې چې ژوندي نه دي، خو په هېواد کې ډېر شمېر پلویان لري، د دوی د پلویانو د احساساتو پارونې لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: ((زموږ ټولنه داسې ده چې ټول خلک زورواکي دي، هسې نه په داسې کړنو لاس پورې کړي چې د مقابل لوري تر خبرو څو برابر ډېر خراب او خطرناک وي.))

د دولت جوړوونکي ټيم ویاند جاوېد غفور وايي چې نه غواړي اوس په دې اړه څه ووايي.

احمد صهیب حسرت

Hits: 14154

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…