د ګلبدین حکمتیار د ټپي کېدو اوازه ناسمه ده

د ګلبدین حکمتیار د ټپي کېدو اوازه ناسمه ده

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۸): نن د فېسبوک د ځینو کاروونکو له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه کاندید ګلبدین حکمتیار د ټپي کېدو او د هغه د زوی د وژل کېدو خبر خپور شو، خو دغه خبر د کورنیو چارو وزارت او د حزب اسلامي د رسنیو دفتر له خوا رد شو او یوه اوازه یې وبلله.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم مشر ګلبدین حکمتیار په دې وروستیو ورځو کې د ټاکنیز کمپاین لپاره شمالي ولایتونو ته سفر کړی او تر اوسه یې په بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې خپلې کمپایني غونډې ترسره کړې دي.

ناسم اطلاعات:

نن د فېسبوک ځینو کاروونکو اوازه خپره کړه چې حکمتیار ټپي شوی دی.

د عزیز تمکین په نوم د فېسبوک یوه کاروونکي پر خپله پاڼه لیکلي وو: “تازه: نن غرمه په بغلان کې پر ګلبدین حکمتیار ځانمرګی برید شوی چې په پایله کې یې د حکمتیار زوی وژل شوی او دی خپله سخت ټپي دي.”

دغه راز د فېسبوک یوه بل کاروونکي خاطر پردیس لیکلي وو: “تازه: ګلبدین حکمتیار ټپي شوی او څو ساتونکي یې وژل شوي دي.”

د نصیراحمد په نوم یوه بل کس په خپله فېسبوک پاڼه کې داسې لیکلي: “بېړنی: ګلبدین حکمتیار ټپي او زوی یې وژل شوی؛ د ملي امنیت معتبرې او کره سرچینې راپور ورکوي چې تېره ورځ ماښام په بغلان کې د قوماندان میرویس د نیولو په عملیاتو کې وسله واله نښته رامنځته شوې چې په پایله کې یې د حکمتیار زوی وژل شوی او دی خپله ټپي دی. دغه سرچینه زیاتوي چې تېره ورځ د حکمتیار په یوه غونډه کې چې قوماندان میرویس او د هغه کسانو هم ګډون په کې درلود، امنیتي ځواکونو د میرویس د نیولو لپاره عملیات ترسره کړل چې د حکمتیار او قوماندان میرویس کسانو غبرګون وښود، وروسته نښته رامنځته شوه چې په پایله کې یې حکمتیار او قوماندان میرویس ټپیان شول، د میرویس ورور، د حکمتیار زوی او د حکمتیار څو ساتونکي وژل شوي دي.”

سم اطلاعات:

حزب اسلامي دغه خبرونه یوازې اوازې بولي او بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم دغه خبر ناسم بللی دی.

دغه اوازې د فېسبوک ټولنیزې شبکې په ځینو پاڼو کې د دې شبکې د کاروونکو له خوا په داسې حال کې لاس په لاس کېدې چې د حزب اسلامي یوه ارشد غړي پژواک خبري اژانس ته دغه خبر رد کړ او دا یې یوازې اوازه وبلله.

هغه په ټینګار وايي: “دغه خبر د یوه ایراني سایټ له خوا خپور شوی دی او هېڅ حقیقت نه لري.”

نوموړي وویل چې حکمتیار او زوی یې روغ جوړ دي او سرچینې وویل چې حکمتیار پر خپلو ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دی.

دغه راز د هغه غږ په اړه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار وايي: “خلکو اوازه خپره کړې ده چې د مشر (ګلبدین حکمتیار) پر کاروان برید شوی دی، دغه خبر مطلق دروغ دی، کاروان هېڅ ځای نه دی تللی، تېره شپه بغلان ته راغلی دی، دمګړۍ له خلکو سره لیدنې کتنې لري او ښايي غونډه هم ولري. “

د یادونې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ټاکنیز کمپاین د چنګاښ په شپږمه پیل شو او د ټاکنو له ترسره کېدو ۴۸ ساعتونه مخکې پورې به دوام ولري. د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره کېږي.

د حقیقت موندنې پایله:

پژواک خبري اژانس په یوه نوې برنامه کې حقایق څېړلي او خلکو ته ښيي چې دغه خبر د «سم، لږ سم، نیمه سم، یو څه ناسم او ناسم» کتګوریو له ډلې، په ناسمه کټګورۍ کې دی او یوه فېسبوکي اوازه ده.

زرغونه صالحي

Hits: 5777

Check Also

د اردوغان له خوا دوستم ته د پوځي امکاناتو د ورکولو اوازې ناسمې دي

کابل (پژواک، ۱چنګاښ۱۴۰۰): په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې چې ګواکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ار…