د ښوونکو د معاش لوړولو په اړه د جليلي ژمنه خيالي او ناسمه ده

“د ښوونکو د معاش لوړولو په اړه د جليلي ژمنه خيالي او ناسمه ده”

کابل (پژواک، ۱۷ وږى ۹۸): د پژواک خبري اژانس څېړنه ښيي چې ٧٠زره افغانيو ته د ښوونکو د تنخوا لوړولو په اړه د ولسمشرۍ د نوماند سيد نورالله جليلي ژمنه، شته امکاناتو ته له پاملرنې پرته شوې او عملي نه ده.

ولسمشرۍ ته نوماند سيد نورالله جليلي د زمري په ۱۳مه د خپلو ټاکنيزو سياليو د پيل په لومړۍ ورځ ويلي وو: “د ټولنې له منځه ولاړ يم او پوهېږم چې يو ښوونکی په اووه زره افغانۍ څه ډول ژوند کوي، خو د وزير يا رهبر زوی د دوه سوه زرو ډالرو په ارزښت په يوه موټر کې تګ راتګ کوي! دا څه ډول عدالت دی؟ د برياليتوب په صورت کې به د ښوونکي معاش له اوو زرو څخه ۷۰زرو ته لوړوم او د مامورينو معاش به هم لوړ کړم.”

لږ امکانات او ستره ژمنه

اړوندې دولتي سرچينې که څه هم په مشخص ډول د جليلي د ژمنې په اړه څرګندونې نه کوي، خو وايي، دولت دومره امکانات په واک کې نه لري او اوسنۍ بودجه هم شته مالي امکاناتو ته په پام جوړه شوې ده.

د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال دغه وزارت ۲۲۰ زره رسمي ښوونکي لري، خو هر کال يې شمېر له پنځو تر اتو زرو لوړېږي.

هغې د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې په ښوونځيو کې يو شمېر قراردادي ښوونکي هم کار کوي.

د پوهنې او ماليې وزارتونو، د ښوونکو د ټولې مياشتنۍ تنخوا د کچې په اړه معلومات ورنه کړل او نزهت د جزيياتو له ورکولو پرته زياته کړه چې ښوونکي له ۶۵۰۰ تر ۲۵۰۰۰ افغانيو مياشتنۍ تنخوا لري.

هغه وايي، ٢٥زره افغانۍ هغو کسانو ته ورکول کېږي چې تر ليسانس په لوړه کچه زده کړې لري.

د راپورونو له مخې، دې ته په پام چې د ماسټرۍ او دوکتورا لرونکو ښوونکو شمېر ډېر کم دى، که د هر ښوونکي مياشتنۍ تنخوا په منځنۍ کچه لس زره افغانۍ په پام کې ونيول شي، نو يواځې د رسمي ښوونکو کلنۍ تنخوا ٢٦.٤ ميليارده افغانۍ کېږي، خو که تنخوا يې ٧٠زره افغانيو ته لوړه شي، نو کچه يې نږدې ١٨٥ ميليارده افغانيو ته ورسېږي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، تېر (١٣٩٧) کال د افغانستان د دولت عوايد ١٨٩ ميليارده افغانۍ وو، خو که د ښوونکو مياشتنۍ تنخوا ٧٠زره افغانيو ته لوړه شي، نو نږدې ټول کلني ملي عوايد بايد يواځې د رسمي ښوونکو تنخوا ته ځانګړي شي؛ ځکه چې که کال پر کال د دولت عوايد لوړېږي، نو د ښوونکو شمېر هم مخ پر زياتېدو دى.

نزهت وايي، ښه کار دى چې د ښوونکو تنخوا لوړه شي او دا د پوهنې وزارت غوښتنه هم ده، خو هغه زياتوي: “کومې پيسې چې د دولت په خزانو کې دي، ښايي د دې بسنه ونه کړي چې دولت په يو ځل زموږ د ۲۲۰زره ښوونکو تنخواګانې لوړې کړي، په همدې دليل زموږ د ښوونکو تنخواګانې نه دي لوړې شوې.”

د هغې د معلوماتو له مخې، د پوهنې وزارت سږنۍ کلنۍ عادي بودجه ۳۶.۳ ميليارده افغانۍ ده، خو بسنه نه کوي او دغه وزارت ډېر ځله د لګښتونو او د هغو ښوونکو د امتيازاتو په تړاو چې ترفېع او يا قدم اخلي، له مالي ستونزو سره مخ وي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت پراختيايي کلنۍ بودجه ٣.٢ ميليارده افغانۍ ده، خو نږدې يو ميليارد افغانۍ اضافي پراختيايي بودجې ته اړتيا لري.

د نزهت په وينا، د تنخواګانو کموالى تر يو بريده د ښوونې او روزنې بر بهير منفي اغېز کولاى شي؛ ځکه چې کېداى شي ځيني ښوونکي چې لږ تنخوا لري، د خپلې دندې ترڅنګ نور کارونه هم وکړي او تدريسي چارو ته يې پاملرنه کمه شي.

د تنخوا له کموالي د ښوونکو شکایت:

کابل کې د توتيا د نجونو لېسې ښوونکې خالده سميع وايي:”زموږ تنخوا ډېره کمه ده، زه چې د لسانس په کچه زده کړې لرم، مياشتنۍ تنخوا مې اته زره افغانۍ ده، چارواکيو په وار، وار ويلي چې د ښوونکو تنخوا لوړوي، خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.”

هغه وايي چې د ښوونکو اوسنۍ تنخوا هم په خپل وخت نه ورکول کېږي او د هر مالي کال په پيل کې  دوې تر درېيو مياشتو ځنډيږي. 

کابل کې د لامعه شهيد د نجونو لېسې ښوونکې رابعه هم د ښوونکو له لږ تنخوا سر ټکوي او وايي سره له دې چې تنخوا يې کمه ده، د کال په پيل کې په خپل وخت هم نه ورکول کېږي او کله داسې هم ده چې تنخوا يې پنځه مياشتې ځنډېدلې ده. 

يادې دواړه ښوونکې وايي د ښوونکو د تنخوا د لوړېدو په اړه د جليلي ژمنه هم عملي نه ده او د نورو چارواکيو په څېر يوه خيالي ژمنه ده.

د پوهنې وزارت ويانده وايي، چې د پوهنې وزارت هر کال د ماليې له وزارته د ډېرې بودجې غوښتنه کوي، خو د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله يې غوښتنه نه منل کېږي.

د ماليې او پوهنې وزارتونو وياندويان د ټاکنيزو کمپاينونو او په تېره په دې اړه چې د جليلي ياده ژمنه څومره عملي ده، خبرې نه کوي، خو د ماليې وزارت وياند شمروزخان مسجدي وايي چې دغه وزارت بودجوي واحدونو ته امکاناتو او د هر بودجوي واحد کاري وړتياوو ته په پام بودجه ځانګړي کوي.

د ده د معلوماتو له مخې، د روان (۱۳۹۸) مالي کال ټوله ملي بودجه ۴۲۴ ميليارده افغانۍ ده چې ٤٩ سلنه يې له کورنيو عوايدو او پاتې نوره يې له بهرنيو مرستو تمويليږي.

د ولسمشريزو ټاکنو نوماند سيد نورالله جليلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني له دې سره، سره چې يو ښوونکی دی، د خپلې واکمنۍ په دوره کې يې ښوونکو ته په سپکه سترګه کتلي دي.

دی زياتوي، هغه توپير چې د وزيرانو او ښوونکو د تنخواګانو ترمنځ شتون لري په هېڅ صورت د مقايسې وړ نه دى.

هغه زياته کړه: “که موږ غواړو چې له موجوده بحران څخه را ووځو، که وغواړو چې مستقل او خپلواک و اوسېږو، بايد د ښوونکو ژوند ته پاملرنه وکړو.”

جليلي وايي: “زه غواړم د ښوونکو تنخواګانې له ملي عوايدو راپوره کړم.”

هغه وايي، که ولسمشر شي نړيوالې مرستې نه اخلي او اټکل يې دا دى چې په لومړي کال کې به د ملي عوايدو کچه شل ميليارد امريکايي ډالرو ته لوړه کړم.”

خيالي او غولوونکې ژمنې

د اقتصادي چارو پوهان، دا مهال پر بهرنيو مرستو د هېواد تر نيمايي ډېرې بودجې اتکا او نورو امکاناتو ته په پام د سيد نورالله جليلي ياده ژمنه عملي نه بولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي،٧٠زره افغانيو ته د ښوونکو د تنخوا لوړېدو په اړه د جليلي څرګندونې خيالي ژمنه ده او دا مهال په هېڅ صورت د پلې کېدو وړ نه ده.

هغه زياتوي: “دا خيالي اهداف دي، دا کار يو پروګرام ته اړتيا لري، بايد مالي سرچينې يې وسنجول شي چې له کوم مدرکه دغه پېسې تر لاسه او ولګول شي؟ که موږ له کانونو او زراعت څخه پېسې ترلاسه کوو، هغه هم ظرفيتونو ته اړتيا لري چې په لنډ مهال کې هېڅ ممکن نه دي.”

هغه دې ته په اشارې چې د افغانستان شاوخوا نيمايي بودجه له بهرنيو مرستو تمويلېږي او بهرنۍ مرستې هم ورځ تر بلې مخ پر کمېدو دي، زياتوي:”دا [د جليلي] ژمنه هېڅ عملي نه ده، دا داسې مثال لري چې يو سړي ووايي له ما سره موټر نشته، بايسکل راسره دی، خو په دوو ساعتونو کې ځان خوست يا ننګرهار ته رسوم.”

د ده په وينا، دغه ډول ژمنې غولوونکې ژمنې دي او يواځې په ټاکنو کې د رايو ترلاسه کولو په موخه کېږي.

د اسيا پراختيايې بانک تېر ميلادي کال وويل چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې به تر راتلونکو دوو کلونو کمې شي او افغانستان بايد د مرستو دغو کموالي او د ملي بودجې تمويل ته تيارى ولري؛ ځکه چې که د بهرنيو مرستو لپاره بديل لارې ونه لټوي نو د هېواد وضعيت به نور هم خراب شي.

تاج محمد اکبر وايي، دا ښه کار دى چې د کارکوونکو په تنخواګانو کې اوسنى تفاوت چې ځينې يې دېرش زره امريکايي ډالر تنخوا لري او ځينې يې په شپږ زره افغانۍ کار کوي، له منځه ولاړ شي، خو وايي دا شونې نه ده چې د ښوونکو تنخوا ٧٠ زره افغانيو ته لوړه شي.

هغه ونه ويل چې څوک او څومره کسان دېرش زره ډالر تنخوا لري.

کابل کې د کاردان خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد قيس محمدي هم وايي، د ټاکنيزو کمپاينونو په ورځو کې ځينې سياستوال د رايو ترلاسه کولو په موخه داسې “عوام فرېبانه يا غولونکې” ژمنې کوي چې عملي بڼه نه لري. دى وايي د جليلي ياده ژمنه هم له همدا ډول ژمنو څخه ده.

هغه زياتوي: “زموږ ملي عوايد نه شي کولای زموږ پراختيايي بودجه راپوره کړي او يا هم د ملي دفاع وزارت لګښتونه راپوره کړي؛ څرنګه امکان لري چې موږ د ښوونکو تنخواګانې دومره لوړې کړو.”

محمدي زياتوي: “د هېواد د کانونو ايستو بهير ته په پام، په هېواد کې شته فساد ته په پام او ناامنيو ته په پام، دا ژمنه په هېڅ صورت عملي نه ده.”

د حقيقت معلومولو پايله:

پژواک خبري اژانس دا د ولسمشرۍ د نوماندانو ژمنې ارزوې او خلکو ته ښيي چې دغه ژمنې له “سم، يو څه سم، نيمه سم، يو څه ناسم او ناسم” کټګوريو (برخو) څخه په کومه برخه کې شاملې دي.

د بېلابېلو سرچينو څرګندونې ښيي چې ٧٠زره افغانيو ته د ښوونکو د تنخوا لوړېدو په اړه د ولسمشرۍ د نوماند سيد نورالله جليلي ژمنه ناسمه ده؛ ځکه چې دا مهال امکاناتو ته په پام د دې ژمنې عملي کول شوني نه دي خو کېداې د ښوونکو تنخواګانې تر یوه بريده لوړې شي.

احمدشاه عرفانيار

Hits: 43098

Check Also

د ګمرکونو او مخابراتو د عوایدو ډېروالي په اړه د حکمتیار څرګندونې یو څه ناسمې دي

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): د پژواک څېړنه ښیی چې د ګمرک د عوایدو د ډېروالي په برخه کې د ولسمشر…