سم - مې 12, 2021

طبي پوهان: که خلک د اختر په ورځو کې روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه کړي له بحران سره مخ کېږو

کابل (پژواک،۲۲ غویی۱۴۰۰): طبي پوهان له هېوادوالو غواړي چې هېواد کې د کرونا مثبت پېښو ډېرېدو د مخنیوي لپاره د اختر په ورځو کې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي او له غیر اړین تګ راتګ څخه دې ډډه وکړي.

د افغانانو په ګډون ټوله نړۍ کې مسلمانان هر کال د کوچني او لوی اختر ورځې لمانځي، دوی په جومات کې تر لمانځه وروسته یو بل ته غېږ ورکوي او اختر مبارکي وايي.

دوی په دغو ورځو کې د نوو جامو او رنګا رنګ خوړو ترڅنګ د یو بل کورونو او تفریحي سیمو ته ځي او د اختر ورځې لمانځي.

نن چې د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ ورځ ده، عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې او وايي، له دې مخکې هم د خلکو د نه پاملرنې له امله د کرونا مثبتې پېښې له څلور څخه ۱۱ سلنې ته لوړې شوې دي.

طبي پوهان: که خلک اختر کې روغتیايي سپارښتنې مراعات نه کړي له بحران سره مخ کېږو

د افغان ــ جاپان روغتون د جدي مراقبتونو برخې (ICU) موظف ډاکتر حشمت الله فیضي هېواد کې د کرونا ناروغۍ د مثبت پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل: “زموږ د ډاکترانو اندېښنه داده چې هېوادوال مو که د اختر ورځو کې وقایوي تدابیرو ته پام ونه کړي، باور وکړئ له بحران سره به مخ شو.”

نوموړي د تېر کال کوچني اختر ته اشاره وکړه او ویې ویل، د هېوادوالو د نه پاملرنې له امله د کوچني اختر په رارسېدو د مثبت پېښو او مړو شمېر ډېر شوی و.

هغه روښانه کړه چې د خلکو د نه پاملرنې له امله اوس مهال هم د کرونا مثبت پېښو ګراف د لوړېدو په حال کې دی، ډېر امکان شته چې د اختر ورځو کې د کرونا مثبت پېښو او مړو شمېر دوه برابره ډېر شي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت رییس او د دغه وزارت ویاند ډاکتر غلام دستګیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د کوچني اختر رارسېدل او د کرونا پر وړاندې د هېوادوالو نه پاملرنه د اندېښنې وړ دي.

هغه زیاته کړه: “د کرونا تر ټولو ډېرې مثبت پېښې مو تېر کال له کوچني اختر وروسته لرلې او عمده لامل یې هم د اختر په ورځو کې تګ راتګ و، ډېری هېوادوالو خپل دوستان له لاسه ورکړل.”

نوموړي وویل، که د تېرو کلونو په څېر له غیر اړینو لیدنو او راټولېدو ډډه ونه شي ښايي د کرونا مثبتې پېښې او د مړینې کچه له سږني کوچني اختر وروسته ډېره شي.

هغه وویل کړه: “ډېره هڅه دې وشي چې له کوره بهر نه شي، که بیا هم اړتیا شوه چې له کوره بهر شي باید وقایوي ټکو ته پام وکړي.”

د نوموړي په خبره، د ماسک تړل، د لاسونو پرله پسې مینځل، د ټولنیز واټن مرعات او په سرپټو ځایونو کې له راټولېدو ډډه کول هغه عمده روغتیايي ټکي دي چې باید مراعات شي.

نظري پر ماسک تړلو ټینګار وکړ او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د اختر لمانځه پر مهال دې ټولنیز واټن مراعات کړي، حتمن دې ماسک وتړي او له مخ ښکلولو او غېږه ورکولو دې ډډه وکړي.

نوموړي وویل، که هېوادوال روغتیايي سپارښتنې مراعات نه کړي ناورین به رامنځته شي، ځکه د تېر کال کوچني اختر کې د کرونا مثبت پېښو شمېر د پام وړ ډېر شوی و.

هغه د کرونا ویروس پر وړاندې د هېوادالو بې تفاوتي د اندېښنې وړ وبلله او زیاته یې کړه، په وروستیو ورځو کې پردغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د پام وړ ډېر شوی دی.

د یادونې ده چې نظري د روان کال د غويي په ۱۵ مه په یوه خبري ناسته کې هېواد کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې خبر ورکړ او ویلي یې و چې د کرونا د مثبت پېښو شمېر له څلور څخه ۱۱ سلنه ته ډېر شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر اوسه نږدې ۶۳ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او ۲۷۱۳ کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

عامې روغتیا وزارت او طبي پوهانو دغه اندېښنې داسې مهال مطرح کړې چې په وروستیو ورځو کې ډېری هېوادوال د روغتیايي سپارښتو له مراعاتولو پرته بازارونو ته وتلي او د اختر لپاره تیاری نیسي.

خو یو شمېر هېوادوالو ځينې روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي او له ماسک څخه استفاده کوي.

هېوادوال بېلا بېل نظرونه لري:

د رستم په نوم د کابل ښار اوسېدونکي چې پر کرونا ناروغۍ یې باور نه درلود وویل، د کرونا ناروغۍ له پیل راهیسې یې تر اوسه د کورنۍ هېڅ غړی پر دې ناروغۍ نه دی اخته شوی.

هغه زیاته کړه، د ځان په ګډون یې د کورنۍ هېڅ غړي روغتیايي سپارښتنې نه دي مراعات کړې، سربېره پر دې هم پر کرونا ناروغۍ نه دي اخته شوي.

نوموړي وویل: “موږ الحمدلله مسلمانان یو، پر الله (ج) په توکل پر کرونا ناروغۍ نه اخته کېږو، موږ د اختر په ورځو کې هر ځای ځو او ښه یې لمانځو.”

خو د کابل ښار د خیرخانې اوسېدونکي شبیر احمد وویل، د اختر په ورځو کې کور کې پاتې کېږي، که څوک یې کور ته د اختر مبارکۍ لپاره راغلل له مخ ښکلولو او غېږه ورکولو ډډه کوي، ځکه د تېر کال له اختره ترخه خاطره لري.

نوموړي زیاته کړه: “تېر کال ما او ټولې کورنۍ مو کرونا جدي ونه ګڼله، د اختر په درېیو ورځو کې د یو او بل کورونو ته لاړو او خوښۍ مو وکړې، خو پایله یې ډېره ترخه وه، سپین سرې مور مې پر کرونا اخته شوه او د شکر ناروغۍ د لرلو له امله یې له یوې اوونۍ وروسته موږ پرېښودو او له فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې.”

هغه روښانه کړه، له مور وروسته یې د کورنۍ ټول غړي پر دې ناروغۍ اخته شول، خو بېرته جوړ شول.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې کرونا جدي وګڼي، تل په ځانګړې توګه اختر ورځو کې روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول مراعات کړي څو د ده پر برخلیک اخته نه شي.

په ورته وخت کې د کابل ښار د چهلستون سیمې اوسېدونکي فدا محمد چې د وچې مېوې د پېر لپاره د کابل ښار منډويي ته راغلی و، وویل: “زه تل له ماسک څخه استفاده کوم، کورنۍ مې هڅوم چې له ماسک پرته له کوره بهر نه شي.”

هغه زیاته کړه، د اختر په ورځو کې د دوستانو او خپلوانو لیدو ته ځي، خو روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول مراعاتوي.

د یادونې ده چې کرونا ویروس لومړی ځل د ۱۳۹۸ کال په لیندۍ میاشت کې د چین په اوهان ښار کې، ورپسې د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو. افغانستان کې د دغه ویروس لومړی مثبت پېښه د همدغه کال د کب په پنځه هرات ولایت کې ثبت شوه.

په هېواد کې د دې ناروغۍ تر ډېرېدو وروسته د کابینې د پرېکړې له مخې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تېر کال د (وري په اتمه) کابل کې پر تګ راتګ قیودات وضع شول، پر غیر ضروري دولتي ادارو سربېره رستورانټونه او سوداګریز مارکېټونه هم د درېیو اوونیو لپاره رخصت شول چې د کرونا ناروغانو په ډېرېدو کابل ښار کې د تګ راتګ قیودات تمدید شول.

د یادونې ده چې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر اوسه افغانستان کې تر ۶۲ زره او ۷۰۰ کسانو ډېر پر یاده ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۲۷۱۳ کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه ټوله نړۍ کې له ۱۵۳ میلیون ډېر کسان پر کرونا اخته شوي چې تر ۱۳۰ میلیون کسانو ډېر یې بېرته جوړ شوي، خو تر ۳،۲ میلیون کسانو ډېر یې مړه کړي دي.

عزیزالله همدرد

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 9098

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…