فیچري راپورونه - اگست 1, 2021

محصلینو په جبري توګه د کرونا واکسین تطبیق د بندېدو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۰): د هېواد په تحصیلي مرکزونو کې محصلینو ته په جبري ‌ډول د کرونا واکسین تطبیق په تړاو د حکومت له تصمیم وروسته ځینو محصلینو پر حکومت نیوکه کړې او دغه تصمیم یې له بشري حقونو سرغړونه بللې او غوښتنه یې کړې چې د واکسین د تطبیق جبري بهیر دې ودرول شي.

حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې محصلینو ته د کرونا واکسین له تطبیق وروسته به د زمري په ۱۶مه په ټول هېواد کې د لوړو زده کړو موسسو درسونه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ محصلینو ته د کرونا واکسین تطبیق جبري بللی او ویلي یې دي چې د واکسین کارت له درلودو پرته هیڅ محصل ته د لوړو زده کړو موسسو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

که څه هم محصلین د خپلو زده کړو د بیا پیلېدو په اړه خوښ دي، خو د واکسین جبري تطبیق د قانون خلاف او له بشري حقونو سرغړونه بولي.

محصلین: د واکسین د جبري تطبیق پروګرام پوښتنې را ولاړوي

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د لومړي کال محصلې سمیرا پژواک ته وویل: ((دا چې درسونه مو پیل شوي ډېر خوشحاله یو، خو دا چې واکسین یې جبري کړی موږ اندېښنه لرو او پوښتنه راته پیدا شوې چې ولې؟))

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د لومړي کال محصلې سمیرا پژواک ته وویل: «داچې درسونه مو پيل شول، ډېر خوشحاله یو، خو دا چې واکسین یې جبري کړی، اندېښنه لرو؛ ځکه څوک ښایي حساسیت ولري، ځیني ناروغان وي چې دغه واکسین ورته مضر دی او ان د ځینو د ځان په بیه تمامېدای شي.»

دې له حکومت څخه وغوښتل چې د خپلو خلکو بشري حقونو ته درناوی ولري او د واکسین د جبري تطبیق مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتونونو اتحادیې د «په اجباري ډول د واکسین تطبیق نه منو» تر عنوان لاندې هشتک خپور کړی دی.

د دریا خروشان په نوم فیسبوک کاروونکي لیکلي: ((ولې محصلین د واکسین تطبیق ته مجبوروئ! دا د قانون خلاف کار دی، ځینې کسان شته چې نه غواړي واکسین شي، نو تاسو حق نه لرئ چې څوک واکسین کولو ته اړ کړئ.))

د کابل پوهنتون محصل صالح تلاش لیکلي: ((زه نه غواړم واکسین وکړم، ولې یې دغه کار جبري کړی، ځکه په دې واکسین شک لري، حتمن له کاسې لاندې نیمه کاسه شته ده.))

د مرسل بدخش په نوم فیسبوک کاروونکې پر خپله پاڼه د «کرونا واکسین، د استعمار تازه پروژه!» په نوم مطلب خپور کړی دی.

هغې لیکلي: ((بیدار شئ، دغه پروژه (کرونا واکسین) ستاسو د له منځه وړلو لپاره دی. پلرونه، ګاونډیان او وطنوال مو یې ووژل، اوس غواړي خوندي پاتې شوي کسان د واکسین په وسیله ووژني.))

نوموړي ویلي، اوس د روغتیا «مزدور» وزارت اعلان کړی چې غواړي کرونا واکسین په جبري ډول کارکوونکي په ځانګړې توګه زده کوونکو او محصلینو ته (چې تر ۱۸ کلونو ډېر عمر لري) تطبیق کړي.

بدخش لیکلي: ((ژوند ستاسو حق دی. مرګ د لوی خدای (ج) په اراده دی. حتمن تاسو او د کورنۍ غړو مو کرونا ناروغي تېره کړې ده. ستاسو بدن کې تولید شوې انټي باډي له واکسین قوي ده او کفایت کوي. اړتیا نشته چې ساختګي واکسین وکاروئ. په ځوانانو کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړینې کچه ډېره لږ ده او یا اصلا نشته. له دې امله اندېښنه مه کوئ.))

په ورته وخت کې د نظام شمسي په نوم بل فیسبوک کاروونکي هم پر خپله پاڼه د کرونا واکسین له تطبیق وروسته د پولیتخنیک پوهنتون د یوه محصل د مړینې خبر ور کړی دی.

هغه د وفات شوي محصل د خپلوانو په حواله لیکلي: محمد عزیز د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم ټولګي محصل د کرونا د جانسون واکسین د تطبیق له امله مړ شو.))

د یادونې ده چې داخلي او نړیوالو رسنیو د چنګاښ په ۲۳ مه د «جانسون واکسین په تطبیق کېدونکو کې له شپږو اوونیو وروسته رواني اختلال رامنځته کوي» په اړه راپور خپور کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې درې میلیون دوزه جانسون ــ جانسون واکسین له افغانانو سره مرسته کړې او د روان کال د چنګاښ له ۱۹ یې د ښوونکو او پوهنتون د استادانو په ګډون هېوادوالو ته د تطبیق بهیر پیل شوی دی.

طبي پوهان: هېڅ کس او چارواکی حق نه لري چې محصلینو ته په جبري توګه واکسین تطبیق کړي

د رواني او عصبي برخې متخصص ډاکتر حکیم الله صالح پژواک ته وویل، که څه هم واکسین ضروري دی، د کرونا واکسین خدمات باید اختیاري وي او دا د هېوادوالو حق دی.

هغه زیاته کړه: ؛هیڅ کس او چارواکی حق نه لري چې په جبري ډول د کرونا واکسین خدماتو په نورو تطبیق کړي.))

نوموړي وویل، کرونا واکسین د «کرونا پر وړاندې د معافیت رامنځته کولو او دې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي» پر ګټو سربېره جانبي عوارض هم لري.

صالح د جانسون واکسین تر تطبیق وروسته د یوه محصل د مړینې په اړه خپاره شوي مطلب ته په اشاره له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې په دې اړه څېړنې وکړي چې د یاد محصل د مړینې لامل روښانه شي.

نوموړي محصلینو ته د کرونا واکسین تطبیق یوه مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل، د کرونا واکسین تطبیق د دې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې د معافیت رامنځته کېدو او د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره ضروري دی، خو تطبیق یې دې اختیار وي.

د هغه په خبره، د کرونا د مخنیوي لپاره غوره ده چې محصلین ټولې روغتیايي سپارښتنې (ټولنیز واټن، له ماسک څخه استفاده او په پرله پسې ډول په صابون سره د لاسونو مینځل) مراعات کړي.

هغه د لوړو زده کړو وزارت اقدام نیک کار وباله خو په ټینګار سره یې وویل، هیڅوک حق نه لري چې د کرونا واکسین  خدمات په جبري ډول تطبیق کړي.

لوړو زده کړو وزارت

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حامد عبیدي د پولیتخنیک پوهنتون د یوه محصل مړینه تایید کړه او ویې ویل، دغه محصل ته د پوهنتون په داخل کې واکسین نه دی تطبیق شوی او تر اوسه یې د مړینې لامل نه دی روښانه شوی.

هغه په دې اړه خپاره شوي مطالب چې جانسون واکسین یوه نادره عصبي ناروغي ډېروي رد کړل او ویې ویل، د دغه واکسین له امله رامنځته شوي هیڅ ډول جانبي عوارض نه دي ثبت شوي.

نوموړي د دې په روښانولو چې کرونا واکسین د هېواد د لوړو زده کړو په ټولو بنسټونو کې عملا پیل شوی زیاته کړه: ((هغه واکسین چې محصلینو، استادانو او کارکوونکو ته تطبیق کېږي د روغتیا نړیوال سازمان او د هېواد د عامې روغتیا وزارت تایید لري او تر اوسه یې د جانبي عوارضو هیڅ شمېرې نه دي ثبت شوې.))

نوموړي په دې اړه چې د جانسون واکسین تطبیق یوه عصبي نادره ناروغي ډېروي اوازه وبلله او ویې ویل، د کتلوي معافیت رامنځته کېدو له امله د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د واکسین تطبیق پیل شوی دی.

عبیدي زیاته کړه، د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د واکسین په تطبیقېدو سره به د کرونا په نورو څپو کې د یادو بنسټونو بندېدو ته اړتیا نه وي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند له محصلینو وغوښتل چې پوهنتونونو ته لاړ شي او د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري یاد مطب چې ګواکې کرونا واکسین انسانان وژني بې اساسه وباله او ویې ویل، د جانسون واکسین تطبیق تر اوسه هیڅ امنفي اغېز نه دی کړی.

هغه زیاته کړه چې د پخوا په پرتله واکسین ته د خلکو علاقمندي ډېره شوې ده.

د کرونا ټولو واکسینونو د روغتیا نړیوال سازمان قانوني جواز ترلاسه کړی، ګټور، خوندي او د تطبیق وړ دي او هیڅ ستونزه نه لري.

طاهري زیاته کړه، تر اوسه په امریکایانو کې ۱۲ میلیون کسان جانسون واکسین ترلاسه کړي چې له دې ټولو څخه د ګوتو په شمېر د عصبي اختلال څو پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي روښانه کړه: ((که د سلګونه زرو کسانو ترمنځ یو کس ته عصبي اختلال پیداکېږي د تشویش وړ خبره نه ده، ځکه چې هغه هم ژر تېرېږي.))

د طاهري په خبره، جانسون واکسین یو لړ نادر عصبي اختلالات رامنځته کوي خو باید تمرکز پرې ونه شي، ځکه د جانسون واکسین ګټې د هغو د جانبي عوارضو په پرتله ډېرې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند وویل، محصلین د زده کړو لپاره په یوه سرپټه فضا کې ټولېږي له همدې امله د واکسین تطبیق ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې دواړو سرچینو د واکسین د اجباري تطبیق د بهیر بندېدو په اړه د محصلینو د غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ په دې اړه چې د کرونا واکسین جبري تطبیق د محصلینو د بشري حقونو نقض نه دی وویل: ((اوس مهال هېواد کې تر دې مهم موضوعات شته، اوس موږ په دې اړه هیڅ نه شو ویلای او هیڅ نظر نه لرو.))

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم ځینو فیسبوک کاروونکو او ډاکترانو له کرونا واکسین ګټه خطرناکه بللې او ویلي یې وو چې د روغتیایي وضعیت د خرابوالي ان د ځینو کسانو د مړینې لامل شوي؛ خو عامې روغتیا وزارت هغه څرګندونې اوازې بللې او ویلي یې وو چې کرونا واکسین هیڅ ډول جانبي زیان نه لري.

Hits: 7817

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…