ناسم - مې 2, 2021

هېواد کې د قرنطین وضع کېدو په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري

کابل(پژواک،۷ غویی ۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو ځينې کاروونکو داسې مطالب خپاره کړي چې ګواکې هېواد کې د کرونا ناروغۍ د ډېرېدو له امله ۴۰ ورځنی قرنطین اعلانیږي، خو د عامې روغتیا وزارت وایي چې تر اوسه دغه ډول تصمیم نه دی نیول شوی.

ادعاوې:

د «ریاست امتحانات کانکور وزارت تحصیلات عالي» په نوم فېسبوک پاڼې د غويي په ۴مه د «موږ قرنطین نه غواړو» تر سرلیک لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دغه مطلب کې راغلي، ښايي د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره هېواد کې ۴۰ ورځنی قرنطین اعلان کړي.

دغه راز، د قصیر سراج په نوم بل فېسبوک کاروونکي لیکلي: “ښايي د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره هېواد کې ۴۰ ورځنی قرنطین اعلان کړي. موږ قرنطین نه غواړو، موږ په انلاین ډول درسونو او تشدیدي سمستره له چانس خوړولو او ان ناکام کېدو پرته هېڅ خیر نه دی لیدلی.”

په ورته وخت کې د مختار کلانتري په نوم بل فېسبوک کاروونکي لیکلي: “افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه؛ ښايي لوی ښارونه دویم ځلي قرنطین شي.”

ځینو نورو کسانو واټس اپ ګروپونو کې هم لیکلي چې هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو د کرونا ویروس د ډېرېدو له امله په لویو ښارونو کې قرنطین وضع کېږي.

زیارمل وردګ، د واټس اپ یوه ګروپ کې لیکلي: “تازه، ښايي افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره ۴۰ ورځنی قرنطین اعلان شي.”

د عامې روغتیا وزارت د خپرو شوو شمېرو له مخې، تېره ورځ هېواد کې د کرونا ویروس ۲۱۰ مثبتې او شپږ د مړینې پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې دغه شمېر شاوخوا یوه میاشت مخکې ( د روان کال د وري په پنځمه) ۲۸ وو.

حکیم الله هم ورته یو متن واټس اپ ګروپ کې خپور کړی دی.

په ورته وخت کې نن سهار کابل ښار کې د یوې راډیو کارکوونکي وویل، ټاکل شوې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د ډېرېدو او کرونا ویروس د تازه نوعې د مخنیوي لپاره په مرکز او ولایتونو کې یو ځل بیا قرنطین وضع شي.

پر ټولنیزو رسنیو د یادې موضوع تر خپرېدو وروسته اوس هېوادوال هم په دې اړه خبرې کوي او ان ځينې زده کوونکي او محصلین د دغه خبر له حقیقت څخه اندېښمن دي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د لومړي کال محصلې سارا صالحي وویل، د محصلینو ترمنځ اوازه شته چې له راتلونکې شنبې (د غويي ۱۱مه) د ۴۰ ورځو لپاره قرنطین وضع کېږي.

هغه زیاته کړه: “خدای دې وکړي چې دغه خبر واقعیت نه وي، موږ تېر کال له انلاین درسونو خیر ونه لید، هېڅ مو زده نه کړل، که بیا قرنطین شي بېسواده فارغېږو.”

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت کارکوونکې ذکیې ابراهیمي هم پژواک ته وویل، همکاران مو د ۴۰ ورځني قرنطین په تړاو خبرې کوي، خو نه پوهیږي چې دغه موضوع به څومره حقیقت ولري.

حقیقت موندنه:

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ۴۰ ورځني قرنطین د وضع کېدو اړوند خبرونه اوازه او ناسم بولي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه په هېواد کې د قرنطین د وضع کېدو په اړه تصمیم نه دی نیول شوی.

هغه زیاته کړه: “هغه مطالب چې ټولنیزو شبکو کې د قرنطین په تړاو خپرېږي د عامې روغتیا وزارت خبرې نه دي.”

نوموړي وویل، تر اوسه د کرونا پېښې دومره نه دي چې قرنطین وضع شي.

پایله: د قرنطین وضع کېدو اړوند خپره شوې موضوع د افغانستان عامې روغتیا وزارت له خوا رد شوه.

پرېکړه: په هېواد کې د قرنطین د وضع کېدو اړوند خپره شوې موضوع ناسمه ده.

 

عزیزالله همدرد

Hits: 3212

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…