ناسم - مې 2, 2021

طبي متخصصین: د “بلدرغو” بوټي په وسیله د کرونا درملنه علمي بنسټ نه لري

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي ادعا کوي چې له «بلدرغو» بوټي ګټه اخیستل د کرونا درملنې لامل ګرځي خو طبي پوهان دا ادعا ردوي او وایي چې دغه مطلب اوازه ده او د کرونا درملنه کې اغېزناک نه دی او علمي اړخ نه لري.

بلدرغو (ګلپر) هغه بوټی دی چې د هېواد په لوړو څوکو او هزاره جات سیمو کې شین کېږي او په یوناني طب کې د ځینو ناروغیو لپاره هم ترې ګته اخیستل کېږي.

اوازې:

ابوز رشادي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «یوازې د «بلدرغو» په یو ګېلاس چای څښلو مې کرونا ته ماتې ورکړه.»

د دغه پوسټ په پای کې فرخندې رحمان لیکلي: «زه کرونا نه یم نیولې، خو مور مې پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره تېره شپه [بلدرغو] راووړ، ما تر اوسه نه دی خوړلی او پر خوند یې نه پوهېږم.»

د فېسبوک یوه کاروونکي علي سینا هم پر خپله فېسبوک پاڼه د بلدرغو (ګلپر) په اړه مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي: «زما ملګری صادق سیرت چې پر کرونا اخته شوی و، له نېکه مرغه له بلدرغو یې استفاده وکړه او ښه نتیجه یې ورکړې ده.»

د فرحناز نیوز په نوم فېسبوک کاروونکې هم د «بلدرغو وخورئ او له کرونا مه وېرېږئ» تر عنوان لاندې ويډیویي کليپ خپور کړی چې د بلدرغو چمتو کولو په اړه په کې خبرې شوې دي.

هغې ویلي: «بلدرغو هغه بوټی دی چې د کرونا پر وړاندې درېدلی او ماتې یې ورکړې ده.»

د انسټاګرام کاروونکي علي یار خواتي هم د کرونا درملنې لپاره پر خپله پاڼه د بلدرغو اغېزناک والي په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

هغه لیکلي: «بلدرغو کولای شي په ۲ تر ۳ ساعتونو کې کرونا ته ماتې ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د بلدرغو بوټي اغېزناک توب په اړه نه یوازې په ټولنیزو پاڼو کې مطالب خپاره شوي، بلکې د خلکو ترمنځ په شفاهي ډول هم د هغه په اړه خبرې کېږي.

د کابل ښار دشت برچې سیمه اوسېدونکې زهرا رضایي په داسې حال کې چې د یوناني درملو له یوه پلورنځي یې بلدرغو پېرل، پژواک ته وویل: «بلدرغو زموږ ټوله کورنۍ له وژونکې ناروغۍ کرونا وژغورله؛ په واقعیت کې په لوی مصیبت اخته شوي وو.»

هغې چې ۹ کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي، زیاته کړه: «د کرونا لومړۍ څپې پر مهال موږ ټول د کورنۍ غړي پر کرونا اخته وو، خو له بلدرغو بوټي له درې ځلې ګټې اخیستنې وروسته ټول روغ شوو.»

نوموړې وویل، ځینو خپلوانو یې هم له دغه بوټي استفاده کوله او مطلوبه پایله یې ترلاسه کړې وه.

په ورته مهال د کابل اوسېدونکي شېراحمد هم د کرونا درملنې لپاره بلدرغو بوټی ګټور وباله، ویې ویل: «د کرونا په دویمه څپه کې مې مور، پلار او یوه خور پر کرونا اخته شول، روغتیایي حالت یې ښه نه و، انا مې وویل چې ورشه له یوناني دوکانه د ۱۰۰ افغانیو بلدرغو راوړه، هغه مې راووړ او په اوبو کې یې وخوټاوه او د چای په ډول یې وڅښه.»

هغه څرګنده کړه چې د ورځې یې یو ځل د بلدرغو چای څښه او له درېیو ورځو وروسته ورغېدل.»

د کابل ښار به کلوله پشته کې یوناني ډاکتر معلم ابراهیم پژواک ته وویل چې ډېری هېوادوال د کرونا په لومړۍ او دویمه څپو کې د هغې درملنې لپاره د نورو یوناني درملو ترڅنګ د بلدرغو له بوټي استفاده کوله.

هغه زیاته کړه چې د دودیز طب پر اساس، بلدرغو د معدې قوي کوونکی، د وینې تصفیه کوونکی او د مکروب وژونکی بوټی دی چې د مور شیدو د ډېروالي، د خوړو هضمولو حافظې پیاوړي کولو او ملار درد لپاره هم ګټه لري.

د یادونې ده، د روغتیا په برخه کې پر پرمختګونو سربېره، دودیز طب او د يوناني بوټو درملو لا هم د عامو خلکو، په ځانګړي ډول پاخه عمر کسانو ترمنځ خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی.

حقیقت موندنه:

روغتیا پوهان وایي، د کرونا درملنې لپاره د بلدرغو بوټي اغېز نه دی ثابت شوی.

د افغان- جاپان روغتون پخواني رییس حکیم صالح وویل، ښایي ځیني خلک چې په کلیو کې ژوند کوي، د درملو په ډول ترې استفاده وکړي، خو له علمي نظره د کرونا درملنې لپاره د هغه اغېز نه دی ثابت شوی.

بلخوا په افغان- جاپان روغتون کې د جدي پاملرنې برخي یا (ICU) مسوول ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل چې ښایي عام خلک له دغه بوټي ګټه واخلي؛ خو د کرونا ویروس رغوونکی نه دی.

نوموړي زیاته کړه چې د کرونا ناروغي درملنې لپاره تر اوسه له واکسین پرته چې هغه هم سل په سله اغېزناک نه دی، هېڅ درمل نه دي جوړ شوي.

دواړو یادو سرچینو له خلکو وغوښتل چې د کرونا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې (د فاصلې مراعاتول، ماسک اغوستل او په مکرر ډول د لاسونو مینځل) مراعات کړي.

د عامې روغتیا وزارت: د کرونا درملنې لپاره له بلدرغو بوټي استفاده، علمي بنسټ نه لري.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي پژواک ته وویل چې د کرونا درملنې لپاره تر اوسه هېڅ درمل نه دي جوړ شوي.

هغه د دې په ویلو چې د کرونا درملنې لپاره د بلدرغو بوټي اغېز په اړه کومه څېړنه نه ده ترسره شوې، وویل چې تر دې دمه هېڅ روغتیايي بنسټ د کرونا درملنې لپاره د دغه بوټي استفادې وړاندیز نه دی کړی او علمي اساس نه لري.

نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې په هېواد کې د کرونا خپرېدو مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې (د فاصلې مراعاتول، ماسک اغوستل او په مکرر ډول د لاسونو مینځل) مراعات کړي.

پایله: د ټولنیزو شبکو ځیني کاروونکي او هېوادوال په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره د بلدرغو بوټی تبلیغوي چې د روغتیایي چارو متخصصین یې اغېز ردوي.

پرېکړه: د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د بلدرغو اغېرناک توب نا تایید شوې ادعا ده.

 

عزیزالله همدرد

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 2785

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…