فېسبوکي اوازې - اپریل 27, 2021

د طب متخصصین: د کرونا درملنه کې د عسلو اغېزناک والی له علمي نظره نه دی تایید شوی

کابل (پژواک، ۴ غويی۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو ځني کاروونکي او هېوادوال وايي چې شات د کرونا درملنې لپاره ګټور دي خو د طب برخې پوهان دغه خبره ردوي او وايي چې په دې برخه کې له شاتو استفاده علمي بنسټ نه لري.

اوازې: «روستا د عسل راټولولو، پروسس او پلورلو مرکز» د دغه مرکز د عسلو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه لیکلي:”د عسلو په وسیله د کرونا مقابل کې د بدن دفاعي سیستم پیاوړتیا.”

د ټویټر کاروونکي نازي هم پر خپله پاڼه لیکلي: “د کرونا درملنې اغېزناکه لار: د کرونا وژلو لپاره، درې ورځې عسل له چای سره وڅښئ.”

د «صحت و زندگی» په نوم فېسبوک پاڼې هم د کرونا ناروغ د خوړو او نه خوړو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

سرچینې د کرونا ناروغ بدني سیستم پیاوړي کولو لپاره مناسب غذایي رژیم ګټور بللی او د کرونا ناروغ درملنې لپاره یې له عسلو استفاده غذایي رژیم بللی دی.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو سربېره، یو شمېر کابل ښاریان هم د کرونا درملنې لپاره د شاتو پر اغېز ټینګار کوي او نور له هغو څخه ګټې اخیستنې ته هڅوي.

د کابل کلوله پشتې اوسېدونکی احمد نواب چې په کور کې له عسلو ډېره استفاده کوي، پژواک ته وویل، ځیني خپلوان یې چې پر کرونا اخته وو، له شاتو تر استفادې وروسته روغ شوي دي.

په ورته مهال، د کابل خیرخانې اوسېدونکی شبیراحمد وايي چې که څه هم شات یې د کورنۍ منظم خواړه دي؛ خو د کورونا ویروس خپرېدو په وخت کې یې د هغو کارول دوه برابره کړي دي.

هغه د کرونا پر مهال له شاتو د ډېرې ستفادې لامل د انسان د بدن مقاومت لوړوالی بولي.

شبیراحمد چې د مچیو فارم لري، وایي چې تېر کال د کرونا ویروس ناروغۍ  ډېر لوړوالي پر مهال د هغه ډېری ملګرو د دې ناروغۍ درملنې لپاره شات کارول.

هغه زیاتوي چې د کرونا ویروس خپرېدو پر مهال خپلوانو ته د هغه یوازېنۍ ډالۍ همدغه عسل وو.

حقیقت موندنه: روغتیا پوهان وایي، د کرونا درملنې لپاره د طبیعي شاتو اغېز نه دی ثابت شوی.

د افغان- جاپان روغتون پخواني رییس حکیم الله صالح وویل چې د نبوي طب پر اساس، له عسلو ګټه اخیستنه رغوونکې ده؛ خو دومره نه دي چې د کرونا ویروس درملنه وکړي.

هغه زیاته کړه چې له علمي نظره، د کرونا ناروغۍ لپاره د عسلو اغېز نه دی تایید شوی او علمي اړخ نه لري.

بلخوا په افغان- جاپان روغتون کې د جدي پاملرنو برخي مسوول ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل د بدن مقاومت لوړوالي لپاره عسل ګټور دي؛ خو د کرونا ویروس رغوونکي نه دي.

عامې روغتیا وزارت: د کرونا درملنې لپاره له شاتو استفاده، علمي بنسټ نه لري

د عامې روغتیا د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي پژواک ته وویل چې د کووېډـ ۱۹ درملنه مشخص او ځانګړی غذایي رژیم لري او تر اوسه هېڅ روغتیايي بنسټ د کرونا درملنې لپاره له شاتو ګټه د اخیستو وړاندیز نه دی کړي.

هغه وویل چې د کرونا درملنې لپاره د شاتو اغېزناکتوب په اړه خپاره شوي مطالب علمي اساس نه لري، او زیاته یې کړه چې د دې وژونکي ناروغۍ درملنې په اړه څیړنې روانې دي؛ خو تر اوسه له واکسینو پرته، په نړۍ کې د دې ناروغۍ درملنې لپاره کوم درمل نه دي جوړ شوي.

نوموړي وویل چې د کرونا درملنې لپاره له عسلو د استفادې اغېز په اړه کومه څېړنه نه ده شوې.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال له هېوادوالو وغوښتل چې په هېواد کې د کرونا خپرېدو مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې (د فاصلې مراعاتول، ماسک اغوستل او په مکرر ډول د لاسونو مینځل) مراعات کړي.

پایله: ​​د فېسبوک ځیني کاروونکي په داسې حال کې د کرونا ویروس درملنې لپاره له شاتو د ګټې اخستنې اغېزناک والی وړاندیز کوي چې روغتیا پوهان په دې اړه د عسلو اغېز ردوي.

پرېکړه: د کرونا درملنې لپاره د عسلو د اغېزناک توب ادعا نه ده تایید شوې.

پرېکړه: د کرونا ناروغۍ لپاره د تریاکو له شیرې استفاده علمي اړخ نه لري او ناسمه ادعا ده.

عزیزالله همدرد

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 4570

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…