خبرونه - اپریل 20, 2021

د اپریل په ۲۴مه د افغانستان لپاره د ترکیې کنفرانس جوړېدل تر ډېره ناشوني ښکاري

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۰): د اپریل په ۲۴مه د افغانستان لپاره د ترکیې کنفرانس جوړېدل ځکه تر ډېره ناشوني ښکاري چې طالبانو په کې د نه ګډون خبره کړې، امریکایان د طالبانو پرېکړې ته په تمه دي او غونډې ته اړین چمتوالي هم نه تر سترګو کېږي.

ادعا: د افغانستان لپاره د ترکیې غونډه د اپریل په ۲۴مه جوړېږي.

لومړی داسې خبرونه خپاره شول چې د افغانستان د سولې په تړاو د افغان لوریو او سیاسیونو او د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو د استازیو په ګډون د اپریل په ۱۶مه ترکیه کې د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې غونډه جوړېږي، خو یوه اوونۍ مخکې د کنفرانس تر سره کوونکو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، ویې ویل چې ترکیه، قطر او ملګري ملتونه په ګډه د ۲۰۲۱ کال د اپریل له ۲۴ مې تر څلورمې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمنځ د لوړې کچې یو جامع کنفرانس ترسره کوي.

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم تېره ورځ (د وري ۲۹مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یاد کنفرانس د پیل لپاره د اپریل ۲۴مه ټاکل شوې او دغه شورا په یاد کنفرانس کې د ګډون لپاره پوره چمتوالی لري.

ده په دې اړه چې طالبان به په دغه کنفرانس کې برخه واخلي که څرنګه؟ وویل:”له نورو مو هيله دا ده چې د سولې لپاره له هر فرصته ګټه واخلي.”

حقیقت موندنه:
طالبانو تېره اوونۍ وویل تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، دوی په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پرېکړه په کې کېږي.

خو تر دې وروسته د امریکا متحده ایالتونو او د ناټو سازمان اعلان وکړ چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ د مې په لومړۍ نېټه پیلوي او د سپټمبر په ۱۱مه یې بشپړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې له مخې، باید بهرني ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستانه وتلي وای.

طالبانو له مې ترسپټمبره د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د وخت غځول د دوحې تړون خلاف بللي او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو په وتو کې ځنډ د دوحې له تړون څخه شاتګ دی، دغې چارې وضعیت پیچلی کړی او د استانبول د غونډې پر وړاندې یې هم خنډونه جوړ کړي دي.

پژواک د وري په ۲۹مه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند محمد نعیم څخه وپوښتل چې یاد کنفرانس به د اپریل په ۲۴مه پیل شي که نه او طالبان به ګډون په کې وکړي او که څرنګه؟ خو هغه په لنډو ټکو کې وویل:”په دې اړه تراوسه نوی څه نشته.”

په کابل کې د امريکا سفارت په دې اړه چې د ترکیې کنفرانس به د اپریل په ۲۴مه جوړ شي او که نه، وایی:”موږ په استانبول کنفرانس کې د ګډون په موخه د طالبانو وروستۍ پرېکړې ته منتظر يو، موږ او نور ذيدخله خواوې له افغان ګډونوالو غواړو چې ژر تر ژره په يوه مېز سره کېني.”

سرچينه زیاتوي چې د امريکا د متحدو ايالتونو په اند، د استانبول کنفرانس د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکو ته دا فرصت ورکوي چې د يوه سوله ييز سياسي جوړ جاړي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، د سولې په برخه کې پرمختګ وشي او د ترکیې غونډه د دوحې پروسې ته پرمختګ ورکړي.

دغه راز دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي حفیظ منصور له بي بي سی سره خبرو کې اندېښنه ښودلې چې د ترکیې کنفرانس د اعلان شوې نېټې له مخې، دغه کنفرانس ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو لا هم په دوحه کې د افغانستان مرکچي پلاوي ته تخنیکي اسانتیاوې، لکه وېزې، د کرونا ټیسټ او نورې سفري اسانتیاوې نه دي برابرې شوې.

پایله: ټاکل شوې وه د ترکیې کنفرانس د اپریل په ۲۴مه پیل شي، خو طالبانو ویلي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتو د افغانستان په اړه پرېکړه کوونکو کنفرانسو کې ګډون نه کوي؛ امریکا هم وایي د یاد کنفرانس په اړه د طالبانو پرېکړې ته په تمه دي او په داسې حال کې تر اوسه مرکچي پلاوي ته سفري اسانتیاوې نه دي برابرې شوي چې کنفرانس ته څلور ورځې پاتې دي.

پرېکړه: د اپریل په ۲۴مه د افغانستان لپاره د ترکیې کنفرانس جوړېدل تر ډېره ناشوني ښکاري.

 

احمد صهیب حسرت

Hits: 4607

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…