Uncategorized - فبروري 21, 2021

متخصصین: د کرونا ناروغانو لپاره له “خاک شیر” څخه د استفادې ګټورتوب افواهات دي

کابل(پژواک،۱ کب ٩٩): د کابل ښار ځينې اوسېدونکي او د ټولنیزو شبکو کاروونکي په داسې حال کې د کرونا ناروغانو لپاره له «خاک شیر» استفاده ګټوره ګڼي چې روغتیايي متخصصین د دغه ډول مطالبو خپرېدل افواهات ګڼي او وايي، د دغې ناروغۍ اصلي او ګټور درمل په ټوله نړۍ کې تر مطالعه لاندې دي.

د کرونا ناروغانو لپاره په داسې حال کې له خاک شیر څخه د استفادې سپارښتنه کېږي چې د دې ناروغۍ لپاره تر اوسه هېڅ درمل نه دي کشف شوي، خو په دې وروستیو میاشتو کې په ځينو هېوادونو کې د یادې ناروغۍ واکسین جوړ شوى دى.

یونايي طبیبان وايي، له خاک شیر څخه چې یو ډول طبي بوټی دی د وینې لوړ فشار، د وینې د غوړو د کمښت، قبضیت، د خولې د بدبویۍ د لرې کېدو او نورو ناروغیو لپاره استفاده کېږي.

د فېسبوک کاروونکي: د خاک شیر د شربت په وسیله د کرونا درمنله کېږي.

د فېسبوک ځینو کاروونکو په دې وروستیو ورځو کې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د خاک شیر د ګټورتوب په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د واسع افضلي په نوم یوه فېسبوک کاروونکي د «خاک شیر د شربت په وسیله د کرونا درملنه» په نوم مطلب پر خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی دی.

هغه لیکلي، د پکن دولتي پوهنتون استاد جي یانګ اعلان کړی چې د کرونا ویروس د درملنې لپاره تر ټولو غوره لار د خاک شیر له شربت څخه استفاده ده.

نوموړي زیاته کړې، دغه طلايي دانه د معجزې په توګه پر کرونا ویروس حمله کوونکې ده او له درېیو ساعتونو په کمه موده کې دغه ویروس په ټولیزه توګه له منځه وړي.

د مطلب په دوام کې راغلي: “د خاک شیر په وسیله په قطعي ډول د ۳۰۰ چینايي ناروغانو له درملنې څخه تر ترلاسه شوې پایلې د هغو هېوادونو لپاره هیله بښونکی خبر او د خلاصون لار ده چې کرونا په کې ډېره ده.”

نوموړي روښانه کړې، پروفېسور یانګ د کرونا ویروس د درملنې لپاره د روغتیايي سپارښتنو پر مراعاتولو د ټینګار ترڅنګ له هرو شپږو ساعتونو وروسته دوه ځله د خاک شیر شیر د شربت پر استفاده هم ټینګار کړی دی.

دغه راز د میرحیدر په نوم بل فېسبوک کاروونکي هم دغه پوسټ پر خپله پاڼه خپور کړی دی.

د کابل ښار ځینو اوسېدونکو هم د دغه طبي بوټي پر ګټورتوب ټینګار کړی دی.

د کابل ښار د خیرخانې د درېیمې حصې اوسېدونکي مبین چې د خاک شیر پېرلو لپاره د یونايي درملو یوه پلورنځي ته راغلی و پژواک ته وویل، کورنۍ یې له پخوا راهیسې د بېلا بېلو ناروغیو د درملنې لپاره له نباتي درملو په ځانګړې توګه خاک شیر څخه استفاده کوي.

هغه نباتي درمل بې ضرره وبلل او زیاته یې کړه: “د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته موږ له لېمو سره د خاک شیرو جګ، جګ شربت تیاروو او څښو یې، د الله ج په فضل تر اوسه زموږ په کورنۍ کې هېڅ کس پر کرونا ناروغۍ نه دی اخته شوی.”

دغه راز د کابل ښار د بي بي مهرو اوسېدونکې خالدې هم د خاک شیر له شربت څخه پر استفاده ټینګار وکړ او ويې ویل: “موږ د ناروغیو د درملنې لپاره له خاک شیر څخه استفاده کوو، ډېره ښه دوا ده، له کله چې کرونا ناروغۍ راغلې مور مې کیلو کیلو خاک شیر غواړي او زموږ لپاره ترې شربت جوړوي او راکوي یې.”

هغه زیاته کړه: “پلار او ورور مې پر کرونا اخته شول، دوی ته مو د خاک شیر شربت ډېر ورکړ، شکر په اسانۍ پرې دغه ناروغي تېره شوه.”

د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یونايي طبیب محمد ابراهیم هم د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د خاک شیر پر ګټورتوب ټینګار وکړ او ويې ویل، له خاک شیر څخه استفاده نه یوازې د کرونا بلکې د نورو بېلا بېلو ناروغیو لکه د بډوډي ډبرې، اسهال، وزن د ډېروالي، د وینې کنټرول او څو نورو ناروغیو د درملنې لپاره ګټه لري.

نوموړي روښانه کړه چې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته د خاک شیر پلور د پام وړ ډېر شوی او هره ورځ څو کیلو خاک شیر پلوري، په داسې حال کې چې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې یې په یوه اوونۍ کې تر پنځه کیلو ګرامه ډېر خاک شیر نه پلوره.

د یادونې ده چې په روغتیايي برخه کې له پرمختګونو سره سره اوس هم سنتي طب او نباتي درملو په عامو خلکو په ځانګړې توګه لویانو کې خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی.

د روعتیايي چارو پوهاون: د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د خاک شیر ګټورتوب افواهات دي.

د روغتیايي چارو پوهان وايي چې تر اوسه هېڅ داسې علمي شواهد او مدارک نشته چې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د خاک شیر ګټورتوب ثابت کړي، دا ټول افواهات دي چې د خلکو له خوا خپرېږي.

د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د داخلي ناروغیو اسوشیت پروفېسور او د زړه، تنفسي ناروغیو او بحراني مراقبتونو د ناروغیو فوق متخصص نبیل پاکطین پژواک ته وویل، د خاک شیر د درملنې په برخه کې په لومړیو کې هم تبلیغات وشول خو له افواهاتو پرته نور څه نه و.

هغه زیاته کړه، که یو بهرنی پروفېسور هم دغه مطلب تایید کړي، تر څو چې په لابراتوارونو کې د هغه په اړه څېړنې ترسره نه شي او ثابته نه شي واقعیت نه لري، بلکې تبلیغات به یې بدې پایلې ولري.

په ورته وخت کې د روغتیايي چارو بل متخصص بازمحمد شېرزاد دې ته په اشاره چې په ټوله نړۍ کې په علمي ډول د کرونا ویروس د درملنې په اړه مطالعې روانې دي وویل، تر اوسه د دې ناروغۍ د درملنې لپاره هېڅ سل په سلو کې درمل نه دي جوړ شوي.

نوموړي زیاته کړه، له کرونا ناروغۍ څخه د خلاصون یوازینۍ لار یوازې د دې ناروغۍ د واکسین تطبیق دی.

د شېرزاد په خبره، په یونايي طب کې خاک شیر د هغو درملو له ډلې دی چې ضد مکروبي او ضد ویروسي قوي خاصیت لري.

هغه روښانه کړه، د ګنګسیت، تبې، بدن د دفاعي سیستم د تقویې، قبضیت د رفعه کېدو او … لپاره له خاک شیر څخه استفاده کېداى شي، خو تر اوسه یې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره ګټورتوب نه دی ثابت شوی.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري پژواک ته وویل، تر اوسه په نړۍ کې نه ده ثابته شوې چې خاک شیر د کرونا ناروغانو لپاره ګټور دی.

هغې د کرونا ناروغۍ د درملنې په برخه کې د خاک شیر د ګټې او زیان په اړه وویل، کرونا یو ویروس دی او تر اوسه یې له واکسین پرته په ټوله نړۍ کې هېڅ ډول درمل نه دي جوړ شوي.

نوموړي د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د خاک شیر د ګټې او زیان په اړه معلومات ور نه کړل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ۵۵۵۴۰ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، ۴۸۵۱۴ کسان ترې بېرته روغ شوي او ٢٤٢۸ کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

عزیزالله همدرد

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 6754

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…