نیمه سم - فبروري 13, 2021

سروې: د هېواد ډېره خاوره د طالبانو په واک کې ده خو ډېر خلک بیا د دولت تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۹): دولت او طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو د سلنې په اړه مبالغه کوي، خو د پژواک سروې ښیي چې د هېواد ۵۲ سلنه خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده او له ۵۹ سلنې ډېر وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د دولت تر واک لاندې دي.

• طالبان پر نږدې ۵۲ سلنه خاوره کنټرول لري. (د پژواک سروې د ترسره کېدو پر مهال)
• دولت په نږدې ۴۶ سلنه خاوره کنټرول لري او تر کنټرول لاندې سیمو کې یې ۵۹ سلنه وګړي ژوند کوي.
• نږدې درې سلنه خاوره د هېڅ لوري په کنټرول کې نه ده.

ادعا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، بي بي سی دوه کاله مخکې راپور خپور کړ چې طالبان پر ۷۰ سلنه خاوره کنټرول او نفوذ لري او اوس دا سلنه تر ۷۵ رسېدلې ده، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي چې طالبان د هېواد په هېڅ سیمه کې دایمي شتون نه لري. ځیني نور داسې راپورونه هم شته چې د هېواد ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده، خو کنټرول یې نه دی تعریف کړی.
دا مهال چي د قطر په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې روانې دي، د دولت او طالبانو د کنټرول سیمو د کچې په اړه بېلابېلې څرګندونې کيږي. پژواک له همدې امله په دې اړه یوه سروې تر سره کړه. دا سروې په داسې حال کې تر سره شوې چې په ژمي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله جګړې او د طالبانو پوځي تحرکات کم وي.
پژواک هغو سیمو ته د یو لوري تر کنټرول لاندې سیمې وایي چې لوری (دولت یا طالبان) د پوځي حضور ترڅنګ کولای شي هلته خپل پلانونه او قوانین په دایمې ډول پلي کړي.
د سروې له مخې، دولت د طالبانو د واک په سیمو کې روغتیایي او د پوهنې دولتي مرکزونه تمویلوي او پراختیایي پروژې هم پلې کوي، خو طالبان د خپلو سیمو امنیت ساتي، په خپلو او ان کله، کله د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم په عدلي او قضایي برخه کې خدمات وړاندې کوي او له ځینو دولتي پروژو نظارت هم کوي.
د پژواک سروې مېتودولوژي:
د احصایې مرکزي ادارې معلوماتو له مخې، افغانستان ۴۲۲ اداري واحدونه (د ولایتونو مرکزونه او ولسوالۍ) او د یونیم میلیون کوچیانو په ګډون څه باندې ۳۲.۸ میلیونه نفوس لري. له یادو ۴۲۲ ولسوالیو څخه ۲۴ یې مؤقتې دي. د ځمکو او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان شاوخوا ۶۵۳زره کیلومتره مربع مساحت لري.
پژواک د هېواد په هر اداري واحد کې د روان کال د لېندۍ له لسمې د روانې سلواغې میاشتې تر ۱۵مې له درېیو، درېیو کسانو سره د فورمو د وېش او یا هم ټیلېفون له لارې مرکې کړې دي؛ د ټولو مرکه کوونکو شمېر ۱۲۶۶ تنه کېږي او دغه کسان په تصادفي ډول د مرکو لپاره غوره شوي دي.
له مرکه کوونکو د هر اداري واحد په اړه پوښتل شوي:
۱- د اداري واحد مرکز د طالبانو په لاس کې دی که د دولت؟
۲- د اداري واحد څو سلنه مساحت د دولت په لاس کې دی؟
۳- د اداري واحد څو سلنه مساحت د طالبانو په لاس کې دی؟
۴- د اداري واحد څو سلنه مساحت نه د طالبانو په لاس کې دی او نه هم د دولت؟
پژواک هغه امکان نه ردوي چې کېدای شي د ځینو مرکه کوونکو معلومات کره نه وي، خو د احتمالي ناسمو معلوماتو سلنه به ځکه ټیټه وي چې په راپور کې د هر اداري واحد د مرکه کوونکو له خوا د وړاندې شوې سلنې منځنۍ کچه په پام کې نیول شوې ده.
دغه یوه پېچلې موضوع ده، خو که د راپور لوستونکي داسې اسناد لري چې د اړوندې سیمې په اړه یې زموږ معلومات کره نه وي، په مهربانۍ سره دې موږ ته ایمیل وکړي، څو وړاندې شوي معلومات وڅېړو او له مخې یې راپور کې اصلاحات راولو.
د سروې پایلې:
د سروې پایلې ښیي چې د هېواد له ټول شاوخوا ۶۵۳زره کیلومتره مربع مساحت څخه، څه باندې ۳۳۷زره کیلومتره مربع (نږدې۵۲ سلنه) د طالبانو او څه باندې۲۹۷زره کیلومتره مربع (نږدې ۴۶سلنه) د دولت په کنټرول کې دی، خو څه باندې ۱۸ زره کیلومتره مربع (شاوخوا دوه سلنه) مساحت د هېڅ لوري په بشپړ کنټرول کې نه دی.

 

د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو مرکزونه د دولت په کنټرول کې دي، خو له ۳۸۸ ولسوالیو څخه طالبان پر ۲۷ او دولت پر ۶۴ ولسوالیو بشپړ کنټرول لري او د پاتې نورو ولسوالیو پر ځینو سیمو دولت او پر ځینو هم طالبان واک لري.
د هېواد په نیمایي ولایتونو کې د ۳۹ ولسوالیو مرکزونه هم د طالبانو په کنټرول کې دي او د دغو ولسوالیو اداري تشکیلات د ولایت مرکز او یا نورو سیمو ته لېږدول شوي، خو له همدغو ولسوالیو د ۱۲ ولسوالیو په ځینو سیمو کې دولتي ځواکونه هم شتون لري.
د فراه خاکسفېد، قلعه کاه او بکواه، د غور مرغاب، د کندوز کلباد او ګل تېپه، د کندهار رېګ، د پکتیکا نکه، د هرات زېرکوه، پشتکوه او کوه زور، د بدخشان یمګان، د نورستان مندول، د میدان وردګو دایمیرداد، د زابل دایچوپان، نوبهار او خاک افغان، د هلمند نوزاد او موسی کلا، خانشین، باغران او دېشو، د غزني ګیرو، اجرستان او ناوه، د جوزجان درزاب او د بادغیس غورماچ ولسوالۍ په بشپړ ډول – د ولسوالیو له مرکزونو سره – د طالبانو په ولکه کې دي.
د فراه د ګلستان او بالابلوک، د اروزګان دهراوود، د کندوز اقتاش، د کندهار معروف او غورک، د سرپل کوهستانات، د پکتیکا ګیان د غزني زنخان، رشیدان او واغظ او د خوست قلندر ولسوالیو مرکزونه هم د طالبانو په واک کې دي او اداري کارکوونکي یې د اړوندو ولایتونو په مرکزونو او یا نورو ولسوالیو کې فعالیت کوي، خو له غورک پرته چې شاوخوا ۲۴ سلنه خاوره یې د دولت په کنټرول کې ده، د پاتې نورو ۱۲ ولسوالیو له یوې تر لس سلنې خاورې هم دولت کنټرول لري.
له پاتې ولسوالیو ۴۸ ولسوالۍ له ۹۰ تر ۹۹ سلنه، دېرش ولسوالۍ له ۸۰ تر ۸۸ سلنه، ۲۶ ولسوالۍ له ۷۰ تر ۷۸ سلنه، ۲۲ ولسوالۍ له ۶۰ تر ۶۸ سلنه، ۲۴ ولسوالۍ له ۵۰ تر ۵۷ سلنه، ۱۴ ولسوالۍ له ۴۰ تر ۴۷ سلنه، ۳۰ ولسوالۍ له ۳۰ تر ۳۹ سلنه، ۴۴ ولسوالۍ له ۲۰ تر ۲۹ سلنه، ۴۰ ولسوالۍ له ۱۰ تر ۱۸ سلنه او ۴۳ ولسوالۍ له یو تر اته سلنه د طالبانو په واک کې دي. خو پاتې ۶۴ نورې ولسوالۍ په بشپړ ډول د دولت په واک کې دي.
د داعش ډلې د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو په دوولسم راپور کې راغلي چې دغه ډله که څه هم ناتوانه شوې، خو اوس هم په ننګرهار او کونړ کې فعالیت لري او د هېواد په پلازمېنه او ځینو نورو ولایتونو کې د ځینو بریدونو مسوولیتونه هم پر غاړه اخلي، خو د پام وړ خاورې تر کنټرول لاندې راوستو په برخه کې له ننګونو سره مخ ده.
زونونه:


د احصایې او معلوماتو مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان پر اتو زونونو وېشل شوی دی.

د پژواک سروې ښیي چې دولت په مرکزي زون کې پر نږدې ۸۳ سلنه، د پلازمېنې په زون کې پر څه باندې ۶۵ سلنه، په ختیځ زون کې نږدې ۶۰ سلنه، په شمال ختیځ زون کې پر څه باندې ۵۲ سلنه، په سوېل ختیځ کې پر نږدې ۵۲ سلنه، په شمال زون کې پر ۴۰ سلنه، په سوېل زون کې ۳۳ سلنه او په لوېدیځ زون کې پر څه باندې ۲۸ سلنه خاوره کنټرول لري.
د دولت او طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو او هغو سیمو د سلنې جزئیات چې د یو لوري په کنټرول کې هم نه دي، په پورته نقشه کې کتلای شئ.

د پژواک د موندنو له مخې، د ټول هېواد د نفوس شاوخوا ۵۹ سلنه د دولت تر کنټرول لاندې سیمو او شاوخوا ۳۸ سلنه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي، خو پاتې شاخوا درې سلنه په هغو سیمو کې اوسېږي چې د یوه لوري په بشپړ کنټرول کې هم نه دي.
طالبان د دولت په پرتله د هېواد پر ډېره سیمه کنټرول لري، خو د دولت تر کنټرول لاندې سیمو اوسېدونکو شمېر د طالبانو د واک سیمو په پرتله ځکه ډېر دی چې دولت پر ګڼ مېشتو ښارونو لکه کابل، بلخ، هرات، جلال آباد او کندهار کنټرول لري.
د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا یو نیم میلیون کوچیان دي. کوچیان له دې امله چې د استوګنې دایمي سیمه یې نه ده معلومه، کله د طالبانو او کله هم د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي، په یادو سلنو کې نه دي محاسبه شوي.

د شنونکو اندونه:
د پوځي او سياسي چارو شنونکى جنرال او د جمعیت اسلامي غړی جاوېد کوهستاني د پژواک د سروې په اړه وايي: «کوم کار چې تاسو کړی ډېر ښه او ښايسته کار دی، خو که په ټولیز ډول د افغانستان نقشه مخې ته کېږدو، په اسانۍ سره ويلای شو چې تر شپېته سلنې پورته او يا ان تر ۶۵ سلنې پورته جغرافيه په معمول ډول د طالبانو په واک ده؛ خو دا چې دولت پر لويو ښارونو واک لري، نو ډېر خلک په ښارونو کې ژوند کوي.»
دی زياتوي: «دغه راز کېدای شي له لس تر ۱۵ سلنې داسې سيمې په افغانستان کې وي چې د دولت او طالبانو ترمنځ اشتراکي وي؛ د شپې له خوا طالب او د ورځې له خوا هلته دولت وي. پاتې شوه د نفوس خبره؛ دا چې په لرو پرتو سيمو کې جګړې او ناامنۍ دي، فقر او بېکاري ده او دغه راز له بهرنيو هېوادونو راغلي کډوال چې په ښارونو کې ژوند کولو ته اړ شوي، کېدای شي شپېته سلنه وګړي د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو کې ژوند وکړي.»
دی زياتوي: «موږ په افغانستان کې داسې ولسوالۍ هم لرو چې پوره تشکيلات لري، تنخواګانې اخلي، خو خدموتونه نه لري؛ ځکه په هغو سيمو کې د ولسوالۍ [کارکوونکي، ولسوال او نور] نشته، د ولايت مرکزونو ته رالېږدول شوي او که کومه پوسته او يا قرارګاه وي، د هغې اکمالات هم د چورلکو پر مټ کېږي.»
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانى طالب چارواکی سید محمد اکبر اغا وايي: «زه به يې اجمالاً درته ووايم چې په عمومي ډول په افغانستان کې د ولايتونو مرکزونه له حکومت سره دي، اما د ولسواليو اکثره سيمې له طالبانو سره دي؛ فقط د ولسواليو تعميرونه د حکومت په لاس کې دي، خو پاتې سيمې او خلک له طالبانو سره دي.»
هغه وايي: «د مساحت له نظره طالبان له ۷۵ تر ۸۰ سلنه خاوره باندې حاکم دي او کوم معلومات چې تاسو ترلاسه کړي، معلومات مو ډېر کم او له واقعيت څخه لرې بولم.» ده د خپلې دغې ادعا د ثبوت لپاره چې طالبان تر ۸۰ سلنه خاوره په واک کې لري، اسناد وړاندې نه کړل.
د اکبراغا په وينا، خلک ځکه په ښارونو کې ډېر دي چې له ړندو بمباريو، چاپو، فقر او د نورو ګڼو ستونزو له امله ښارونو ته راغلي. خو دی زیاتوي: «دا په دې معنا نه ده چې دوی له دولت سره دي، نه، خلک قلباً له دولت سره نه دي.»
خو د ملي دفاع وزارت پخوانی وياند او د پوځي چارو شنونکی جنرال دولت وزيري د پژواک د سروې او پايلو په اړه وايي: «تاسو ستر کار ترسره کړی او له ډېرو کسانو سره مو مرکې کړې، خو د يوه پوځي په توګه کوم څه چې نظامي دوکتورين حکم کوي، دا دي چې تاسو ويلي ۵۲ سلنه خاوره له طالبانو سره ده، په دې معنا چې هلته د دولت هېڅ حاکميت نشته، کومه ده ۵۲ سلنه خاوره چې له طالبانو سره ده؟ زه يې له نظامي اړخه نه شم تاييدولی.»
وزيري زياتوي: «فيصدي هغه وخت تعيينېږي چې هلته جبهه یي جګړه وي، په ګرولایي، چريکي او يا کورنيو جګړو کې په هېڅ صورت فيصدي نه شي تعيينېدای؛ کېدای شي يوه ورځ د هېواد ۱۰، ۲۰ او يا ۶۰ سلنه خاوره له طالبانو سره وي، خو بله ورځ ټولې دغه سيمې له دولت سره وي؛ نو داسې سيمې چې د هېچا په کامل کنټرول کې نه وي؛ دې ته بايد ناامنه سيمې وويل شي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي:« د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د نړۍ د ټولو دولتونو او ملګرو ملتونو سازمان له لوري، د مشروع دولت په توګه پیژندل شوی دی. دا د دولت متشکله عناصر دي چې د افغانستان دولت ته مشروعیت ورکوي. نفوس، د دولت درې‌ګونې قواوې، تر سلو ‌‌‌‌‌‌ډېرو نړیوالو هېوادونو او سازمانانو سره دېپلوماتیکې اړیکې او د ملګرو ملتونو د جوړښتونو په چوکاټ کې د نړیوالو مسایلو په اړه د دولت په توګه له رایې څخه استفاده د مشروعیت اساسي عناصر دي، چې دا ټول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تمثیلوي. د هېواد مطلق اکثریت نفوس د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي. درې‌ گونې قواوې د اساسي قانون، ټاکنو او د خلکو د رایې په اساس ټاکل شویو استازو په واسطه د ملت د ارادې تمثیل ده، چې د مشروعیت اصلي عوامل ګڼل کیږي. د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډله چې نړیواله ټولنه کار ورسره کوي، دلیل یې دا ده چې دا ‌‌‌‌‌‌ډله د افغانستان او نړیوالې سولې ته ګواښ ده، نو د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه په دې هدف چې دوی سره سولې ته ورسیږي، کار او مذاکره کوي.»

په بهر کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د دولت له خوا اداره کیږي. دا مهال طالبان یوازې په قطر کې دفتر لري، خو پلاوي یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي.

د ملي امنیت شورا وياند رحمت الله اندړ او دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د پژواک سروې د پايلو په اړه مشخص ځواب ورنه کړ، خو دواړه وایي چې په دې اړه د طالبانو څرګندونې بې بنسټه دي.
اندړ وايي: «د طالبانو دا ادعا چې دوی پر څومره فيصدي يا ۱۰، ۲۰ او يا ۶۰ فيصده خاوره حاکميت لري، بې بنسټه ده؛ ځکه چې حاکميت مشروع قلمرو دی چې هلته حاکم وي، خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي او ولس ته ځواب ورکوونکی وي؛ ټول وجايب او حقوق چې د ولس پر وړاندې يې لري، يو حاکم يې پوره کوي؛ دا سمه ده چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د خدمتونو په وړاندې کولو کې به څه کمي او کاستي وي.»
طارق ارين وایي طالبان ادعا کوي چې پر اویا سلنه خاوره باندې کنټرول لري، خو دغه ادعا بې بنسټه ده. هغه زیاتوي: «واضح خبره دا ده چې طالبان په هېڅ ځای کې پايدار حضور نه لري او هغوی د همدې تشې ادعا پر بنسټ جګړې ته دوام ورکوي.»
دی زياتوي، طالبان خلک وژني، له خلکو عشر او زکات اخلي، په زور له خلکو ډوډۍ غواړي او مېلمستاوې کوي او په کوم ځای کې چې پراګنده حضور لري، هلته تاوتريخوالی رامنځته کوي او دغه ترهګریز بريدونه طالبانو رايج کړي دي.
ارين وويل: «تېر کال طالبانو غوښتل چې نورې ولسوالۍ ونيسي خو موږ له دې اته او يا ۱۲ ولسوالۍ چې دوه، درې کاله ورسره وې، بېرته ور څخه ونيولې او په کوم ځای کې چې طالبان تحرک ولري، موږ هلته ورځو او له منځه يې وړو.»
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې مشر احمد نادر نادري وایي چې ياد کمېسيون له ۱۵ ولسواليو پرته په ټول افغانستان کې د ملکي خدمتونو کارکوونکي بايومټريک کړي او اوس د مالیې له وزارت سره په ګډه کار کوي چې تنخواګانې يې هم له همدې لار‎ې ورکړل شي.
نادري وایي: «د ننګرهار شېرزاد او حصارک، د بدخشان راغستان، کوهستان او کران منجان هغه ولسوالۍ دي چې موږ ورته لاسرسی نه درلود او هلته طالبانو وو، دغه راز د پکتيا د زرمت ولسوالۍ، د غور ساغر، تيوره او تولک ولسوالۍ، د بغلان دهنه غوري، خوست فرنګ، برکه، نهرين او جلګه او د غزني ګيلان ولسوالۍ په کې شاملې دې.»
نادري وایي، دا د دې معنا ورکوي چې دولت له یادو ۱۵ ولسوالیو پرته په ټول افغانستان کې «خپل ارضي تمامیت لري» او د افغانستان خلکو ته خدمتونه وړاندي کوي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پژواک خبري اژانس سروې په اړه وايي: «دغه سروې موږ نه شو تاییدولی، ستاسو له خوا هم دغه معلومات په ټيلېفون راټول شوي، دا نه ده معلومه چې د ټيلېفون شاته ناست کس څومره دقيق غږېدلی دی، بله موضوع دا چې يو ښکاره تفاوت او ډېر لوی تغییر دا دی چې زموږ په لاس کې اوسمهال ۶۲ ولسوالۍ دي، مرکزونه او ټولو سيمې يې زموږ په لاس کې دي، د کابل ادارې هغه ولسوالۍ د ولایت مرکز ته وړې او دفتر ته يې يوه غرفه ورته خلاصه کړې او د ولسوالۍ نوم يې پرې اېښی دی.»
له ده مو وغوښتل چې د یادو ولسوالیو نومونه راسره شریک کړي، څو بیا یې چیک کړو، خو تر اوسه (د سلواغې تر ۲۲مې) یې دا کار نه دی کړی.
دی زياتوي: «ستاسو راپور ښيي چې ۳۹ ولسوالۍ زموږ په کنټرول کې دي، دا خو نيمايي او تقريباً نيمايي ته نږدې تفاوت ښيي، نو ټوله سلنه همدغسې تفاوت لري؛ ستاسو به په ياد وي چې دوه کاله وړاندې بي بي سي سروې خپره کړه چې د هغې له مخې ۷۰ سلنه خاوره د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې وه او پر ساحه يې نفوذ درلود او واقعيت دا دی، هغه ساحې چې زموږ په ولکه کې دي، هغه په مطلق اکثريت سيمه د هېواد زموږ په ولکه کې ده چې تر ۷۰ سلنې ډېره يې درته ثابتولی شو.»
د ده په وينا: «دا چې دوه کاله وړاندې ۷۰ سلنه وه، اوس خو ډېرې سيمې له موږ سره شوې او يا کوم تحولات چې په دوو کلونو کې راغلي، ډېر زيات دي؛ نو دغه پايلې نه شم تاييدولی، بلکې سمې يې نه بولم او کره نه دي.»
مجاهد زياتوي: «د ټيلېفون له شا نه به طبعاً څوک چې غږېدلی وي، هغه به حکومتي کس وي، هغه د خپل ځان په پلوي غږېږي او پر همدغو راپورونو امتياز اخلي او نه شي ویلای چې حقيقت څه دی هغه ښکاره کړي؛ نو بناً دغه راپور دقیق نه دی، اوس له ۷۰ تر ۷۵ سلنه خاوره د اسلامي امارت په ولکه کې ده.»
خدمتونه څوک وړاندې کوي؟
ځیني شنونکي وایي، طالبان د خپلو سیمو امنیت ساتي، په خپلو او ان کله کله د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې په عدلي او قضایي برخو کې خدمتونه وړاندې کوي او د پوهنې، روغتیا او دولتي پروژو له پلي کېدو نظارت هم کوي، خو دولت د طالبانو د واک په سیمو کې روغتیایي او د پوهنې دولتي مرکزونه تمویلوي او پراختیایي پروژې هم پلې کوي.
د چارو شنونکى کوهستانى وایي، د امنیت، روغتيا، پوهنې، ترانسپورټ، مخابراتو، برېښنا، اوبو برابرولو او دغه راز حقوقي، عدلي او قضايي خدمتونه او داسې نور بايد دولت خلکو ته وړاندې کړي.
خو د ده په وینا، طالبان په هغو سیمو کې چې تر کنټرول لاندې یې دي، امنیتي، عدلي او قضایي خدمتونه وړاندې کوي، خو دولت د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له امنیتي، عدلي او قضایي خدماتو پرته په نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي چې کېدای شي په ځینو دغو سیمو کې به یې کچه لوړه او په ځینو کې به ټیټه وي.
د هغه په خبره، خدمتونه د هېواد په لرو پرتو سيمو او يا هم په هغو سيمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، ډېر محدود دي، خو طالبان د دولت له خوا د پوهنې، روغتیا او پراختیایي پروژو پلې کولو په برخه کې مزاحمت نه کوي.
هغه زياته کړه: «په ځينو برخو کې بيا طالبان کله کله مزاحمتونه جوړوي؛ د بېلګې په ډول وايي، عکس مه اخله، جي پي ايس مه کوه، ويډيو مه اخله او داسې نور، خو دغه خدمتونه په يو ډول نه يو ډول په هغو سيمو کې ترسره کېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.»
دی زیاتوي: «طالبان په خپلو سيمو کې د دې ترڅنګ چې د دولتي پروژو له پلې کېدو نظارت کوي او چا ته د مزاحمت اجازه نه ورکوي، هلته نسبتاً پروژې هم په ښه کيفيت پلې کېږي. د دې ترڅنګ دوی خپله هم ځيني خدمتونه وړاندې کوي؛ د بېلګې په ډول طالبان په ځینو سیمو کې سړک هم جوړوي، په دوامدار ډول د ښوونکو او ډاکترانو حاضري اخلي او که کوم کس نه راځي نو پر ځای يې بل کس ور معرفي کوي او ورته وايي چې تنخوا يې دغه کس ته ورکړه.»
د کوهستاني په وينا، طالبان په حقوقي، عدلي او قضايي برخو کې د دولت تر کنټرول لاندې سيمو کې هم ځینو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
هغه وایي: «زه داسې کسان پېژنم چې له کابله ان د هېواد له شمال څخه د خپلو ستونزو او قضيو د حل لپاره تر کوېټې تللي، په هېواد کې دننه د طالبانو اړوندو کمېسيونونو ته ورځي او خپلې معضلې حل کوي. دغه راز طالبانو وروسته له هغه د لويو لارو امنيت ونيو چې ځیني خلک په ځانګړي ډول سوداګر او موټر چلوونکي د دولتي ځواکونو او نورو له ناقانونه اخاذيو په تنګ شول، طالبان په زابل او د بغلان په چشمه شېر کې ګمرک هم لري او د موټرو او توکو ډول ته په پام ګمرکي پيسې اخلي.»
د سید محمد اکبر اغا په اند، د دولت خدمتونه په ډېره ټيټه کچه کې دي، فساد په کې کېږي او د طالبانو په سيمو کې خو پروژې ډېرې لږ پلې کېږي.
د ده په وينا، طالبان په خپلو او ان د دولت په سيمو کې عدلي او قضايي خدمتونه وړاندې کوي، د لويو لارو امنيت ساتي او له همدې امله له کابل تر کندهاره، له کابل تر هرات او بيا له کندهار څخه تر هراته او دې ته ورته په نورو لويو لارو کې موټر شپه او ورځ تګ راتګ کوي.
خو دولت وزيري وايي، دولت د طالبانو په سيمو کې ټول هغه خدمتونه چې طالبان يې مانع نه ګرځي، وړاندې کوي؛ دی د بېلګې په توګه وایي، په ښوونیزې او روغتیایي برخو کې دولت خدمتونه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې خپله هغو سيمو ته نه شي تللی.
وزیري په دې اړه چې طالبان هم د دولت تر کنټرول لاندې سيمو کې خدمتونه وړاندې کوي او که نه؟ وويل: «طالبانو سره هېڅ شی نشته چې خدمتونه وړاندې کړي، سړک نه شي قير کولای، بالعکس په بېلدوزو قير سړک اړوي، د ښوونځيو او روغتونونو لپاره ودانۍ نه شي جوړلای، کېدای شي په کوم ځای کې یې کوم فرعي سړک جوړ کړی وي؛ هغه هم د دې لپاره چې د دوی خپل موټر ورباندې ولاړ شي؛ نور طالب هېڅ هم نه دي کړي.»
دغه راز دی د طالبانو له خوا د عدلي او قضايي فيصلو د حل په اړه وايي: «فکر نه کوم چې لوړ اکثريت کسان دې طالبانو ته ورشي، کوم کس که ورځي نو په دې معنا چې اړيکه ورسره لري، نور خو د طالب قضا او محکمه د زور او ظلم محکمه ده، درته وايي چې يا به دا منې که نه وژني دي، وهي دي او کار پر زور درباندې کوي.»
خو د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي: «طالب نه چېرته خدمتونه وړاندې کړي او نه چېرته د حاکم په حيث څرنګه چې شرعي او قانوني وي شته، یوازې د وحشت له لارې يې په يو ځای کې خلک اېل کړي او هلته په زور اوسېږي؛ حاکمیت د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره دی، طالبان هېڅ حاکميت نه لري او که په کوم ځای کې وي هم، هلته يې حضور موقت دی، نه دايمي. دغه راز دوی په يو معين ځای کې نه دفتر لري او نه دېوان چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.»
خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د خدمتونو په اړه وايي: «هغو امکاناتو ته په پام چې موږ يې لرو، کار مو کړی، په استثنايي حالاتو کې يا د کابل ادارې او يا امريکايانو بمبار وي، له هغو پرته زموږ تر کنټرول لاندې سيمو کې کاملاً امنیت شته، غل نشته، اختطاف څوک نه شي کولای، د کورونو او موټرو غلاوې نشته، په عدلي او قضايي برخو کې زموږ ټول قضات فعال دي، د پوهنې خدمتونه روان دي، موږ د زده کوونکو او ښوونکو روزمره حاضري اخلو او د راتلونکي لپاره ښه پلانونه هم لرو.» هغه وایي چې طالبان له ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو سره هم همکاري لري، په ځانګړي ډول د هغوی د انتقالاتو په برخه کې.
دی زياتوي، يونیسف ژمنه کړې چې د دوی تر کنټرول لاندې سيمو کې نوي ۴۰۰۰ ښوونځي جوړ کړي چې دا به د هېواد په پوهنيز نظام کې يو ښه پرمختګ وي. دغه راز د روغتيا په برخه کې هم پوره نظارت لري او کوم قراردادي د قرارداد خلاف عمل وکړي، نو قراردادونه يې لغوه کوي.
هغه زياته کړه، د دولت تر واک لاندې سيمو کې دوی هم فعاليت لري. هغه وایي چې په دې وروستيو کې چې په کابل کې غلاوې او اختطافونه ډېر شول، دوی په هغو سيمو کې چې طالبانو ته ممکن و، امنيتي کسان استخدام کړل.
پایله:
پژواک د هغې سروې له مخې چې ۱۲۶۶ کسانو په کې برخه لرله، نږدې ۵۲ سلنه خاوره د طالبانو او نږدې ۴۶ سلنه د دولت په کنټرول کې ده او ۵۹ سلنه وګړي د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي.
دغه سروې ښیي چې نږدې درې سلنه خاوره د یوه لوري په واک کې هم نه ده؛ د ۳۴ ولایتونو مرکزونه د دولت خو له ۳۸۸ ولسوالیو د ۳۹ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو په کنټرول کې دي.
د یادونې ده، طالبان پر ۵۲ سلنه خاوره کنټرول لري، خو د جغرافیا له مخې د علني پوځي حضور سلنه یې ځینو سرچینو تر شاوخوا ۷۰ ښودلې او داسې راپورونه هم شته چې د هېواد ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده.
دولت د طالبانو د واک په سیمو کې روغتیایي او د پوهنې دولتي مرکزونه تمویلوي او پراختیایي پروژې هم پلې کوي، خو طالبان د خپلو سیمو امنیت ساتي، په خپلو او ان کله کله د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم په عدلي او قضایي برخه کې خدمات وړاندې کوي او له ځینو دولتي پروژو نظارت هم کوي.
یو ځل بیا وایو چې که درانه لوستونکي زموږ د سروې پایلې د هرې برخې د احتمالي ناسموالي په اړه اسناد لري، له موږ سره یې دې د ([email protected]) برېښنالیک له لارې شریک کړي، څو له مخې یې اړین اصلاحات راولو.
پرېکړه: د پژواک سروې ښیي چې طالبان او دولت دواړه تر خپل واک لاندې سیمو د سلنې په اړه مبالغه کوي.

احمد شاه عرفانيار

Hits: 11602

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…