ناسم - فبروري 7, 2021

افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د شتون په اړه د حکومت څرګندونې ناسمي دي

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۹): د ځینو افغان چارواکیو ضد او نقیض څرګندونو او د چارو شنونکو تحلیلونو ته په پام، د افغانستان د حکومت هغه ادعا ناسمه ده چې وایي د  هېواد د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع جوړه شوې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، او د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په داسې حال کې ادعا کوي چې هېواد کې د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع شتون لري چې په دې وروستیو کې طالبان مسکو، تهران، اسلام اباد او ترکمنستان ته سفرونه کوي او د قطر په دوحه کې  د روان کال د وږي په ۲۲مه د سولې بین الافغاني پیل خبرو کې پرمختګ په ټپه درېدلی دی.

د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، سیمه ییزه اجماع د دیپلوماتیکو اړیکو په رڼا کې د سیمې د هېوادونو د اقتصادي، سیاسي، نظامي، فرهنګي او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هغه مهال را منځته کېږي چې د سیمې ډېر اغېزلرونکي هېوادونه پر یوه موضوع سره سلا وي.

ادعا: افغانستان کې د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع جوړه شوې ده

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني د روان کال د چنګاښ په ۱۶ مه ویلي چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره نړیواله او سیمه ییزه اجماع موجوده ده او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پیاوړی ملاتړ به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د سولې موخې ته ورسېږي.

دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د روان کال د غويي میاشتې په یوولسمه ویلي و چې د افغانستان د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع پیاوړې شوې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم وایي چې د افغانستان د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع شته، خو دا اجماع نور هم پیاوړتیا او ټینګښت ته اړتیا لري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هم د روانې سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع شتون لري.

هغه وایي:«هغه داعیه چې د افغانستان د خلکو او نظام ده، د هغه تر شا ټوله سیمه ولاړ ده؛ مثلا هغوی د طالبانو امارات بېرته راتګ نه مني، ټول جمهوریت غواړي او ملاتړ یې کوي او سیمه ټوله د افغانستان د سولې لپاره په یوه خوله ده.»

حقیقت موندنه:

د سیمې هېوادونو ته د طالبانو د سفرونو په تړاو د ځینو حکومتي چارواکو وروستۍ څرګندنې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړښت تر پوښتنې لاندې راولي.

په دې وروستیو ورځو کې، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران او د یاد دفتر د مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو بل پلاوي روسیې ته سفرونه لرل او د يادې ډلې سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس ملا برادر په مشرۍ یو هئیت نن د سلواغې په ۱۸ مه ترکمنستان هېواد ته سفرونه وکړ. دغه سفرونه وروسته له هغه و چې د امریکا متحده ایالتونو نوي حکومت ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون ارزونه کوي.

ستانکزي د سلواغې په لسمه روسیه کې خبریالانو ته ویلي چې که ولسمشر غني واک پرېږدي، دوی چمتو دي چې د یوه نوي اسلامي حکومت لپاره سوله وکړي.

دواخان مینه پال د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو وایي:«د عباس ستانکزي غوښتنه «د افغانستان د دښمنانو» غوښتنه ده، دوی غواړي اوسنی نظام له منځه یوړل شي او هېواد بېرته دېرش کاله شاته ولاړ شي.»

د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي هم په دې اړه غبرګون ښودلی او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي چې طالبان مسکو او تهران ته سفرونو سره سیاسي مانور ترسره کوي، خو اصلي پیغام امریکا ته ورکوي.

هغه زیاته کړې:«دې سفرونو سره ایران او روسیه هم امریکا ته ښودل غواړي چې موږ هم له طالبانو سره ملګري یو او له دې ډلې د وسیلې په توګه ګټه پورته کوي.»

د مرتضوي په وینا، د ولسمشر غني واکونه او د کار وخت اساسي قانون مشخص کړي او عباس ستانکزی له کوم بهرني استخباراتي ادرس څخه خبرې کوي؟

خو د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد درې ورځې مخکې (د سلواغې لسمه مه) د طالبانو د استازو د سفرونو او ستانکزي د خبرو په اړه لیکلي:«اصلا د حیرانتیا خبره نه ده چې د افغانستان په اړه دې د پنجابي ریاست، طالب، ایران، روسیې او د هغو داخلي کړیو دریځ او غوښتنه یو شان وي چې شخصي عقدو خوړل او صم بکم عمیا حالت ته رسېدلي دي.»

هغه زیاته کړې:« دا دښمني له ولسمشر غني او یا له دولت سره نه ده، دا دښمني له اوسني افغانستان سره دښمني ده، د افغانستان له راتلونکې سره دښمني ده. هر افغان دې هره شېبه پر دولت انتقاد وکړي، حق یې دی، خو دا به خیانت وي چې که د دښمن، د دښمن د پروژو او د دښمن د مُهرو شعارونه بدرګه او دریځ عمداً او یا سهواً پیاوړی شي.»

ځینې داسې راپورونه شته چې ګواکې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړې هند اندېښمن کړی، قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو په پرانېستونکې غونډه کې ایران برخه نه لرله؛ په دې وروستیو کې امریکا او طالبان یو بل ته تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي او دغه نږدوالي پاکستان وارخطا کړی او دغه راز د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړې هند – چې له پاکستان سره زړه دښمني لري- اندېښمن کړی او دغه هوکړه یې یوطرفه بللې ده.

د يادونې ده چې قطر کې د سولې د بين الافغاني خبرو په پرانېستونکې ناسته کې د امريکا، روسيې، چين په ګډون د شاوخوا دېرشو هېوادونو استازو په حضوري او انلاين بڼه ونډه اخيستې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزير محمد جواد ظریف د روان کال د مرغومي په دویمه طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون سره مرکه کې په دې اړه چې ولې ایران د افغانستان د سولې د بین الافغانی خبرو په پرانېستونکې غونډه کې برخه نه لرله، وویل:«موږ له دغې غونډې مخکې د افغانستان سولې د ملاتړ لپاره بیانیه ورکړې وه او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره مو هم خبرې کړې وې. دغه پرانېستونکې غونډه د [د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر] مایک پومپیو په ګډون سره په یوه انتخاباتي غونډه بدله شوه، چې موږ په کې ګډون ونه کړ. زموږ له نظره ټرمپ افغانستان د خپلو ټاکنیزو موخو قرباني کړ او موږ په راتلونکې کې ګورو چې د افغانستان لپاره به څومره ضرر وکړي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکي افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په تړاو د یادو او ځینو نورو هېوادنو پر رول خبرې کوي او په ټوله کې په دې باور دي چې په سیمه ییزه کچه د هېوادونو تر منځ اختلافونو افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړښت پیکه کړی دی.

د نړیوالو اړیکو پوه عباس فراسو پژواک خبري اژانس ته وویل، داسې ښکارې چې د بېلابېلو لاملونو – په تېره د ګاونډویو هېوادونو د اختلافونو-  له امله تر اوسه د افغانستان د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نه ده جوړه شوې او د سیمه ییزې اجماع نه شتون، نه یواځې دا چې په هېواد کې د جګړو د دوام او زیاتوالي لامل شوی، له طالبانو سره سوله او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لاره یې هم ستونزمنه کړې ده.

فراسو وایي:« د بېلګې په توګه، د پاکستان او هندوستان اختلافونه، په جنوبي اسیا کې د هند او چین تر منځ سیاسي او اقتصادي سیالۍ، د ایران او عربستان اختلافونه او د عربستان او ترکیې سیالۍ یادولی شو. پر دې سربېره د روسیې او امریکا تر منځ ستونزې، د چین او امریکا تر منځ سختې سیالۍ او د ایران او امریکا تر منځ هستوي مسایل او د امریکا له خوا پر ایران د تحریمونو شدت؛ هغه نور مهم عوامل دي چې د جګړو پر دوام یې اغېز کړی او د سولې لپاره د یوې سيمه ییزې اجماع د نشتون لامل شوي دي.

د اتلانتیک شورا په ویب پاڼه کې د سیاسي چارو شنونکو جاوید لودین او جانان موسي زی په ګډه خپره شوې مقاله کې راغلي:« تر دې دمه، په داسې حال کې چې د سیمې ډیرو هیوادونو د افغانستان د سولې خبرو ملاتړ کړی خو بیا هم په دی بهېر کې سیمه ییزه همغږي شتون نه لري. د همغږۍ نه شتون په ټوله سیمه کې د هېوادونو ترمنځ اړیکې ټوټه ټوټه کړي دي، دا ستونزه د سېمې هېوادونو ترمنځ د نه همغږی له امله ډېره شوې ده؛ لکه په افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو د شتون په اړه بیلابیل نظرونه او دغه راز سیمه ییزې او نړیوالې سیالۍ او دښمنۍ هغه لاملونه دي چې د سېمې په کچه د تفاهم او همکارۍ مخه نیسي. ”

په دغه مقاله کې راغلي، له سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو راولاړې شوې شخړې هغه څه دي چې د افغانستان پر وضعیت اثر لرلای شي.

سرچېنې لیکلي:« د پاکستان – هندوستان شخړه د پخوانیو مثالونو یوه غوره بیلګه ده او د متحده ایالاتو او سیمه ییزو قدرتونو لکه ایران، چین او روسیې تر مینځ تشنجونه هغه نورې شخړې دي چې موږ یې نن تجربه کوو.»

په مقاله کې راغلي چې د سیمې هېوادونه ځکه د سیمه ییزې اجماع د نه شتون په اړه اندېښمن دي چې کېدای شي له امله یې افغانستان کې تر سیاسي جوړجاړي وروسته به هم سیمه له نړیوال تروریزم او بې ثباتۍ، سازمان شویو جرمونو، اقتصادي کړکیچ او نورو ګواښونو او ننګونو سره مخ وي.

په دغه مقاله کې راغلي چې د افغانستان د سولې لپاره به د  متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې ملاتړ شتون ولري، خو  په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې ته یوازې سیمه ییز غبرګون تضمین کېدای شي.

هغه په دې اړه چې ایران او هند په افغانستان کې څه غواړي؟ وویل چې د افغانستان په اړه د ایران د بهرني سیاست موخو ته په کتو، ویلي شي چې ایران نه یوازې دا چې د افغانستان پر سیاست او حکومت د اغېز لرلو هڅې کوي، بلکې غواړي په سيمه کې د خپل نړیوال سیاسي رقیب (امریکا) رول محدود کړي.

دی وایي، چې هند له نرم ځواک د ګټې اخيستنې او دغه راز د افغانستان له پرمختګ څخه د ملاتړ له لارې هڅه کوي چې پر افغانستان د پاکستان د نفوذ مخه ونیسي. د هغه په وینا، هند په افغانستان کې د پاکستان په ملاتړ له جوړ شوي حکومت څخه وېره لري.

فراسو، ایران او روسیې ته د طالبانو د استازو سفرونه هم د سیمه ییزې اجماع له نه شتون سره تړي او وایي:« وروسته له هغې چې جوبایډن د امریکا ولسمشر شو او  له طالبانو سره د امریکا د لاسلیک شوي تړون د بیا ارزونې اعلان يې وکړ، طالبان یې اندېښمن کړل. ایران او روسیې ته د طالبانو د استازو سفرونه د امریکا پر وړاندې یو سیاسي مانور و او طالبانو د دغو سفرونو په ترسره کولو سره امریکا او په خاص ډول بایډن ته ښکاره کړه چې که د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوی تړون تر پښو لاندې هم شي، نو طالبان په افغانستان کې د جګړو د دوام لپاره د سيمې په کچه د دوو نورو هېوادونو د ملاتړ وړتیا هم لري.»

دغو څرګندونو ته پام، که د سیمې هېوادونه لکه ایران او سعودي عربستان، پاکستان او هند، ترکیه او سعودي او نور، خپل منځي اختلافونه د افغانستان له مسایلو په تېره سولې سره غوټه نه کړي او افغانستان کې د سولې له هڅو ریښتینی ملاتړ وکړي، نو دغه ملاتړ به افغانستان کې د سولې پر ټینګښت تاثیرلرونکی اغېز ولري.

د افغانستان په سوله کې د منځنۍ اسیا هېوادونو رول

د فراسو په وینا، د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په سوله او جګړې کې له ډېرو فعالو لوبغاړو ګڼل کیږي او دغو هېوادونو تر اوسه د سمیې د نورو هېوادونو په پرلته په سوله کې ډېر اغېزلرونکی رول لوبولی دی.

هغه زیاتوي:« د یادو هېوادونو د دغه رول لوبول له هغو فرهنګي او اقتصادی ګټو سره تړلی چې دغه هېوادونه یې افغانستان کې پالی. دغه راز دغه هېوادونه تر ډېره له هغو عناصرو سره په اړیکه کې دي چې نه یوازې له طالبانو سره فکري تړاو نه لري، بلکې پخوا یې ورسره جګړې کړي دي. د سیمې د دغو هېوادونو په اند افغانستان کې تل پاتې سوله او ټیکاو کولای شي سیمه کې د سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې پراختیا ته لارې چارې برابرې کړي.»

د سیاسي چارو پوه ودیر صافی هم ورته نظر لري او وایي چې افغانستان کې د سولې لپاره په حقیقت کې سیمه ییزه اجماع نشته او د سيمي هېوادونه د سولې په بهير کې خپلې ګټي په پام کې نیسي.

هغه وایي:« د اجماع نه شتون لامل کېدای شي چې د ځینو سیمه ییزو هېوادونو دښمنۍ وي، لکه امریکا او ایران یې چې له یو بل سره لري، له ایران پرته نور هېوادونه ښکاره خپل مخالفت نه څرګندوي، خو په عین حال کې سیمه ییز رقابتونه یو له بل سره د خپلو ملي ګټو په معیارونو سنجوي، چې هند او پاکستان یې ښه مثال دي.»

د سیاسي چارو پوه نجیب ازاد هم ورته څرګندونې کوي او وایي، افغانستان کې د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نشته او حکومت د سیمو هېوادونو ته د خپلو چارواکو تشریفاتي سفرونه او د دغو هېوادونو له خوا تشریفاتي ډاډ تر لاسه کول سیمه ییزه اجماع بولي.

ده د سیمې هېوادونو ته د طالبانو سفرونو ته په اشارې وویل:« طالبان هم ځان ته حق ورکوي چې ځان د ګټې او د افغانستان راتلونکي سیاسي جوړښت او سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو لپاره لابي وکړي. اوس که چېرته د افغانستان دولت اجماع را منځته کړې وي – چې حکومت یې کاذبه ادعا کوي-  بیا همدغو هېوادونو چې د حکومت سره یې هم کتلي، له طالبانو سره په داسې ګرمه فضا کې لیده، کاته نه کول.»

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په تړاو روښانه ځواب نه دی ورکړی او وایي:«فکر کوم په دې هر کس پوهېدی شي چې حالات او وضعيت څرنګه دی، موږ خپله سولې ته ژمن يو، د هېواد خپلواکي، د يو اسلامي نظام تر چتر لاندې د ولس او خپلو خلکو هوسايي مو هدف دی، په دې اړه له ټولو څخه هيله کوو چې د افغان ولس د دې اهدافو د تر لاسه کېدو لپاره همغږي او همکاري شتون ولري.»

پایله: د افغانستان حکومت وایي، هېواد کې د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع جوړه شوې ده، خو د ځینو حکومتي سرچینو څرګندونې دغه موضوع تر پوښتنې لاندې راولي او د چارو شنونکي بیا د سیمې هېوادونو تر منځ اختلافونو او د ګټو تضاد ته په اشارې وایي چې تر اوسه افغانستان کې د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نه ده جوړه شوې.

پرېکړه: افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د شتون په اړه د حکومت ادعا ناسمه ده.

تصمیم: ادعای دولت مبنی بر موجودیت اجماع منطقه ای برای صلح در افغانستان، نادرست است.

دا په داسې حال کې ده چې پژواک د روانې سلواغې په پنځمه راپور خپور کړ چې افغانستان کې د سولې د روان بهیر په اړه د ملي اجماع د شتون په څرګندونو کې هم مبالغه کېږي؛ ځکه چې یو شمېر مطرح ګوندونه د سولې له دغه بهیر سره نه دي ملګري او نیوکې پرې کوي.

احمد صهیب حسرت

Hits: 3547

Check Also

انتي ‌بیوتیک او سپرین د کرونا ضد درمل نه دي‌

کابل (پژواک،۲۰ زمری۱۴۰۰): په ټولنیزو شبکو کې په دې اړه چې ” کرونا باکټریا ده نه ویرو…