ناسم - فبروري 11, 2021

ولسمشرۍ ماڼۍ له وزارته د حنيف اتمر ګوښه کولو اوازې ردوي

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٩): ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت هغه اوازې رد کړې دي چې ګواکې ولسمشر اشرف غني له دې امله حنيف اتمر له دندې ګوښه کول غواړي چې د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع په رامنځته کولو کې پاتې راغلى دى.

ادعا:

له کابله خپرېدونکې یوې ورځپاڼې د روان لمريز کال د سلواغې په ١٨مه د (حنيف اتمر ځي او يا لرې کېږي) تر عنوان لاندې يو راپور خپور کړى و.

په دغه راپور کې د ارګ د ځينو سرچينو په حواله چې د نوم له خپرولو يې ډډه کړې وه، ادعا شوې وه چې د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع په رامنځته کولو کې د ناکامۍ له امله ولسمشر غواړي حنيف اتمر له دندې لرې کړي.

د اتمر په اړه اوازې په ټولنیزو شبکو کې وروسته له هغه هم زیاتې شوې چې کله ولسمشر د روان کال د مرغومي په ۱۱مه د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني او د سلواغې په ۴مه د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندو ګوښه کړل، په داسې حال چې یادو وزیرانو له اتمر سره یو ځای نږدې دوه نیمې میاشتې مخکې له ولسي جرګې د باور رایه اخیستې وه.

له بلې خوا په دې وروستیو کې مسکو، تهران، اسلام اباد او ترکمنستان ته د طالب پلاوي سفرونو او په دوحه کې د روان کال د وږي په ۲۲مه د سولې بین الافغاني خبرو په ټپه درېدو په هېواد کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع شتون تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

پرون د سلواغې په ٢١مه په کابل کې د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې د رسنیو کمېسیون جوړېدو غونډې ته د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله له هغو هېوادونو چې پر طالبانو اغېز لري، هيله وکړه چې هغوى وهڅوي څو د خبرو مېز ته کېني؛ ځکه چې طالبانو د خبرو مېز پرېيښی او هغه طالبان چې په قطر کې پاتې دي، د سولې له خبرو سره مرسته نه شي کولی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت غبرګون:

د ولسمشر سرپرست وياند دوا خان مينه پال په دې اړه خپرې شوې اوازې په کلکه ردوي او وايي چې حنيف اتمر د بهرنيو چارو د وزير په توګه لوړه کړې ده او خپلې دندې ته ادامه ورکوي.

هغه زياته کړه: “زه دا اوازې په جدي توګه ردوم.”

مينه پال وايي چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره د ملي او نړيوالې اجماع ترڅنګ پر منطقوي اجماع هم ټينګار کوي او په دې برخه کې يې خپلو هلو ځلو او هڅو ته دوام ورکړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد هم په دې اړه خپرې شوې اوازې رد کړې او دا يې بې بنسټه وګڼلې.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې مخکې د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د لوړې مراسم ترسره کړل او تېره ورځ يې د کابل د شاه توت تاريخي بند جوړولو قرارداد لاسليک کړ.

ګران هېواد وايي چې له تېر يوه کال راهيسې حنيف اتمر د سولې په تړاو سيمه ييزې اجماع په موخه د نورو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر سل ځلې، له سفيرانو او نورو ډيپلوماتو سره تر دوه سوه ځلې ډېرې اړيکې نيولې دي.

د نوموړي په وينا، دا اړيکې د مخامخ ليدنو، ټېليفوني اړيکو او ويډيو کنفرانسونو له لارې ترسره شوې دي.

پايله: د ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت دواړو ادارو دغه راپور او اوازې رد کړې او دا مهال د حنيف اتمر د لرې کېدو په اړه خپرې شوې اوازې او راپورونه ناسم دي.

پرېکړه: هغه راپورونه او اوازې ناسم دي چې ګواکې ولسمشر اشرف غني له دې امله حنيف اتمر له دندې لرې کول غواړي چې د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع په رامنځته کولو کې پاتې راغلى دى

جاوید همیم کاکر

Hits: 5137

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…