ناسم - جنوري 30, 2021

د لنډمهال حکومت په اړه د دولت مرکچي پلاوي یوه غړي څرګندونې د هغه شخصي نظر دی

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د لنډمهال حکومت په اړه بحث نه دی کړی او په دې تړاو د دولت مرکچي پلاوي یوه غړي څرګندونې د هغه شخصي نظر دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم ویلي چې پر لنډمهال حکومت خبرې نه دي شوې او د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی هم وایي چې تر اوسه د داسې یو حکومت پر جوړښت څه نه دي ویل شوي.

ادعا: د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي یوه غړي محمد امین احمدي ته منسوب داسې غږیږ کلیپ خپور شوی چې وایي په افغانستان کې لنډمهال حکومت راتلونکی دی.

یاد کلیپ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په دغو خپرو شوو څرګندونو کې راغلي: “ولسمشر غني د نړیوالو خوښ نه دی، موقت او انتقالي حکومت راتلونکی دی، د نړیوالو مرستې مشروطې دي او څه چې هغوی وغواړي، هماغه کېږي، هغوی سوله غواړي.”

د ده په وینا، یو داسې ګډ حکومت جوړېږي چې اشرف غني به په کې نه وي، لومړی باید نظام وژغورل شي، نه حکومت؛ ولسمشر غني او اوسنی حکومت قرباني کېږي؛ ځکه چې نړیوال ملاتړ نه لري.

احمدي دا مني چې خپور شوی غږ د ده دی، خو وایي چې دا یې په یوه شخصي مجلس کې شخصي خبرې کړې دي.

خو دی ټولنیزو رسنیو ته د هغه د دغه غږ پر ایستلو نیوکه کوي، وایي چې په دې برخه کې له ټولنیزو شبکو غیر اخلاقي او ناسمه استفاده شوې ده.

امین وایي: “هر څوک په شخصي فضا کې د خپلو شخصي خبرو مالک دی، هېڅوک حق نه لري په غیر قانوني توګه د خلکو خصوصي فضا ته ننوځي او د خبرو کلیپ یې جوړ کړي او عمومي مجازي فضا ته یې وباسي.”

د ده په وینا، د لنډمهال حکومت په اړه اوس خبرې کول له وخته مخکې دي او د جمهوریت د مصالحو خلاف دي، هر هغه څوک چې په رښتینې توګه د اساسي قانون پر اساس د نظام ملاتړی وي، باید د موقت حکومت موضوع مطرح نه کړي.

هغه زیاتوي: “موږ په خپل یووالي کولی شو سوله راولو، د جمهوري نظام په ساتلو سره د حکومت سوله ییز بدلون کولی شي جګړه پای ته ورسوي، خو له دې مخکې باید په رښتینې توګه جګړه ختمه شي؛ ځکه جګړه د بدلون او اصلاح لاره نه ده او جګړه حرامه ده.”

د ده په وینا، څو چې جګړه وي، د حکومت بدلون یو خیال او ناشونی دی او د جمهوریت د مخالفینو د ګټو لپاره باید فعالیت ونه شي.

د مرکچي پلاوي څرګندونې:

د دولت مرکچي پلاوي له خوا هم په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي یوه غړي ته منسوب شخصي نظر لاس په لاس کېږي چې ده خپله نه دی تاييد کړی او رد شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، مذاکره‌ کوونکی پلاوی ټینګار کوي چې د سولې مذاکرات د افغانستان د اوسني نظام او ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره دي چې د جمهوریت اساساتو ته درناوی او په واک کې د خلکو رایې د مشروعیت اصل په کې شاملېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه پروسې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټيکاو پر خلاف دي چې د دې برخې د ټکني کېدو لامل شي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم په خپله فېسبوک پاڼه کې د امین احمدي پوسټ خپور کړی دی.

د حکومت دریځ :موقت حکومت د اساسي قانون خلاف دی

که څه هم د افغانستان حکومت تر اوسه د مذاکراتي ټېم د یاد غړي امین احمدي د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه پال پژواک خبري اژانس ته وویل چې موقت حکومت د اساسي قانون خلاف دی او د افغانستان خلکو ته هم د منلو وړ نه دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې په ننګرهار کې یوې ولسي غونډې ته وویل چې واک به یو منتخب ولسمشر ته وسپاري .

پايله: د مرکچي پلاوي یوه غړي امین احمدي پر خبله فېسبوکپاڼه په رسمي توګه د موقت حکومت خبره رد کړې او دا یې له وخته مخکې ګڼلې ده. دغه راز د دولت مرکچي پلاوي او د ملي مصالحې شورا هم دا خبرې رد کړې او دا یې هغه ته منسوبې شخصي خبرې ګڼلې دي.

پرېکړه: د موقت حکومت په اړه د محمد امین احمدي څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او د سولې مرکچي پلاوي نظر نه څرګندوي.

جاوېد همیم کاکړ

Hits: 5143

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…