ناسم - جنوري 30, 2021

د لنډمهاله حکومت له لارې د واک د وېش طرحه نه ده جوړه شوې

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): هغه خبرونه ناسم دي چې وایي د طالبانو او افغانستان د اسلامي جمهوریت تر منځ د واک د وېش طرحه جوړه شوې او هر لوری به خپلې سیمې کنټرولوي.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د قطر په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک او له مخې یې د روان کال د وږي په ۲۲مه د سولې بین الافغاني خبرې هم دوحه کې پیل شوې چې په لومړي شاوخوا دوه میاشتني پړاو کې یوازې د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه وشوه.

د دغو خبرو دویم پړاو د مرغومي په ١٧مه پیل شوی، خو ورو، ورو پر مخ ځي او تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

ادعا: داسې طرحه جوړه شوې چې له مخې به يې د طالبانو او افغانستان د اسلامي جمهوریت تر منځ واک وېشل کېږي.

کابل نیوز لیکلي، د لنډمهاله حکومت یوه داسې ابتدایي طرحه یې تر لاسه کړې چې له مخې به یې واک د طالبانو او جمهوریت ترمنځ په مساویانه توګه وېشل کېږي، د صدراعظمۍ پوست به ایجادېږي، مؤقت ولسمشر به پنځه مرستیالان لري، طالبانو ته به پارلمان کې برخه ورکول کېږي او د مؤقت حکومت دوره کې به طالبان د خپلو او د جمهوریت برخه به د خپلو سیمو امنیت ساتي.

ځینو نورو سرچینو هم ورته راپورونه خپاره کړي دي.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او د سولې په چارو کې د دولت وزارت دغه خبرونه ناسم بولي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په دې اړه نن (د سلواغې نهمه) پژواک خبري اژانس ته وويل:«د مؤقت حكومت په اړه موږ بار، بار خپل موقف واضح کړی، چې دا نه زموږ طرحه ده او نه ستونزې پرې هوارېږي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويانده ناجيه انوري هم وایي:«دا خبره مطلق غلط ده. تر اوسه پورې ناستې نه دي تر سره شوي چې په دې اړه خبرې شوې وي… اصلاً د دې موضوعاتو په اړه خبرې نه دي پیل شوي. د غیر رسمي خبرو په اړه زه څه نظر نه لرم.»

د موقت حکومت او واک د وېش په اړه مو د ملي پخلاینې عالي شورا له ویاند څخه هم د واټس اپ له لارې وپوښتل، خو ځواب یې ورنه کړ.

پایله: د سولې په چارو کې د دولت وزارت او طالبان د موقت حکومت له لارې د واک وېش طرحې جوړېدل ردوي او وایي چې په دې اړه هېڅ خبرې نه دي شوي.

پرېکړه: د لنډمهاله حکومت له لارې د واک د وېش په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

احمدشاه عرفانیار

Hits: 6839

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…