یو څه ناسم - جنوري 27, 2021

د سولې روان بهیر لپاره د ملي اجماع د شتون په تړاو څرګندونو کې مبالغه کېږي

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ٩٩): افغانستان کې د سولې د روان بهیر په اړه د ملي اجماع د شتون په څرګندونو کې مبالغه کېږي؛ ځکه چې یو شمېر مطرح ګوندونه د سولې له دغه بهیر سره نه دي ملګري او نیوکې پرې کوي.

د سیاسي چارو ځینې پوهان وایي، ملي اجماع ګډ ملي تفاهم او پر ملي او ټولنیزو مسایلو د یو ملت د غوڅ اکثریت توافق ته وایي چې کېدای شي له مختلفو لارو څرګند شي.

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو په لومړي شاوخوا دوه نیم میاشتني پړاو کې د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه وشوه او د دغو خبرو دویم پړاو د تېرې مرغومې میاشتې په ۱۷مه بیا هم دوحه کې پیل شوی، خو تر اوسه پرمختګ نه لري.

ادعا: د سولې روان بهیر لپاره ملي اجماع شتون لري

دولتي چارواکو په وار، وار ویلي چې په ملي کچه د سولې لپاره اجماع شتون لري.

ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې لیندۍ میاشتې په درېیمه د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس ته په وینا کې ویلي و چې په وروستیو دوو کلونو کې، افغانانو له طالبانو سره د سیاسي هوکړې له لارې دوامداره سولې ته د رسېدو لزومیت پر اساس ملي اجماع جوړه کړه؛ هغه سوله چې د هېواد د اساسي قانون ارزښتونو او د بشري حقونو بین المللي معیارونو سره په مطابقت کې وي. ده د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱ هم ویلي و چې پر سولې ملي اجماع رامنځته شوې ده.

صدیق صدیقي هم د روان کال د چنګاښ په ۱۶ مه- هغه مهال چې د ولسمشر ویاند و- ویلي و چې سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او د سولې لپاره ملي اجماع شتون لري.

حقیقت موندنه:

د افغانستان دولت له طالبانو سره د سولې خبرو د پرمخ بېولو لپاره د عبدالله عبدالله په مشرۍ له دولتي او نادولتی ۴۶ کسانو د ملي پخلاینې عالي شورا او ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی جوړ کړي دي.

د سولې د بهیر په یاده شورا او مرکچي پلاوي کې ډېری سیاسي ګوندونه او د مدني ټولنې غړی شامل شوی دی خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي، د عبدالحکیم منیب په مشرۍ حرکت انقلاب اسلامي، د سید اسحق ګیلاني په مشرۍ د ملي یوالي نهضت او د سیدمهدي انوري په مشرۍ د ملي اسلامي حرکت ګوندونه د سولې خبرو په روان بهیر کې برخه نه لري او د سولې د اوسني بهیر په تړاو د حکومت پر کړنو نیوکې کوي.

د راپور له مخې، پخوانی ولسمشر حامد کرزى، جهادي مشران عبدرب الرسول سیاف، عبدالکریم خلیلي او محمد محقق؛ مارشال عبدالرشید دوستم او د جمعیت اسلامی ګوند غړي محمد یونس قانوني، محمد اسماعیل خان او عطامحمد نور، د ملی محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني، د نجات جبهې مشر ذبیح الله مجددي او د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامی غړى انجنیرمحمدخان د یادې شورا له مهمو غړیو څخه دي.

د یو بل راپور له مخې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له غړیو، د پلاوي مشر معصوم ستانکزی، احمد نادر نادري او عبدالمتین بیګ حکومتي چارواکي دي، کلیم‌الله نقیبي، غلام فاروق مجروح، عبدالحفیظ منصور او د جمعیت اسلامي د اجرایی رییس عطامحمد نور زوی خالد نور د جمعیت اسلامي ګوند غړي دي، سید سعادت منصور نادري د ملي پیوند ګوند غړی دی، مولوی عطاءالله لودین د ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي استازیتوب کوي، شریفه زرمتۍ او حبیبه سرابي د ښځو استازې دي، ضرار احمد مقبل د پخواني ولسمشر حامد کرزي استازی دی، مولوي عنایت‌الله بلیغ د عبدرب الرسول سیاف په مشرۍ د دعوت اسلامي ګوند استازیتوب کوي، باتور دوستم د مارشال دوستم زوی او د جنبش ملي استازی، محمدامین احمدي د وحدت اسلامي ګوند استازی، محمد ناطقي د حزب وحدمت مردم افغانستان استازی، فاطمه ګیلاني د محاذ ملي ګوند استازې او رسول طالب د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش استازی دی. سرچینه لیکي چې د مرکچې پلاوي بله غړې فوزیه کوفي د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح معرفي کړې، خو د ایوب انصاري په اړه معلومات نشته.

ټاکل شوې وه چې حکمتیار د پخلاینې عالي شورا د رهبري کمېټې او د دغه ګوند یو بل غړی ډاکتر غیرت بهیر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د مرکچي پلاوي غړیتوب ولري، خو حکمتیار د یادې شورا په ناستو کې برخه نه اخلي او بهیر هم د مرکچي پلاوي غړیتوب ونه مانه.

د حزب اسلامي یو مهم غړى همایون جریر وایي، دغه ګوند ځکه د سولې په روان بهیر کې ونډه نه اخلي چې د یادې شورا او مرکچي پلاوي غړي د حکومت له خوا ټاکل شوي او یاده شورا د سولې د مسایلو په اړه اړین واکونه نه لري او ټولې پرېکړې حکومت کوي.

د ده په وینا، د ځینو دلایلو له امله د افغانستان سیاسیون او دولت تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د سولې راوستو لپاره ملي سیاسي اجماع ولري؛ په داسې حال کې چې ګوندونو څو ځله ولسمشر ته وړانديز وکړ چې د سولې لپاره باید یوه تصمیم نیونکې شورا جوړه شي، ټولې خواوې په کې برخه ولري او د سولې په اړه هر اړخیزې پرېکړې وکړي.

هغه په دې اړه چې دولتي چارواکي وایي د سولې لپاره ملي اجماع شته، وويل چې دولتي لویې جرګې چې غړي یې ټول د ولایتونو د والیانو له خوا ټاکل شوي وو، ملي سیاسي اجماع نه ده؛ ځکه چې د ده په خبره د سولې لپاره ملي اجماع هغه وخت رامنځته کېږي چې ټول د ملت استازي ګوندونه سره راټول شي، د سولې لپاره یوه پرېکړه وکړي او د هغې پرېکړې تر شا ودرېږي.

خو جریر ټینګار کوي چې حزب اسلامي د سولې په لاره کې له پرمختګونو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې هېواد کې سوله ټینګه شي.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد له حزب اسلامي څخه جلا شوې څانګه ده او مستقل فعالیت لري. د دغه اتحاد د سیاسي کمېټې مشر سیداحمد کریاب هم وایي چې د سولې د اوسني بهیر لپاره ملي اجماع نشته او اړینه ده چې د سولې لپاره ټولې خواوې انعطاف وښيي او ملي اجماع جوړه کړي.

دی د سولې لپاره ملي اجماع اړینه بولي او زیاتوي چې ملي اجماع د سولې لپاره باور زیاتوي او ورسره افغانستان کې د سولې لپاره منطقوي اجماع هم رامنځته کېږي.

د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست صلاح الدین رباني هم د پخلاینې ملي شورا د رهبرۍ په کمېته کې د غړي په توګه غوره شوی، خو د سولې پر روان بهیر نیوکې لري او د دغې کمېټې په ناستو کې ونډه نه اخلي.

د جمعیت اسلامي د مطبوعاتي دفتر مشر عبدالفتاح احمدزی وایي، دا مهال په افغانستان کې ټول خلک سوله غواړي، خو جمعیت اسلامي ځکه په دغه «ناکام بهير» کې ګډون نه کوي چې پر دغه بهير نیوکې لري.

د هغه په وینا، د سولې  بهير لپاره یوې داسې سیاسي اجماع ته اړتیا ده چې د مطرح ګوندونو او مدني ټولنو غړي، مطرح غیرحکومتي دیني عالمان او مطرح غیرحکومتي مېرمنې په کې شتون ولري.

د ده په خبره، دا مهال د ملي پخلاینې عالي شورا او د سولې وزارت د ارګ له اړوندو کسانو جوړ دي او هڅه کوي چې د سولې بهير د حکومت په خوښه پر مخ بوځي.

ده وویل، کوم کسان چې د جمعیت اسلامي په نوم د اسلامي جمهوریت په مرکچي پلاوي کې ګډون لري، د دغه ګوند استازیتوب نه کوي او د هغوی غړیتوب له جمعیت اسلامي څخه لغوه شوی دی.

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر عبدالحکیم منیب هم وایي، د سولې راتګ لپاره مخالفین او موافقین ټول سره سلا دي، خو د سولې بهیر څرنګوالي لپاره اجماع نشته؛ ځکه چې درې لوی ولسي ګوندونه « حرکت انقلاب اسلامي، حزب اسلامی او جمعیت اسلامي» په دغه موجوده بهير کې ګډون نه لري.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې پر یادو درېیو ګوندونو سربېره، نور ډېر ګوندونه، قومونه او با نفوسه څېرې دي چې د سولې په اړه نه دي پوښتل شوي.

منیب پړه پر حکومت اچوي او زیاتوي:«حکومت د ګوندونو په یووالي، د ملت په یووالي، د ټیمونو په جوړولو کې تجربه نه لري، حکومت د سولې لپاره د اجماع جوړولو په برخه کې مخ کې اصلي خنډ دی او حکومت د قدرت د بقا لپاره هڅې کوي.»

ده وویل، حرکت انقلاب اسلامي په دغه بهير نیوکې لري او دغه ګوند د ملي پخلاینې عالي شورا ته د یوه داسې دفتر په سترګه ګوري چې د افغانستان د خلکو استازیتوب نه شي کولي.

د افغانستان ملي اسلامي حرکت ګوند مشر سید مهدي انوري هم وایي، چې تر اوسه د سولې په اړه ملي اجماع نشته.

د ده په وینا، د دولت د مرکچي پلاوي او د ملي پخلاینې عالي شورا د غړو په ټاکل کېدو کې له دغه ګوند سره خبرې نه دي شوي او دوی پر دغه بهير نیوکې لري؛ ځکه چې د سولې لپاره د ملي اجماع لپاره باید د افغانستان ټولو ګوندونو، مدني ټولنو، دیني عالمانو او بې طرفه مېرمنو سره خبرې وشي او نیوکو ته یې پام وشي.

هغه د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره د ملي اجماع شتون اړین بولي، وایي د داسې یوې اجماع د نه شتون له امله تر اوسه د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د افغانستان د ملي یوالي نهضت مشر سید اسحق ګیلاني هم ورته څرګندونې کوي، وایي چې سوله د افغانستان هر وګړی غواړي، خو د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي او ځینو نورو ګوندونو ترڅنګ، دوی هم د سولې پر روان بهير نیوکې لري او باور لري، تر هغه چې ملي اجماع جوړه نه شي د سولې دغه بهیر نه شي بریالی کېدای.

خو ده وویل چې دا مهال د ملي پخلاینې عالي شورا هڅې کوي چې د ټولو ګوندونو نیوکې واوري او د سولې لپاره یوه ملی اجماع رامنځته کړي.

هغه وایي چې د افغانستان خلک باید د سولې لپاره هڅو ته دوام ورکړي او د دوحې راپورونو ته په تمه نه شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د روان کال د لیندۍ په ۱۵مه د ملي پخلاینې عالي شورا په لومړنۍ ناسته کې ویلي و چې «تر رسمیاتو هغه خوا» له دغې شورا ملاتړ او د سولې لپاره هڅې کوي، خو دا هڅې هغه مهال پايلې ته رسېدی شي چې د ټولنې ټول پاړکي په يووالي سره کار وکړي.

هغه ویلي و چې د یادې شورا د ناستو د ښه ‌والي او بشپړوالي په موخه باید هغه سیاسي مشران هم په دغې شورا کې برخه واخلي چې تر اوسه په کې برخه نه لري.

خو د کرزي د مطبوعاتي دفتر مشر یوسف سها د سلواغې په څلورمه پژواک ته وویل:«موږ د سولې په بهير نیوکې نه لرو، برعکس په کلکه یې ملاتړ کوو او هیله مو دا ده چې دغه هڅې ژر تر ژره کامیابې شي.»

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بیا وایي، چې د سولې بهیر په اړه ملي اجماع شتون لري.

هغه په داسې حال کې چې وایي، د سولې بهېر یو ملي بهير دی او د ټولو افغانانو ملاتړ ته اړتیا لري، زیاتوي چې ځینو کسانو د ملي پخلاینې عالي شورا په ناستو کې تر اوسه ګډون نه دی کړی، خو اوس یې ډاډ ورکړی چې په راتلونکو ناستو کې به ګډون وکړي.

خوځون وایي، چې ملي اجماع مدیریت ته اړتیا لري او د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ کمیټه به دغه بهیر مدیریت کوي.

د شنونکو تحلیل: د سولې لپاره ملي اجماع نه ده جوړه شوې

د سیاسي چارو پوه ودیر صافی وایي، په افغانستان کې نه یوازې د سولې لپاره، بلکې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د افغانستان لپاره د بن له کنفرانس وروسته د هیڅ ملې مسئلې لپاره ملي اجماع نه ده جوړه شوې او هره ډله د خپلو ګټو لپاره کار کوي.

ده وویل، چې نه یوازې حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د سولې د روان بهیر مخالفت کوي، بلکې له نورو ډېرو ګوندونو سره هم په دې تړاو خبرې نه دي شوي او نیوکې لري.

د هغه په وینا، ملی اجماع د یوې ټولنې د اکثریت غوښتنه یا رایه ده چې د ټولنې د ښېګڼې او نظم لپاره جوړېږي او د ټولنې د سوله ییز ژوند، امنیت ټینګښت، د خاورې بشپړتیا او ملي ګټو د ساتلو لپاره ضامن کېدای شي، خو افغانستان کې تر اوسه داسې کوم څه نشته.

د سیاسي چارو پوه نجیب ازاد د سولې لپاره اجماع په دوو برخو (ملي اجماع او سیاسي اجماع) وېشي او وایي چې د بېلابېلو دلایلو له مخې افغانستان کې د سولې لپاره نه ملي اجماع شته او نه هم سیاسي اجماع.

د ده په اند، ملي اجماع هغه ده چې افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو بدمرغيو او ناروين ته د پای ټکی کېږدي. هغه وایي ملي اجماع په هغه صورت کې رامنځته کېدای شي چې د یوې ژورې څېړنې له لارې د ناورین واقعي لاملونه په ګوته شي.

ازاد وایي کېدای شي د يوه سپين ږيري لپاره د سولې تعریف د ده د کروندې خونديتوب او په سيمه کې د زورواکي او ظلم څخه خلاصون وي، د يوې کلیوالې مېرمنې لپاره د سولې تعریف د دې د پلار، ورور، خاوند او زوی د سر خونديتوب وي، د يوه ديني عالم لپاره د فقهي مسايلو د مصؤونیت ډاډ وي.

هغه دغو ټکو ته پام وایي کېدای شي د سولې لپاره د ټولنې د هر قشر تعریف توپیر لري او دغه توپیرونه باید د څېړنې له لارې څرګند او له مخې یې د سولې لپاره تګلاره جوړه شي، تر څو  یوه صریح، بشپړه او ټول شموله اجماع رامنځته کړی شي.

هغه زیاتوي:«دا ټوله دنده د افغان دولت وه، خو له بده مرغه د دولت له ادرسه تل یوازې څو بې منطقه او له واقعیتونو او حقایقو لرې کاذب شعارونه او غولوونکي پیغامونه اورېدل کېږي.»

د سیاسي چارو دغه شنونکی د سیاسي اجماع په اړه وایي چې سياسي اجماع عموماً د ګډو سياسي ګټو په رڼا کې رامنځته کېږي، خو په افغانستان کې سياسي فرهنګ نشته او یو شمېر ګوندونه سياسي قدرت د سياسي فرهنګ او بصيرت پر ځای په زور، روابطو او جنجالونو ترلاسه کوي.

دی زیاتوي:«د ملي روغې جوړې په نوم شورا هم مطلقاً د سولې لپاره نه بلکې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د جنجالونو د ختمولو په موخه رامنځته شوه، او کابو ۸ میاشتې يوازې د همدې شورا پر تشکیل د غني او عبدالله تر منځ لانجې روانې وې.»

محمد اشرف غني او عبدالله د یادو ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماندان وو. د ټاکنو خپلواک کمېسیون غني بریالی اعلان کړ، خو عبدالله مخالفت وکړ او په پای کې د دواړو تر منځ د یوې سیاسي هوکړې له مخې، غني ولسمشر او عبدالله د ملي پخلاینې عالي شورا مشر شو.

نجیب ازاد وایي، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د دولت له خوا د ټاکل شوي مذاکراتي پلاوي غړي د سولې اړوند اړینو مسایلو، ډيپلوماتیکو عرفونو او په سيمه ییزو حساسیتونو نه پوهېږي.

د هغه په وینا، دغه پلاوی پرته له کومې برنامې يا پلان یوازې د ځینو سیاسیونو د خوشحالولو او دوی ته د امتیاز ورکولو په موخه وټاکل شو او پر اندک موضوع غړي ترې وایستل او په کې شامل شول.

دی زیاتوي:«دا ټوله کړنه پر دې دلالت کوي چې تر اوسه د سولې په اړه اصلا یوه لوري هم فکر لا نه دی کړی، يوازې او يوازې د سیاسي قدرت او سهم د تر لاسه کولو هڅې روانې دي. فلهذا، ویلی شو چې د سولې لپاره تر اوسه نه ملي اجماع او نه هم سياسي اجماع رامنځته شوې ده.»

همدا راز د روان کال د وږي په ۲۹ مه ځینو سیاستوالو کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي وو چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو شول، خو په کابل کې سولې ته د رسېدو لپاره اجماع نشته.

دغو سیاستوالو په اوسنیو شرایطو کې د ملي روغې جوړې د غړو په اړه اختلافونه د اندېښنې وړ وبلل او د حکومت مشران یې په ځان ځانۍ تورن کړل. هغوی ویلي وو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی یوه ملاتړ او کابل کې واحد ادرس ته اړتیا لري او د اختلافونو دوام کولای شي چې دغه بهیر ته زیان ورسوي.

پایله: حکومتي چارواکي وایي، د سولې روان بهیر په اړه ملي اجماع شتون لري، خو د پژواک موندنې ښيي چې ځینې مهم ګوندونه له دغه بهیر سره لا یو ځای شوي نه دی

حکم: د سولې روان بهیر لپاره د ملي اجماع د شتون په تړاو څرګندونو کې مبالغه کېږي

احمد صهیب حسرت

Hits: 2704

Check Also

هېواد کې د قرنطین وضع کېدو په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري

کابل(پژواک،۷ غویی ۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو ځينې کاروونکو داسې مطالب خپاره کړي چې ګواکې هېواد …