ټویټري اوازې - جنوري 23, 2021

ولسمشر غني ته د کاناډا له خوا د سياسي پناهندګي ادعا ناسمه ده

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۹): د کاناډا لومړي وزیر له خوا ولسمشر غني ته د سياسي پناهندګي موضوع په جعلي ټويټرپاڼو کې خپره شوې او دغه ډول ناسم معلومات د سولې د پروسې له پیل سره په ټولنیزو شبکو کې ‌ډېر خپرېږي.

نن (د سلواغې ۲مه) د ولسمشر د مرستیالې ویاندې ته منسوب ټويټرپاڼه کې د ولسمشر د پناهندګي موضوع د ټویټر کاروونکو او د کورنیو چارو د مرستیال وزیر صدیق صدیقي ترمنځ په ناندریو واوښته.

دا ناندرۍ هغه وخت پیل شوې کله چې د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو، ولسمشر غني سره پرون ماښام تيلېفوني خبرو کې په افغانستان کې د ناامنۍ پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې يې د یوې داسې سولې ملاتړ وکړ چې دغه هېواد باثباته، خپلواک او د ولسواکۍ نظام ولري.

ادعا:

د تورک فرهادي په نوم يو ټويټرپاڼې له جمهوريت څخه د دفاع په نوم له ټويټري پاڼې له دوم ځلي ټويټر سره ليکلي چې ایا د کاناډا لومړي وزير جستن ترودو ولسمشر غني ته په کاناډا کې د سياسي پناهنده ګۍ وړانديز کړی او که څرنګه؟

له جمهوريت څخه د دفاع په نوم ټويټر پاڼې ليکلي: «جستین ترودو د افغانستان ولسمشر ته:  نورو وختونو ته په پرتله، اوس افغانستان تاسو ته ډېره اړتیا لري. زه به ډېر خوشحاله شم چې یوه ورځ تاسو کاناډا کې وګورم، دلته د زیربناوو رغونو او بیارغونو په برخه کې جناب‌عالي ته تل اړتیا لیدل کېږي.»

د تورک فرهادي په نوم يادې پاڼې وروسته بيا بله ليکنه کړې چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ورڅخه غوښتي چې دغه ټويټ لرې کړي، خو ده په ځواب ورته ليکلي چې تاسو خپل ټويټ کوئ او زه به خپل ټويټ کوم.

ياد کس په خپله پاڼه کې ليکلي: «دا د هغې ډيموکراسۍ يو ډول دی چې موږ په افغانستان کې ورته اړتيا لرو.»

رسمي سرچينې:

د ولسمشر ویاند دفتر په خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غنې پرون ماښام د کاناډا له لومړي وزیر جستن ترودو سره تيلېفوني خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ټیلېفوني خبرو کې د کاناډا لومړي وزیر په افغانستان کې د ناامنۍ پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: «موږ په افغانستان کې د یوې داسې سولې ملاتړ کوو چې دغه هېواد باثباته او خپلواک وي او د ولسواکۍ نظام ولري.

سرچینه لیکي، دواړو لوړو د ناټو د دفاع وزیرانو کنفرانس په اړه چې د فبرورۍ په میاشت کې په بروکسل کې جوړېږي، خبرې وکړې او ویې ویل چې په دغه کنفرانس کې باید د افغانستان لپاره یو ګډ او همغږی سیاست رامنځته شي، ترڅو د سولې خبرې یوه مطلوب هدف ته ورسېږي.

د ولسمشر پخواني ویاند او د پلان او پاليسۍ په چارو کې د کورنيو چارو وزارت اوسني مرستيال صديقي صديقي ياد کس ته په ځواب کې ليکلي: «کوم ټويټري اکونټ چې تا پوست کړی، هغه ناسم دی. لطفاً دا له هغې [د ولسمشر له مرستيال وياندې فاطمې مورچل] سره چک کړه.»

د ولسمشر د وياند مرستيال فاطمې مورچل په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: «دا [له جمهوريت څخه د دفاع په نوم ټويټر پاڼه] زما رسمي اکونټ نه دی، زما په نوم يو شمېر ناسم اکونټونه جوړ شوي دي.»

د مدني ټولنې غړي او شنونکي وايي، اړوند ارګانونه بايد د دا ډول جعلي پاڼو او ناسمو تبليغاتو مخه ونيسي؛ ځکه چې د خلکو پر ذهنيتونو او په ټولنه کې پر سولې ناسم اغېز کولى شي.

په همدې اړه د روڼتیا د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي پژواک ته وويل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه بايد په ټولنيزو رسنيو کې د دغه ډول جعلي پاڼو د فعاليت مخه ونيسي.

دى هم وايي چې د دغه ډول جعلي پاڼو له لارې تبليغات د خلکو پر ذهنيت منفي اغېزې کوي او نه شي کولى چې بيا  د سولې په اړه په کره اطلاعاتو باور وکړي.

دغه راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ویاند نصرت ناصري پژواک ته وويل، دوى هغه مهال د جعلي پاڼو د مخنيوي لپاره اقدام کولى شي چې خلک دوى ته شکايت وکړي.

د نوموړي په وینا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ كولی شی چې د جعلي پانو د بندېدو غوښتنليكونه د ټولنيزو شبكو شركتونو ته واستوي او كه چېرې نوموړې غوښتنې د يادو شركتونو له پاليسيو سره په ټكر كي نه وي، نو دوی د داسې پاڼو د بندېدو لپاره اقدام كوي.

پايله: دا خبره چې ګواکې د کاناډا لومړي وزیر جستین ترودو له ولسمشر محمد اشرف غني سره تيلېفوني خبرو پر مهال هغه ته ويلي چې کاناډا ورته اړتيا لري؛ او ولسمشر غني ته دې سياسي پناهندګۍ ورکړې وي، د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې، نه دي راغلي.

دغه راز، د ولسمشر د مرستيال وياندې، د ولسمشر پخواني ویاند او د پلان او پاليسۍ په چارو کې د کورنيو چارو وزارت اوسني مرستيال هم دغه خبره رد کړې او ويلي يې دي چې دغه اکونټ ناسم دی.

پرېکړه: په ټويټرپاڼو کې هغه ادعا چې ګواکې کاناډا ولسمشر غني ته سياسي پناه ورکوي، د شته شواهدو له مخې ناسمه ده.

احمد شاه عرفانيار

Hits: 6522

Check Also

حکومت: د مرکچي پلاوي غړو ته د ۱۴زره ډالرو معاش ورکولو اوازه ناسمه ده

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۹): حکومت هغه اوازې چې ګواکې د افغان دولت د مرکچي پلاوي هر غړی تر …