ناسم - جنوري 16, 2021

د مولوي عبدالقیوم ذاکر د وژل کېدو خبر ناسم دی

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۹): په ټولنیزو رسنیو کې د طالب چارواکي مولوي عبدالقیوم ذاکر د وژل کېدو خبر لاس په لاس کېږي، خو طالبان او ځینې نورې سرچینې دغه خبر بې بنسټه بولي.

ادعا: د ټویټر او فېسبوک ځیني چلوونکي په داسې حال کې د دولتي ځواکونو په برید کې «د طالبانو د دفاع وزیر مولوي عبدالقیوم ذاکر» د وژل کېدو دعوه کوي چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو دویم پړاو روان دی.

د «سلام افغانستان» په نوم یوې فېسبوکپاڼه کې تېره ورځ له غرمې وروسته لیکل شوي: «مولوي عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د دفاع وزير وژل شوی دی. ذاکر قیوم د دولت خان زوی او په قوم عليزی دی، د [هلمند] د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي و، د طالبانو د نظامي قوت په حيث یې دنده مخي ته بيولې، يو ځل بندي هم شو او د څرخي پله او ګوانتانامو زندانونه یې هم تېر کړي، له خلاصېدو وروسته د طالبانو د دفاع وزير په توګه وټاکل شو، څه موده مخکي د امنيتي ځواکونو په يوه اپراتيفي عملياتو کې ووژل شو.»

په دې فېسبوکپاڼه کې له يادې ليکنې سره د یو قبر انځور هم خپور شوی چې پر تيږه یې ليکلي: «شهید عبدالقیوم ذاکر ولد دولت خان…» په لیکنه کې چې یوه برخه یې نه لوستل کېږي، دا معلومات نشته چې دغه قبر په کومه سیمه کې موقعیت لري.

دغه متن په کټ مټ ډول او یا هم په لږ بدلون سره، له یاد انځور سره یو ځای ډېرو کسانو پر فېسبوکپاڼو او ټویټر کې خپور کړی دی.

دغه موضوع مو له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره د واټسپ له لارې شریکه کړه؛ خو د کورنیو چارو وزارت زموږ پوښتنه ځواب نه کړه او د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان شاوخوا پنځه ساعته مخکې وویل چې په دې اړه له اړوندو سرچینو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ځواب وایي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.  

طالبان: مولوي ذاکر ژوندی دی

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه چې ذاکر د طالبانو د دفاع وزیر دی او کنه، څه ونه ویل، خو د هغه د وژل کېدو اوازې په اړه وايي: «دا خبر مطلق دروغ دی، ذاکر صېب روغ جوړ او په خپلو فعاليتونو بوخت ده، پرون چې دا شی موږ واورېد، زموږ تماس ورسره شو، بالکل روغ ده؛ په سوشيل ميډيا کې دا چا ليکلي نه پوهېږو، خو اساس نه لري.»

هغه د قبر د انځور په اړه وايي: «دا مقبره چې ښکارېږي، دا کوم بل څوک په دغه نامه ده، نن سبا داسې وي چې د چا نومونه سره ورته وي، کله کله يې تخلصونه هم ورته وي؛ دا کوم بل څوک ده او دا مقبره ډېره پخوانۍ ده.»

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخواني طالب چارواکي سید محمد اکبراغا هم وويل: «کوم معلومات چې زه یې د پرون ورځې تر پايه لرم، ذاکر صېب ژوندی دی او داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.»

هغه د دې ډول ناسمو خبرونو خپرول تبلیغاتي جګړه بولي او زیاتوي: «کوم کسان چې دا ډول څرګندونې کوي، موقف يې سخت په ټولنه کې راټيټېږي… که چېرې د دې ډول ناسمو خبرو خپروونکي په دې اند وي چې په دې ډول خبرو سره به د طالب جنګیاليو په ليکو کې کومه پراګنده ګي رامنځته کړي؛ دا يې غلط فکر کړی، هېڅ ګټه هم نه لري.»

پايله: د مولوي ذاکر د وژل کېدو اوازه په بېلابېلو ټویټر او فېسبوک پاڼو کې لاس په لاس کېږي، خو تر اوسه کومې معتبرې سرچینې داسې خبر نه دی خپور کړی، طالبان او ځینې نورې سرچینې دغه ادعا بې بنسټه بولي او حکومتي سرچینې یې په اړه څه نه وایي.  پرېکړه: د مولوي عبدالقیوم ذاکر د وژل کېدو اوازه ناسمه ده.

احمدشاه عرفانیار

Hits: 6074

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…