څارنوالۍ ته د کبیر پناهي د معرفي کېدو خبرونه ناسم دي
ناسم - اکتوبر 13, 2019

څارنوالۍ ته د کبیر پناهي د معرفي کېدو خبرونه ناسم دي

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): د پژواک موندنې ښيي چې د کابل ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتي ټکنالوجۍ عمومي رييس څارنوالۍ ته نه دى معرفي کړى او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

دوه ورځ مخکې سلام وطندار راډيو، صبح کابل ورځپاڼې او ځينو نورو رسنيو خبرونه خپاره کړل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتي ټکنالوجۍ عمومي مسوول کبير پناهي څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.

د سلام وطندار په راپور کې راغلي چې د کابل ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پناهي ځکه څارنوالۍ ته معرفي کړى چې د ټاکنو په ورځ د بايومټريک په ماشينونو کې ډېرې ستونزې وې. دغه راز د صبح کابل ورځپاڼې په راپور کې هم راغلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتي ټکنالوجۍ رييس څارنوالۍ ته معرفى شوى دى.خو بل لور ته ازادي راډيو بيا راپور خپور کړى چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کابل ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پر وروستۍ پرېکړې نيوکه کړې چې له مخې يې د دغه کمېسيون د معلوماتي ټکنالوجۍ رييس څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.

څارنوالۍ ته د کبیر پناهي د معرفي کېدو خبرونه ناسم دي

خو د پژواک پلټنې بيا ښيي چې کبير پناهي څارنوالۍ ته نه دى معرفي شوى، بلکې د کابل ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په مکتوب کې راغلي چې د ټاکنو په ورځ د بايومټريک په ماشينونو کې د ستونزو له امله بايد څارنوالۍ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتي ټکنالوجۍ له برخې پوښتنه وکړي.

په دې تړاو د کابل ولايت د شکايتونو کمېسيون رييس اجمل سيال پژواک ته وويل چې د ټاکنو په ورځ په بايومټريک ماشينونو کې د ستونزو له امله بې شمېره کسان له رايو ورکولو پاتې شوي او په دې اړه دوى ته ٨٢٣ شکايتونه هم شوي دي.

نوموړى وايي چې د يادې ستونزې او شکايتونو ته په کتو سره دوى مکتوب ورکړى چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتي ټکنالوجۍ رياست بايد په دې اړه څارنوالۍ ته ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياندې زرمينې کاکړ پژواک ته وويل چې د کابل د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دا حق نه لري چې د  ټاکنو خپلواک کمېسيون د اى ټي عمومي مسوول څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د هغې په وينا، د ټاکنيزو طرزالعملونو له مخې، ولايتي کمېسيون يواځې کولاى شي په ولايت پورې د اړوندو ټاکنيزو ستونزو په اړه شکايتونه ثبت کړي او مکتوبونه ورکړي.

دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مطبوعاتى دفترسرپرست ذبیح الله سادات پژواک ته وویل چې د کابل ټاکنيزو شکایتونو ولایتي کمېسیون دا حق نه لري چې د دوى د ای ټي برخې عمومي مسوول لویې څارنوالۍ ته ور وپېژني.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ای ټي برخې عمومي مشر کبیر پناهي پژواک ته وويل چې د کابل ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له لوري پرون دوى ته يو مکتوب رسېدلى چې په کې د دوى دفتر څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.

ده وويل: ((دغه مکتوب د قانون خلاف ورکړل شوى؛ ځکه د کابل ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د دغه کار صلاحيت نه لري.))

پناهي وايي چې دى پر دغه پوسټ نوى ګومارل شوى او داسې کومه ستونزه نه لري چې څارنوالۍ ته دې معرفي کړاى شي.

بل لور ته د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي پژواک ته وويل چې د يادې موضوع په اړه څارنوالۍ ته تر اوسه داسې کوم مکتوب نه دى رسېدلى.

د يادونې ده، د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې، په دې ټاکنو کې د ستونزو په اړه ٤٥١٢ شکايتونه ثبت شوي دي.

پژواک خبري اژانس د ټاکنو اړوند خبرونه ارزوي او خلکو ته ښيي چې دغه خبرونه له “سم، يو څه سم، نيمه سم، يو څه ناسم او ناسم” کټګوريو څخه په کومه کټګورۍ کې شاملېږي.

د پژواک ارزونې ښيي چې د پناهي په اړه د رسنيو راپورونه ناسم دي او په جوړولو کې یې له بېړې کار اخيستل شوى دى.

د افغان خبریال د ټويټ په ځواب کې د امریکايي ډيپلوماټ ټويټ جعلي دی

بهشته ارغند

Hits: 4476

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…